جنرال عبدالرازق

ښاغلی عبدالرازق هغه څیره وه، چې د دښمن په غېږ کې پروت کندهار کې یې داسې امن کړی ؤ، چې چا ته د جګړې، وېرې او جنایت سوال نه پیدا کېده. د نوموړي ملي دریځ او له هېواد سره مینه ددې لامل شوه، چې په هېواد هر مین افغان له قومیت، ملیت او لایت په پام کې نیولو پرته له نوموړي سره د زړه له کومې مینه وکړي او هغه ته د ملي شخصیت او ملي قهرمان افغان په سترګه وګوري.

شهید عبدالرازق په خپل ژوند کې نه یوازې د کندهار ولس ته سوله او آرامي ور په برخه کړه بلکې د ډېرو نورو امنیتي چارواکو لپاره ښه بېلګه او نمونه وه. ډېرو ځوانانو امنیتي مسؤلینو غوښتل چې د هغه لاره تعقیب کړي.

ښاغلی عبدالرازق مړینه د افغانستان لپاره خورا لویه ضایع وه، خو څرنګه چې د نوموړي ژوند له کارنامو ډک ؤ، د هغه مړینه هم د افغانانانو لپاره  درسونه او کارنامې لري. د بېلګې په توګه لاندې دوې سترې او ارزښتناکې کارنامې او درسونه د یادولو وړ دي:

– لومړی: کله چې نوموړی شهید شو، نو د کندهاري ولس په پرتله د هېواد د نورو ولایتونو خلکو او په تېره بیا ځوانانو د هغه په مړینه ډېر وژړل، د هغه د کارنامو ستاینه یې وکړه، هغه یې د هېواد لویه ضایع وبلله. په دې سره په هېوادالو کې یووالی، وروری او همدردي لا ډېره شوه، چې دا همدردي د هېواد د ډېرو دردونو لپاره ګټوره دوا ده. افغانان تر هر څه زیات په ملي کچه همدردۍ، یووالي او اتحاد ته اړتیا لري. د عبدالرازق شهادت دغه یووالی لا پیاوړی کړ.

– دویم: په ملي کچه او د ولایاتو په کچه د عبدالرازق په شهادت د اوښکو تویولو، غمرازي کولو، ژړلو او هغه لویه ضایع بلل ډېرو چارواکو، ځوانانو او افغانانو ته دا درس ورکړ، چې د افغانستان ولس ښه او بد ډېر ښه پيژني، دا ولس بې پاسه نه دي، دا ولس د قومیت او ژبې په لومه کې- لکه څنګه چې ځینې ټیکداران ګمان کوي- ښکېل او را ګیر نه دي. عام افغانان چې په هر ځای کې دي د ټول افغانستان امن او سوله غواړي، هر څوک چې په ريښتنې ډول خدمت وکړي، د هغوی قدر او درناوی کوي. اوس موږ وینو چې په ډېرو ځوانانو او چارواکو کې همدا روحیه پیدا شوې، چې د شهید عبدالرازق په څېر کارنامې ولري، د هغه په څېر د افغانانو په زړونو کې اتل شي. ان که له ځینو سره د قومیت خبره مطرح وه، اوس ځان ورته ناسم ښکاره شو او  اوس فکر کوي، چې [زه] باید ټول افغانستان ته خپل کور ووایم او ټولو افغانانو ته د [سکه وروڼو] په سترګه وګورم.

الله پاک دې وکړی، چې زموږ ځوانان افغانستان شموله او ملي دریځ ولري، په صادقانه ډول د افغان ولس لپاره خدمت وکړي. افغانان باید پوهه شي چې آبرو او عزت مو په افغانستان پورې تړلی. د همسایه هېوادونو په خوږ او پستو  خبرو او ناچیزو امکاناتو باید ونه غولېږو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *