تاند- د جنوبي اسیا تر ۱۶ کلونو د کشرو د فوټبال د مسابقو په دوام کې د جمعې په ورځ نیپال افغان لوبډلې ته یو پر صفر ماتې ورکړه.

د دې مسابقې، چې په بنګله دېش کې وشوه، په ۴۷ مه دقیقه د نیپال د تنکیو د ټیم فارورډ (کشتیز راج) ګول وواهه.

افغان لوبغاړو د دغه ګول د جبرانولو لپاره ډېرې هڅې وکړې خو نتیجه یې ترلاسه نه کړای شوه.

دا مسابقه د تېز باران له کبله نیم ساعت په ځنډ پیل شوه. ښايي باران هم له نیپالیانو سره مرسته کړې وي ځکه چې افغان لوبغاړي په باران او ښویه میدان کې له لوبې سره بلد نه دي.

دې بري د نیپال لوبډله په خپل (بي) ګروپ کې سر ته وخېژوله او د روانو سیالیو نیمه پایلوبې ته ورسوله.

په نیمه پایلوبه کې به نیپال د اې ګروپ له لومړي ټیم یعني هند سره مخامخ شي.

نیپال د دوشنبې په ورځ مالدیپ ته ۵ پر صفر ماتې ورکړه.

افغانستان مالدیپ ته څلور پر ۲ ماتې ورکړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *