ډاکتر نعمت الله نیازي

ډاکتر نعمت الله نیازی د امریکا د متحدو ایالتونو د جنوبي مېن پوهنتون

(University of Southern Maine) د عامې روغتیا د ماستری

پروګرام د دوهم کال محصل

                                      

د پخواني شوروی یرغل نه وروسته افغان ملت د هیواد د خپلواکی د ساتلو په مقصد د یوي مقدسی جګړی دپاره پاسید او هیواد کی ټول میشت قومونه د یو واحد هدف په مقصد دیوبل تر سنګ کلک ودریدل اوپه پوره میړانه سره له هیواد ،دین او دخپلو کلتوری مقدساتو څخه په ګډه دفاع وګړه او له ډیرو سر ښیندونونه وروسته هیواد د اشغالګروله منګلو څخه خلاص کړ.

ځینی جهادی مشران چه د افغان ولس د قربانیو په نتیجه کی د پخواني شوروی اتحاد پرضد جګړه کی بریالی وتلي و،د عادت له مخی هریو خپل ځان د هیواد د مشرتابه مستحق بوله چی همدی شان غوښتنو هیواد د یوبل ناورین په ټغر کښینوه او دجهاد ټولی لاسته راوړنی په ابو لاهوکړي چی په دی توګه نورو بهرنیو لاس وهنو ته یی زمینه برابر کړه. جهادی مشرانواو یا هم د دوی مصلح پلویانو د قدرت او دی سیاسی ژوند د ساتلو په مقصد توکمیز ، فرقوی او سمتی تبعیضونه د یو داسی ملت تر مینځ خپاره کړل چه د سواد او تعلیم څخه ډیره موده لری او ټوپک ته نږدی پاتی شوی و. په ډیری خواشینی سره دا لړی تراوسه هم دوام لري.

د هیواد ورستیو انتخاباتو داثابته کړه چه د دوی داغیرمعقول سیاست تر ډیره بریده بریالی و ځکه ، سره له د چه پر همدی زوریدلی ملت د دوی له خوا تر حده ډیر ظلم او بی عدالتی شوی ، خو بیا هم د همدی ملت په رایو د ارګ او پارلمان تر سوکیو رسیدلی چی داوسنیو ټولنیزو، اقتصادی، امنیتی او په حکومت کی شته نا خوالو اساسی عامل دی. د ورستیو ټول ټاکنو په جریان کی همدی افرادو د خلګو اګثریته رایی د هیواد په ځینو مشخصو سیموکی خپلی کړی. د دی سیمو خلګ د همدی جنګسالارانو تر شاه ، د یو منفی زهنیت په ورکولوسره، ټینګ ولاړ دی او ګمان کوی چی همدا د دوی ریښتنی مشران دی چه د دوی له حقه حقوقو څخه دفاع کوي . حال دا چی د مشرانو یواځی د دوی له فزیکی قدرت څخه د خپل د قدرت دبقا په خاطر استفاد ه کړی. د ا هما غه سیمی دی چی د دوی بچیانی د نا مشروع او غیر موجه جګړو لمبو ته د خپلو اهدافو د رسیدو په مقصد استولی دی . اما د دوی په اقتصادی ، سیاسی او فرهنکی ژوندی کی هیڅ کوم مثبت او د پام وړ بدلون ندی راوستی.

د دوی پر مټ ولاړ مشران د خپل اولادونه او نږدی خپلوان بهرته د تعلیم او یاهم د عشرت ژوند په مقصد استولی او دلته هیواد کی دننه د بانکونو او شهرکونو خاوندان دی حال دا چی د دوی ملاتړی د ابتدایی او کم کیفیته ژوند او تعلیم څخه برخه مند ندی. ملت باید له دی تیارو څخه بهرشی او دخپلو مشرانو په ټاکلو کی بیا کتنه او جدی غور وکړی. دوی باید په دی پوه شی چه ټوپکسالار ،د تجربو له مخی، هیڅ کله د هیواد او د دوی په درد ندی دوا شوی. د خپلو مشرانو په ټاکلو کی باید د سمت ، توکم او ژبه نیزوملاحظاتو پر ځای باید د اهلیت،لیاقت او اصلیت معیارغوره کړی ترسو هیواد د یو شفافه اداری او مقتدره ولسمشر خاوند شی.

د آباد او سر لوړی افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *