تاند- د جنوبي افریقا د کرکټ پخوانی لوبغاړی ریان مارون د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د فیلډینګ کوچ یا روزونکی وګومارل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وویل، مارون به متحده عربي اماراتو ته د سفر په لړ کې له افغان ټیم سره ملګری شي او افغان لوبغاړو ته به د فیلډینګ په برخه کې لارښوونې وکړي.

د کرکټ بورډ په وینا ټاکل شوې ده چې ښاغلی مارون د ویسټ انډیز په سفر کې هم د افغان ټیم ملګرتوب وکړي.

مارون د جنوبي افریقا د کرکټ د III کچې روزونکی دی او تر دې مخکې یې په انګلستان، هالنډ او ډنمارک کې د روزونکي په توګه کار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *