تاند- د جنوبي پښتونخوا مشهور دیني عالم مولانا شېراني د پاکستان پوځ او د جهاد په نوم هلې ځلې وغندلې.

مولانا شېراني، چې په دې مشهور دی چې سپینې خبرې کوي، د پاکستان پوځ د امریکا کرايي  ځواک وباله او له خلکو یې وغوښتل چې ځان ورنژدې نه کړي.

ده د پاکستان پوځ په پاکستان او سیمه کې د مسلمانانو د وینو پر بهیولو تورن کړ، ویې ویل: «زمونږ مسلح دفاعي ادارې چې په هر نامه دي ځان مه ورنژدې کوئ. جامه خوندي ځنې ساتئ. قران وایي چې ولاترکنوا الی الذین ظلمو… دا خونرېزي چې روانه ده دا له اسمان څخه نه ده راغلې، دا زمونږ د خپلو ادارو له لاسه ده او په دې خونرېزۍ باندې دوی کرایه اخلي. د نظامي ادارو کسان ږیرې ږدي او د طالب عمل کوي او چې ږیرې لیرې کړي بیا له ځانونو نه سپاهیان جوړ کړي یا همدغه ادارې نور کسان په کرایه نیسي او دغه کارونه پرې کوي .»

مولانا شېراني، چې د بلوړچستان ایالت د ژوب اوسېدونکی دی، بې له دې چې په خپله سیمه کې د افغان طالبانو د مشرانو د اوسېدو او فعالیتونو مستقیمه یادونه وکړي، هغوی ته په اشارې وویل، په افغانستان، کشمیر او یا پاکستان کژې د جهاد په نوم وینې بهیونې یې لا له پخوا څخه ترهګري بللې وه.

ده همداراز وویل«که څوک وايي چې مجاهد یم، تر غوږ یې ونیسئ ورته ووایاست چې بیسې ګټه.

بله خبره دا ده چې که په کور، کلي یا سیمه کې مو چا د جهاد نوم اخیست؛ دا فساد دی، دا خلک به له خپل صفه باسئ، له خپلې علاقې به یې باسئ …»

مولانا شېراني د پاکستان پوځ او امنیتي ادارې په سیمه کې د جګړې او تشدد سبب اوړ ملاتړې وبللې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *