ملالۍ د خپل پلار سزا ویني، هغې ته د پیغلتوب په تحفه کې د پلار یوازینی هغه زوړ واسکټ ور پاتې چې شپږ کاله مخکې یې پلار د کالیو تر بدلولو وروسته د خړ دېوال په مخ راځوړند کړ او په خړ ماښام ترې په یوه اوږده سفر روان شو.
هغه له سره د بیا ګرځېدو تمه او اُمید نه درلود، خو د پاتې کورنۍ لپاره یې په بدیل هم فکر ونه کړ، چې د پیغلې لور د عزت پهره داري به یې څوک کوي او سپین سرې مېرمن به یې تر ده وروسته د چا په اوږه لاس ږدي؟
د پاخه عمر چج لرونکې ږیرې خاوند له حویلۍ درانه قدمونه پورته کړل، لور، مېرمن او پاتې دوه نورو وړو بچیانو ته یې د بیا کتو حوصله ځکه نه درلوده چې ده اورېدلي وو: اولادونه دښمنان دي، هسې نه د جهاد له فریضې یې وګرځوي.
د ماتې لرګیي دروازې زنځیر یې تر راوتو وروسته کلک وتړه، لور ته یې بار، بار تکرارول: لاحول ولا قوة الا بالله، لورې شیطان به زورو شي، دروازه بنده کړه، زما ممانعت مه کوئ!!
پیغلې ملالۍ چې څومره هم د خپل عزت د ساتلو خیرات له پلاره وغوښت، ترلاسه یې نکړای شو، یو جګ قدی سړی د ماښام په توره تیاره کې له څلورو نورو مخپټو کسانو سره له کوڅې پناه شو، پناه شو، پناه شو او تر ننه پناه شو.
د سپین سرې ښځې په غېږه کې په اېښو څلورو سرونو له پاسه د اوښکو باران ورېده، مېرمنې د خپلو اوښکو د پاکولو آسره له لاسه ورکړې وه، د جګ قد یو سړی ورنه په توره تیاره کې مسافر شوی وو، سترګې یې په دروازه کلکې نښتې وې، خو هغه ور بیا تر ننه خلاص نشو.
کیسه داسې وه، چې جګ قدي سړي د افغان کډوالو په یوه کمپ کې ښه ارام ژوند درلود، خو د کلیوالو جهادیانو مینې بې لارې کړ او په یوه تیاره ماښام یې پنځه کسیزه کورنۍ د افغان جهاد لپاره تر شا پرېښوده، هغه ته د پنځم لاس د لارې خرڅ هم یو څو زره کلدارې رسېدلې وې، خو تر ننه یې ونشوای کړای هغه اصلي مرسته کوونکی له نږدې وویني. د استخباراتي استازو په دام کې دده څلور نور ملګري هم ګیر ول، خو یوه هم راتلونکي عواقب نه سنجول او د خپلې تندې په ماتولو پسې په تورخم را واوښتل.
پېغلې ملالۍ (مستعار نوم) ته اوس هغه پرونی رنګ روغن ندی پاتې، ښوونځی ترې په لسم ټولګي کې پاتې شو، سترګې یې د خامک په ستن کې له تار اچولو کمزورې شوې دي او ټولګیوالې یې اوس په لیونۍ ملالۍ پېژني.
ملالۍ همدومره وکړای شول، چې د کور د فرش، بکس، ګیس ډبې، توشکو او الماریو په پلورلو د سپین سرې مور، واړه ورور او خور ګیډې مړې کړي، خو د پلار واسکټ یې تر ننه له ځان سره نښه ساتلی دی.
که چا سخات، خیرات او مرسته وکړه، هغه به خوشبخته ورځ وي، خو د ملالۍ په کورنۍ دادی شپږم بې سرنوشته ژمی هم راغی، په بلدو وږ خیټو بیا د یخ څپې راغلي، خو ملالۍ ترې ځکه خبره نده چې ذهني توازن یې نشته، هغې ته د کتابونو توري ندي په یاد، خو د پلار نوم یې ډېر ښه یاد دی. ټولګیوالې یې چې پوښتنې ته ولاړې شي، دی ورته له سلام کلام وړاندې د خپل پلار نوم اخلي. پلار جان مې. …. پلار جان مې. ….
د جنتونو تږی پلار یې له بمونو سره ګیر شوی، په پلچرخي کې اوس هم بندي دی، خو نن ورسره د وروستي عقل نتیجه په خلاصون کې مرسته نشي کولای. هغه د ولسمشر غني د عسکرو په مرګ پسې راغلی و، شاید تر ډېره نور هم خوشي نشي، خو که قسمت و او د جنتونو پښیمانه تږی کور ته ستنېده، نو ملالۍ به مړه وي.
لیونۍ ملالۍ د خپل پلار د عملونو انجام ته ناسته ده، د غولیدلي پلار، د پرېښي پلار، د استخباراتو په لومو کې د لسګونو نورو پلرونو په شان راګیر شوی پلار او بالاخره دښمن پلار!!!!! ملالۍ اوس هم د پلار نښه ښه کلکه ساتي، د ګاونډیانو په هره خوښۍ کې پرې اوښکې وچوي.