تاند- باختر اژانس وايي، د جنرال دوستم ځاصو ځواکونو نن /یکشنبه/ د هیواد په شمال کې د غورماچ ولسوالي بېرته ونیوله.
دا ولسوالي تېره اوونۍ وسله والو طالبانو نیولې وه.
جنرال دوستم تېره شپه د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالي کې، چې غورماچ ته نژدې ده، د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل.
باختر اژانس وايي، د غورماچ ولسوالۍ د تصفیې لپاره د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ په عملیاتو کې ۱۶۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي او په لسګونو نور ژوبل دي.
دا ادعا د بې پرې رسنیو له لوري تایید شوې نه ده. وسله والو طالبانو هم تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ولسمشر لومړي مرستیال ته نژدې سرچینې وايي چې په دغو عملیاتو کې د خاصو ځواکونو په ګډون ۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.
جنرال دوستم ویلي چې د ترور پرضد عملیات به د افغانستان شمال ختیځ ته وغځوي.
د شمال ختیځ له مهم ولایت کندوز څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې ښاریان لا هم اندېښمن دي ځکه چې د دوی په وینا طالبان د ښار په شاوخوا باغونو کې پټ شوي او هره شېبه کېدای شي بیا پر ښار یرغل وروړي.