د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجير سيمې اوسېدونکي او ټولينزې شورا له غړي معلم محمد ابراهيم سره ځانګړې مرکه ولولئ.

ښاغلى معلم محمد ابراهيم هغه وطن پرست او پر علم مين انسان دى، چې د هلمند ولايت د نادعلي ولسوالۍ په چاه انجير سيمه کې يې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د دغې سيمې د سوځول شوي ښوونځي زده کوونکو ته په خپله شخصي ځمکه کې خېمې درولي او زرګونو زده کوونکو ته يې د زده کړي زمينه برابره کړې.

نوموړى وايي شاوخوا درې کاله وړاندې يې پر کلي وسله والو مخالفينو بريد وکړ، چې په ترڅ کې يې د چاه انجير د عالي لېسې په ګډون يو شمېر نور د عامه ګټې اخيستنې ځايونه له منځه ولاړل، خو هغه وايي چې له بريد وروسته لاس تر زنې نه دى کښېناستلى او شاوخوا دوه زره درې سوه زده کوونکو ته يې تر شنه اسمان لاندې ١٤ خېمې درولې او د سيمې ټول زده کوونکي يې د زده کړې لپاره ورته راغونډي کړي دي.

ښاغلى معلم محمد ابراهيم نوره کيسه داسې کوي: “د چاه انجير  عالي لېسه درې کاله وړاندې د وسله والو د بريد پر مهال وسوځول شوه او دغه سيمه د جګړې له کبله په سره تنور بدله شوه، چې د زده کړې په ګډون د سيمې د اوسېدونکو ژوند له سختو ستونزو سره مخ شو او د يادې ليسې زده کوونکو نه شواى کولاى، چې زده کړو ته نور دوام ورکړي، زموږ کور د چاه انجير د عالي لېسې په شپږ سوه کيلوميترۍ کې پروت دى، د يادې لېسې د مدير سره په همږغۍ مې په خپله سراچه کې د ويجاړي شوې ليسې ټول نارينه او ښځينه زده کوونکي زده کړو ته يو ځل بيا راوبلل، اوسمهال تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.”

نوموړى زياتوي، د جنګ او جګړو له کبله يې د ولسوالۍ ښوونيز بهير زيات اغېزمن شوى او بې شمېره زده کوونکي له پوهې ليري د جنګ ښکار شوي او آن وژل شوي دي.

هغه وايي، په ياد ښوونځي کې اوسمهال زيات شمېر استادان تدريس کوي، چې په وينا يې زده کوونکي او د هغوى کورنۍ ورڅخه خوښې دي، هغه له دولته غواړي، تر څو د چاه انجير عالي لېسه يو ځل بيا جوړه او ټول امکانات ورته برابر کړي.

ښاغلى معلم صاحب ابراهيم زياتوي: “د چاه انجير سيمې استادان ډېر سپېڅلي او وطندوست دي، پرته له هر ډول عذر او ناغې هره ورځ ښوونځي ته راځي او زده کوونکو ته تدريس کوي، زموږ د ښوونځي درانه استادان، زده کوونکي او د زده کوونکو کورنۍ له دولت او وسله والو هيله لري، چې د ښوونې پر وړاندې پراته خنډونه له منځه يوسي او زده کوونکو ته په ارام چاپيريال کې د زده کړې اجازه ورکړي.”

نوموړى وايي، دا چې زده کړه پر هر نر او ښځې فرض ده، نو د ټول هېواد د ماشومانو تر څنګ د چاه انجير سيمې نارينه او ښځينه زده کوونکي هم بايد له زده کړې محروم نه شي او پرېښودل شي چې د خپل برخليک د روښانولو په موخه زده کړې تر لاسه او په جنګ، تباهۍ او ناورين کې د مبتلا کېدو پر ځاى د زده کړې په ګاڼه وپسولل شي.

One thought on “د جنګ په لومړۍ کرښه کې زرګونو زده کوونکو ته زمينه ساز اتل/م، عزت الله امید”
  1. خیر ویسې تا نده همداسې خبرونه خپروه. که ژوندی وم اودرغلم ما هم که معلم نه وي د معلم مرستیال مقرر کړﺉ، وړبا درس به ورکوم او سکرونه به کاږم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *