لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه\لومړی کال\(۴۱) ګڼه\ چارشنبه\سرطان\ ۱۰\ ۱۳۹۴
تېره سه شنبه د سرطان پر ۹– مه د هلمند ولایت پر امنیه فومندانۍ ځانمرګی برید وشو چې تر اوسه یې کومې ترهګري ډلې پړه نه ده منلې.
د امنیه قومندان پاسوال نبي جان ملاخېل په وینا په دغه ترهګریز برید کې د درو ځانمرګو په شمول
پنځه کسه مړه او ۱۵– هم ټپیان شول چې دوه یې ملکي کسان ول؛ په دغو دوو کې یوه یې ښځه او یو هم کوشنی وو.
د هلمند د عامې روغتیا رئیس عنایت الله غفاري تاند ویبپاڼي ته وویل چې دوی ته د دوو مړو جسدونه او ۳۵- تنه زخمیان رسېدلي دي.
اوس پر دغه وحشتناکه ترهګریزه پېښه باندې هر څومره اوږد بحث کېدای شي مګر موږ به یې یوازې دغه یوه کونج ته درسره تم شو چې هغه په دغه حادثه کې د یوې مسلمانې افغانې سپین سرې ښځې شهادت دی، په داسې حال کې چې د خدای تعالی کلام (قران عظیم الشان) یې په لاس کې او د پېښې ښکار شوه!
دې خو خپل پاک روح پاک الله (ج) ته وسپاره او دلته خو د انسان مرګ تر هر څه اسانه و ساده دی او عام ولس مو هم دومره د مرګ- ژوبلې خبرونه واورېدل چې نور یې نو دغه ډول پېښې چندانې نه ځوروي، دغسې یو نا انساني وضعیت پر خپل ځای یوه فاجعه ده مګر ډېره دردوونکې صحنه خو دا وه چې د برید په ځای کې الهي کلام پاڼې- پاڼې سره پاشلی وو او زموږ د مسلمان او سخت معتقد ملت لپاره دغسې یو دین ضد عمل و حالت څنګه د منلو وړ ګرځېدای شي؟
نور اساسي سوالونه دا دي چې د عظیم الشان قرآن د دغې لویې بې حرمتۍ مسؤلیت چا ته راجع دی؟
د دې کفاره باید څوک ور کړي؟ او کفاره یې باید څه وي؟ دا هغه پوښتنې دي جې هر هلمندي او هر افغان انسان ته راجع دي.
کله چې په امریکا، ډنمارک، فرانسه یا بل هیواد کې زموږ د ستر او مقدس کتاب بې حرمتي کېږي نو موږ یې د دفاع لپاره پر ځانو لازمه ګڼو چې خپل ږغ پورته کړو، مظاهرې وکړو او دغسې ناوړه پېښه کلکه وغندو مګر کله چې د دین او جهاد په نوم هم پخوا ورته د دین د سپکاوي حادثې پېښې شوي، هم دا دی تازه په تازه مو اوس ولیده او هم به په اینده کې د دغسې خدای ضد پېښو شاهدان یو نو اوس د مسلمانانو په توګه زموږ مکلفیت څه دی؟ څوک چې ځان ته مؤمن مسلمان وایي نو د دغه مکلفیت څخه غاړه نه شي غړولای او باید خامخا یې د حل و مخنیوي پر لارو- چارو حتمي غور وکړي؛ ودان افغانستان ګوند خپل غور او نظر در سره شریکوي:
موږ باور لرو او دغسې ناوړه پېښې مو دې منطقې نتېجې ته رسوي چې جنګ په هر حال، هر ځای او هر چا له خوا نه بخښل کېدونکی جنایت دی چې هم د خدای تعالی د مظلومو بندګانو لپاره تباهې ده او هم زموږ د ستر پروردګار د اقدس شان و عظمت سپکاوی پکښې نغښتی دی چې دا نه زموږ لپاره د زغم وړ ده او نه هم باید د هېڅ مسلمان افغان لپاره د برداشت وړ و اوسي.
هیله ده چې نور نو د دغسې ناروا حوادثو د مخنیوي لپاره ټول افغانان په ټول افغانستان کې په یوه سلا د سر تاسری سولې لپاره لاسونه سره ورکړي او د خپل دین، وطن او ملت د حیثیت ساتنې لپاره هر ډول جنګ و جنایت ته (نه) ووایي.
بله هېڅ لار نشته!