تاند- د جنورۍ لومړۍ د بې شمېره افغانانو د زوکړې رسمي کالیزه ده. ټولو ته دې د زوکړې ورځ مبارکه وي.

د بریتانیا مېل ورځپاڼې په همدې ارتباط خپل راپور داسې پیل کړی دی؛

د جنورۍ لومړۍ د صمد علوي د زوکړې ورځ ده. همدا نېټه د د ده د مېرمنې، د دوو زامنو او ۳۲ افغان ملګرو د زوکړې ورځ هم ده.

دا ورځ ځکه دوی او ګڼ شمېر نورو افغانانو د زوکړې ورځ ټاکلې چې د خپلې زوکړې له حقیقې ورځې خبر نه دي.

د نورو هیوادونو د وګړو خلاف اکثرو افغانانو ته د زوکړې نېټه مهمه نه ښکاري. افغانان د نورو هیوادونو په شان د زوکړې رسمي سندونه نه لري؛ که څه هم اوس هڅه کېږي چې دا حالت بدل شي.

اوس د افغانستان ځینې روغتونونه او لوی ښارونه افغانانو ته د زوکړې سندونه ورکوي.

د ډېرو افغانانو په اسنادو کې د زوکړې لپاره یوازې کال لیکل شوی وي.

که له عامو افغانانو وپوښتل شي نو تر مهمو تاریخي پېښو یا د کال تر فصلونو پورې د خپل عمر اټکل کوي.

د فېسبوک په شان ټولنیزو رسنیو او دغه راز بهرنیو هیوادونو ته د ډېر شمېر افغانانو سفر تر یوه حده د افغانانو په منځ کې د زوکړې نېټه مهمه کړې ده. د فېسبوک د لرلو لپاره د زوکړې بشپړه نېټه پکار ده، همداراز اوس په پاسپورت کې دا کفایت نه کوي چې څوک ولیکي د پلانکي کال دوولس کلن، باید د زوکړې ورځ او میاشت هم ولیکل شي.

۳۴ کلن عبدالهادي فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي«زما په تذکره کې لیکل شوي چې زه په ۱۳۶۵ ل کال ۳ کلن وم. په همدغه کال تذکره راکړل شوې ده.»

خو ولې ډېرو افغانانو، چې د زوکړې دقیقه نېټه ورمعلومه نه ده، د جنورۍ لومړۍ خوښه کړې ده؟

د دې یوه وجه ښايي دا وي چې د جنورۍ لومړۍ له چا په اسانه نه هېرېږي.

د بریتانیا مېل ورځپاڼه وايي، حتي ځینې افغانان چې د خپلې زوکړې هجري شمسي نېټه ورمعلومه هم ده، ځان ته تکلیف نه ورکوي چې په میلادي یې واړوي، نو د جنورۍ لومړۍ انتخابوي.

ورځپاڼې ته علوي ویلي، د لومړي ځل لپاره چې یې فېسبوک په ۲۰۱۴ م کال جوړاوه، د زوکړې نېټه یې ورڅخه وغوښته نو د جنورۍ لومړۍ یې ولیکله.

د زوکړې نېټې ته د اهمیت نه ورکولو له کبله د افغانستان د تذکرې او پاسپورت د صدور په ادارو کې مامورین ډېر واري بې له دې چې د تذکرې یا پاسپورت له خاونده وپوښتي یا فورمې ته توجه وکړي، په خپل سر یوه نېټه لیکي.

په اروپا او نورو هیوادونو کې یو شمېر افغانان شکایت کوي چې د افغانستان سفارتونه د دوی د زوکړې نېټه په خپل سر لیکي. خو هغوی دې ته پام نه وي یا ورته اهمیت نه لري چې که د چا د زوکړې نېټه هغسې ونه لیکي چې د هغه په اسنادو کې ثبت ده، ستونزې ورته پېښېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *