تاند- په مرکزي بغلان کې، چې پخوا د بغلان ولایت مرکز و، د یوې ۱۴ کلنۍ نجلۍ پلار و مور د خپلې سیمې د ملا پزه او غوږونه په دې خاطر پرې کړي چې ملا د دوی پر لور جنسي تېری کړی دی.

د بغلان ولایت د ښځو د چارو ريیسې خدیجې یقین رویټرز خبري اژانس ته وویل، نجلۍ خپلې مور او پلار ته څلورمیاشتې پخوا ویلي و چې ملا ورباندې جنسي تېری کړی دی.

پولیس وايي چې د نجلۍ پلار ملا ته مېلمستیا وکړه، د دوشنبې په ورځ /اپریل۲۸/ یې کور ته وروباله.

عبدالقهار رویټرز خبري اژانس ته وویل:«ما یې غوږونه او پزه ورپرې کړل. نه پوهېږم چې پیشو به د ده غوږونه خوړلي وي او که نه وي خو پزه یې یقیناً چې خوړلې ده.»

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویندوی احمد جاوید بشارت وویل چې پولیسو پرون /سې شنبه/ د نجلۍ مو و پلار ونیول.

بشارت همداراز وویل چې عبدالقهار (د نجلۍ پلار) لومړی د ملا پښې او لاسونه تړلي او بیا یې د غچ د اخیستلو لپاره د هغه پزه او غوږونه پرې کړي دي.

۳۲ کلن ملا دا خبره نه مني چې د عبدالقهار پر لور یې جنسي تېری کړی دی.

پولیس وايي چې دوسیه یې پرانستې او تحقیقات یې پیل کړي دي.

د نجلۍ مور سلطانې، چې چادري یې پر سر وه، وویل:« که قانون عملي کېدای ملا ته باید تر دې سخته سزا ورکړای شوې وای.»

7 thoughts on “د جنسي تېري په خاطر د ملا پزه او غوږونه پرې کړای شول”
  1. وروسته له سلامونو!
    گمان نه کېږي، چې داسړی دی ملا وي، ځکه هغه څوک، چې داسلام له اصولو خبر وي هېڅکله د اسلامي اصولو خلاف عمل نه ترسره کوي. هر ږیرور او هر هغه چاته ملا باید ونه ویل شي، چې د خېتې دډکولو او ناروا کارونو دسرته رسولو له پاره په جومات کې دیره کېږي. دا ډله یوازې داسلام دبدنامولو دنده پرغاړه لري.

  2. وروسته له سلامونو!
    گمان نه کېږي، چې داسړی دی ملا وي، ځکه هغه څوک، چې داسلام له اصولو خبر وي هېڅکله د اسلامي اصولو خلاف عمل نه ترسره کوي. هر ږیرور او هر هغه چاته ملا باید ونه ویل شي، چې د خېتې دډکولو او ناروا کارونو دسرته رسولو له پاره په جومات کې دیره کېږي. دا ډله یوازې داسلام دبدنامولو دنده پرغاړه لري.
    په درنښت

  3. عجب کار يې کړی دی. او دا قانون بايد ځانته دا حق ورنه کړي چې هغوئ ته سزا ورکړي. دا مفت خوارۀ ملاګان تيار په جومات کې ناست دي او مفته ډوډۍ خوري، يوازې خلکو ته پنځه وخته لمونځ ورکوي نور نو نه په اسلام خبر دي او نه په انسانيت. خلک چې خپل ماشومان جومات ته ليږي، د دې لپاره يې ليږي چې ملا ورته قران کريم ورزده کړي او د اسلام نه يې با خبر کړي. کله چې په خپله ملا نۀ پوهيږي چې اسلام څه شی دی نو ځان ته دې بل کار پيدا کړي.
    زما په اند دې کورنۍ ډير ښه کار کړی دی، ځکه چې په افغانستان کې خو قانون نشته، په سلهاو ماشومان د دې کرغيړن عمل ښکار دي، خو دولت يوۀ ته هم سزا نه ده ورکړې، که سزا يې هم ورکړې ده نو د يو څو ورځو لپاره او بيا يې بيرته خوشي کړي دي، او هغوئ په اوچت سر په ټولنه کې ګرځي.
    زه خو وايم چې دا سړی بايد هم سنګسار شوی وای تر څو نورو ترې پند اخيستی وای.

  4. کاشکی هر ملا همداسی غوږ او پزه شي نو دا وطن به ګل و ګلزار شي ! هغه ړوند ملا عمر به هم اوس خپل غوږ ګروي او په پزه به هره ورځ لاس وهي! همدا کار ورسره پکار دی

  5. وایی چه اوښه کوم ځای دی سم دی پاته دی غاړه ؟
    دې خلکو نوره کومه بی ناموسي او بی ننګي نه وه کړی چه پاتی دا کار ؤ
    د پنجاب د غلامۍ څخه را نیولی د بی ګناه انسانانو تر قتال پوری هر ناولی او کرغیړن کار ملا تر سره کړی
    هر بی ساری جنایت ته ده ملا تړلی وي
    وایم چه پښی او لاسونه یی هم ورغوڅ کړی وای نو ډیر ښه به ؤ
    د هغی ورځي په ارمان چه د ملا عمر څخه هم داپاتی سترګه او غوږ او پزه ورڅخه پری کړي

  6. اول خو مونږ باید په دی باندی کار وکړو تر څو دا شرمیدلی فرهنګ بدل کړوږ
    دوهم څرنګه چی مونږ مسلمانان یو نو که شرعی قوانین عملی کړو او شرعی جزاګانی هر مجرم ته ورکړل شی، زما په ګمان چی په آینده کی به هیڅوک هم داسی کار ونه کړیږ
    دریم مونږ اقلأ باید د مسلمانۍ د ادعا په مقابل کو خو دومره څه وکړو چی کله کفار اسلام ته را دعوت کوو نو هغوی خو باید ریښتینی عدالت او حقوق ووینی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *