تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن /چهارشنبه/ وویل چې د لومړي مرستیال ولسمشر جنرال عبدالرشید دوستم ۷ ساتونکي د تحقیقاتو لپاره لویې څارنوالۍ ته حاضر شول.
لویې څارنوالۍ د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچې د قضیې په تړاو د جنرال دوستم ۹ ساتونکي جلب کړي وو خو ۲ یې پخوا څارنوالۍ ته حاضر شوي ول.
پرون /سې شنبه/ د جنرال دوستم کور او دفتر د کابل د ګارنیزیون ځواکونو محاصره کړل خو وروسته دا خبره جنرال دوستم رد کړه. څرګنده نه ده چې د جنرال دوستم د کور او دفتر لنډه محاصره څارنوالۍ ته د نوموړي د ساتونکو له حاضرېدو سره څومره ارتباط لري.
جنرال دوستم پخوا د تحقیقاتو لپاره لویې څارنوالۍ ته د خپلو ساتونکو له سپارلو سره مخالفت کړی و.
لویې څارنوالۍ ته د جنرال دوستم د ساتونکو حاضرېدل ښه ګام ګڼل کېدای شي او څه نا څه هیله زېږولی شي چې د قانون په وړاندې ټول افغانان یو شان دي.