ټاکل شوې ده چې د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو استازو ترمنځ د مارچ لومړۍ اونۍ مخامخ خبرې وشي. دغه پرېکړه د څلور اړخیزې غونډې په پایله کې وشوه چې څلورمه غونډه یې د سه‌شنبې په ورځ په کابل کې دایره شوه. د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغانستان، پاکستان، چین او امریکا پدې سلا شوي چې د مارچ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې په اسلام‌اباد کې د سولې خبرې وکړي.

سوله له چا سره؟

وسله وال طالبان عملا له انشعاب سره مخ دي. د اخترمحمد منصور له ډلې سربېره، د محمدرسول ډله هم موجوده ده. له بلې خوا په فاریاب کې د طالبانو نوې ډلې د موجودیت اعلان کړی دی. همداراز په پکتیکا کې د عبیدالله هنر په نامه د طالبانو یوې ډلې انشعاب کړی دی. آیا شونې ده چې لدغو ټولو ډلو سره په یوه وخت کې خبرې وشي؟ پداسې حال کې چې د دوی مشري یوه نه ده. بل لور ته د پاکستان ټينګار دا دی چې پر ټولو طالبانو نفوذ نه لري.

پدې اړه دوو ټکو ته اشاره مهمه ده:

  • افغان ولسمشر پر طالبانو او د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي څخه غوښتنه کړې چې د سولې له خبرو سره دې یوځای شي. لکه څنګه چې حزب اسلامي په څو ډلو وېشل شوې (د ارغندېوال په مشرۍ کابل مېشتی حزب اسلامي، د سباوون په مشرۍ د حزب اسلامي د شوراګانو ټولنه او د حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي) همدا شان طالبان هم په څو ډلو وېشل شوي دي، خو د دغو دوو ترمنځ توپیر دا دی چې حزب اسلامي پخپلو کې جګړه نه کوي، اما طالبان په جګړه کې کېوتې دي (د محمدرسول او اخترمنصور ډله، همدا اوس په غزني کې په خپل منځي شخړو کې ښکېل دي، لدې وړاندې یې په زابل کې جنګ کړی او په فاریاب کې هم د دغو ډلو ترمنځ جګړه دوام لري. همداراز د هیواد په لوېدیځو ولایتونو کې د رسول ډله د پياوړتیا او منسجم کېدو په حال کې ده). پدغسې حالاتو کې ټولې هڅې دا وي چې قوي لوری له مخالفت څخه راوګرځول شي. د وسله والو طالبانو تر ټولو پياوړې ډله، د اختر محمد منصور ده. له همدې امله دغې ډلې ته لومړیتوب ورکړل شوی. خو د سولې بلنه د ټولو لپاره ده.
  • د پاکستان ټینګار دا دی چې پر ټولو طالبانو نفوذ نلري. په افغانستان کې د پاکستان اهداف مشخص دي. اسلام‌اباد او راولپنډۍ د دې لپاره چې توانېدلي و اوسي، خپل اهداف ترلاسه کړي، نو پر طالبانو له پوره نفوذ څخه انکار کوي. د دې لپاره چې توانېدلي و اوسي، په راتلونکې کې وسله وال طالبان د فشار یوه اهرم په توګه وکاروي، نو انکار حتمي دی. خو دا چې په وروستیو کې پر اسلام‌اباد د بیجنګ او واشنګټن فشارونه زیات شوي، دا خوشبیني شته چې دا ځل به پاکستان ريښتینی وي. د دغې خوشبینۍ یقیني کولو او عملي نتایجو ترلاسه کولو په موخه مهمه ده چې امریکا او چین پر پاکستان خپلو فشارونو ته دوام ورکړي.

د جګړې زیاتوالی

روان لمریز کال، تر ټولو خونړی بلل شوی خو د سولې په اړه وروستیو تحرکاتو ته په کتو، دا ویل کېدای شي چې راتلونکې کال کې به هم جګړې دوام ولري. د افغان حکومت لخوا جګړې ته آمادګي ښودل شوې او یادونه شوې چې جنګي تکتیک بدلون مومي. د اردو چارواکو ویلي، جګړه به دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته بدله شي. له بلې خوا طالبان په ژمي کې فعال پاتې شول او ځينې سیمې یې لاندې کړې. پدغو سیمو کې یې خوندي ځایونه جوړ کړي چې د پسرلي په پیل او د هوا له ګرمېدو سره به نښتې شروع شي.

طالبان هوډ درلود چې په ۲۰۱۵ کال کې خپلو اهدافو ته ورسيږي څو د سولې په خبرو کې د یوه امتیاز په توګه یې مطرح کړي، دا چې د سولې خبرې پيلېدونکې دي او جګړه، نظامي قوت، د زیاتو سیمو کنټرول او … پدغو خبرو کې د امتیازاتو په توګه مطرح دي، نو دا ویل کېدای شي چې په را روانو اونیو کې به جګړه شدت ومومي، څو دواړه لوري په خبرو کې د زیات امتیاز ترلاسه کولو لپاره، ډېر څه په واک کې لري. اما دغه جګړه به د افغانستان د بقا جګړه وي.

د جنګ پلمه

د روان جنګ تر ټولو اصلي پلمه د بهرنیو موجودیت دی. پر همدې اساس طالبان د بهرنیو ځواکونو وتل غواړي، خو اوس وخت کې د بهرنیانو موجودیت قانونمند شوي او د نړيوالو قوانینو او اصولو په رڼا کي په افغانستان کې حضور لري. د پخوا برخلاف د جنګ رهبري د بهرنیانو پر ځای د افغانانو په لاس کې ده. (له قانوني اړخه د بهرنیو قواوو حضور، د مذاکرې وړ دی او شونې ده چې له طالبانو سره پدې برخه کې خبرې وشي چې تر ډېره حده دواړه لوري به یوه تفاهم ته ورسېږي).

طالبانو د همدغه اصل پر بنسټ مخالفت ته دوام ورکړ او د یوه دستاویز په توګه ترې استفاده کوي، خو په څلور اړخیزه غونډه کې د خبرو له پیل سربیره تاکید شوی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ به ګډه کميټه جوړيږي. دغه کميټه د دواړو هيوادونو د علمای کرامو حمایت راجلبوي او په افغانستان کې به د روان جنګ او تشدد پر ضد فتوا ورکوي.

د طالبانو لویه پلمه د خبرو له لارې له منځه تلوونکې ده. دا چې دوی په اسلام‌اباد کې خبرو ته حاضر شول (د مري خبرې) او دا چې دوی به بیا هم په اسلام‌اباد کې د سولې په خبرو کې ګډون کوي، د افغانانو د دې داعیې اثبات دی چې طالبان د پاکستان له قوي ملاتړ څخه برخمن دي. په اسلام‌اباد کې د دوی له حضور او ظهور سره، د قضیې سیاسي اړخ حل کېدونکی دی. دیني اړخ یې د دواړو هيوادونو علماوو پورې تړلی چې د فتوا صادرېدو له لارې به ورته رسيدنه وشي.

لدې سره د جنګ پلمې ختمېدونکي دي. خو د دوام په صورت کې به په ټول شدت سره ځپل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *