تاند- د امریکا په متحدو ایالتونو او مکسیکو کې قاچاقبر یو ډول کمیابه کبان نیسي او په چین او امریکا کې یې په ډېره لوړه بیه پلوري.

ویل شوي چې دا کبان، چې قاچاقبرو ته یې په لسګونو ملیون ډالره ګټه رسولې ده، د جنسي ناروغیو په درملو کې اسعمالېږي.

دا کبان، چې توتوبا نومېږي، د کلیفورنیا په خلیج ګې ښکار کېږي او اوس دا خطر پیدا شوی چې د هغو نسل یو مخ ختم شي.

قاچاقبر د توتوبا کبانو یوازې مثانه باسي او هره یوه په شاوخوا ۱۴ زره ډالره پلوري. په جنسي قوت پسې لېوانیان د دغو کبانو سوپ په ۲۵ زره ډالره اخلي.

په مکسیکو کې د دغو کبانو په ښکار د قاچاقبرو ترمنځ خونړۍ جګړې هم شوي دي.

1

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *