تاند- یوه وسله وال په کندهار کې د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق پر کور د موټرسایکل بم په وسیله حمله وکړه.
په دې برید کې، چې نن /شنبه/ ماښام مهال وشو، څوک ژوبل شوي نه دي؛ یوازې انتحاري ترهګر او دوه ملګري یې له منځه تللي دي.
جنرال عبدالرازق پېښه تایید کړه، ویې ویل چې د ده د کور مخته چاودنه شوې خو هیچا ته زیان نه دی اوښتی.
خو ځینې راپورونه وايي چې د جنرال رازق ۲ ساتونکي او ۳ ترهګر وژل شوي دي.
په تېرو څو کلونو کې پر قوماندان عبدالرازق بې شمېره انتحاري او بمي حملې شوي دي.
له موټر بمي حملې وروسته دوو وسله والو د قوماندان رازق د کور پر ساتونکو ډزې پیل کړې او هڅه یې وکړه چې د قوماندان کور ته ننوځي.
راپورونه وايي چې د جنرال رازق ساتونکو دواړه وسله وال ووژل.
له دې جلا نن په یوه بله پېښه کې، چې په پکتیا ولایت کې وشوه، د دغه ولایت د احمد اباد ولسوال حضرت محمد رودوال په یوه موټربمي حمله کې ټپي شو.
د پکتیا امنیه قوماندانۍ وویل چې رودوال او ۳ ساتونکي یې نن ماښام ټپیان شوي دي.