تاند- که څه هم موږ ښځو ته د حقونو د ورکولو ادعاوې زیاتې کوو او وایو چې په کورونو کې مو بندې کړي چې را ونه وځي او څوک یې ونه ویني. په ښارونو کې مو هم، چې ښځې له کوره د راوتلو نسبي امکان لري، خلک ښځې ته د مظلوم او کمزوري مخلوق په سترګه ګوري او که په بس کې لازمه وي چې ځیني ودرېږي نو ښځې مستثنا کوي.
د دې خلاف په اکثرو اروپايي هیوادونو کې د ښځو درناوی دا نه بلل کېږي چې په ښاري بس یا مترو کې دې څوک کومې ځوانې او په تن روغې ښځې یا نجلۍ ته خپله چوکۍ ورکړي. که څوک دا کار وکړي ممکن ښځه یې بده وګڼي او فکر وکړي چې مقابل لوري ورته چوکۍ د دې لپاره پرې ایښې چې دا زړه یا بوډۍ ده.
خو د دغو هیوادونو په بسونو او مترو کې اومیندوارو ښځو ته درناوی له ورایه معلومېږي. کله چې یوه اومیندواره ښځه بس یا مترو ته پورته شي، پر سیټونو ناست کسان، هر یو غواړي چې خپله چوکۍ ورته پرېږدي.
خو ځیني ښځې، په تېره بیا د حامله توب په لومړیو میاشتو کې خلکو ته نه معلومېږي چې اومیندوارې دي.
په جنوبي کوریا کې د دا ډول ښځو لپاره یوه بله چاره سنجول شوې ده.
په دغه هیواد کې د بلوتیوت سیستم له لارې د مترو سپرلیو ته خبر ورکول کېږي چې په ډبه کې اومیندواره ښځه شته او باید سیټ ورته خالي کړي.
دا سیستم، چې د مترو په ډبه کې ناستو کسانو ته د حامله ښځې په باب د کمرنګه سور رنګ په وسیله خبر ورکوي، د ۵۰۰ ښځو له لوري په پنځو ورځو کې په دغه هیواد کې وازمویل شو.
اومیندوارو ښځو ته یوه وسیله ورکول کېږي چې مترو ته له ختلو سره سم یې ټینګ کړي او ورسره سم کمرنګه سور څراغ بلېږي، کله چې د مترو سپرلي څراغ ویني، خپل ځای اومیندوارې ښځې ته ورکوي.
خو پر دې سیستم انتقاد کوونکي وايي چې ډېرې ښځې د دې لپاره چې د دغه څراغ د لګېدو له کبله د خلکو پام ځان ته اړوي، نه غواړي چې له دې سیستمه کار واخلي.
نور وايي چې سوکه سوکه به هم ښځې او هم نور خلک له دې سیستم سره بلد شي.
په ځینو نورو ښارونو لکه لندن کې بیا د مترو یا تر مځکې لاندې رېلارې اداره اومیندوارو ښځو ته یوه نښه ورکوي چې پرې دا عبارت لیکل شوی وي: