ستاسو لپاره ښايي د قومي او جهادي اشرافیت اصطلاح نوې وي، له دې نه هدف هغه سوچ او ذهنیت دی چې په تېرو څوارلسو کالو کې زموږ په قومي او جهادي  سیاستوالو کې را پيدا شوی دی او د دوی ترمنځ ښه په تیزۍ سره د پراخیدو په حال کې و؛ خو د نوي  حکومت په راتلو سره یې وده ټکنۍ شوې ده او ورځ تر بلې نزولي حرکت کوي او په شا روان دی.

کله چې په یوه ټولنه کې یو خاص قشر رامنځته کېږي، د دې لپاره چې له نورو سره یې فرق وشي؛ دوی ناچاره دي چې په راکړه ورکړه، کړو وړو او ظاهري چلند کې تغییر راولي، څو عامو وګړو له نظره خاص او مهم ښکاره شي، دغه نوي کړه وړه د وخت په تیریدو په یو فرهنګ بدلیږي، بیا نو دوی دنیا ته د همدغه نوي ایجاد شوي فرهنګ او ذهنیت له نظره ګوري او خپل ځان په کې تثبتوي چې څومره اوبو کې دي. دلته د قومي او جهادي سیاست پر زوال نه غږیږو بلکې دغه سیاست چې په ټولنیزه برخه کې کوم فرهنګ رامنځته کړی دی، د هغې په زوال غږیږو، سره له دې چې قومي او جهادي سیاست او د هغو فرهنګ یو بل سره مستقیمه اړیکه لري، که فرهنګ یې له زوال سره مخ وي، طبیعي ده چې سیاست یې هم شکست خوړلی دی، خو موږ به د ځینو بېلګو په وړاندې کولو هڅه وکړو د دغه فرهنګ د زوال ځینو نښو نښانو ته اشاره وکړو.

غلا، چور، چپاول، رشوت، کبر، غرور، روب داب اچول او د خلکو ډارول، په خورا دبدبه، شان او شوکت ګرځیدل او لنډغري د دغه فرهنګ عمده اجزاوې او عناصر دي. که د هر شخص په خوی او خواصو کې یاد عناصر ولیدل شي، د همدغه فرهنګ په چوکاټ کې هغه کس محترم، د عزت او منزلت خاوند بلل کېږي. له بده مرغه دلته له تېرو څوارلسو کالو را پدېخوا د یاد سیاست او په همدغه معیارونو د قدرت د ویش له امله داسې ټولنیز بستر او قالبونه رامنځته شول چې یادې منفي پدیدې په کې بیا بیا تولید شوې او دا به تر هغو تولیدیږي تر هغو چې دا قالبونه له منځه لاړ نه وي، که قالبونه موجود وي د هغې له منځه دا فرهنګ بیا سر را پورته کوي، دا چې څنګه دغه قالبونه رامنځته او بیا دومره پراخ او لوی شول چې د ټولنې اخلاق، ټولنیز روابط او هر څه ورنه اغیزمن شول، ناچاره یو څوارلس کالو مخکې وخت ته وګرځو.

څوارلس کاله پخوا د بن په کنفرانس کې زموږ د نوي نظام اساس کېښودل شو، همالته واک په قومي اساس وویشل شو، په قومونو کې هم دا واک هغه چاته ورکول شو چې جهادي سابقه یې درلوده او په یو نه یو جهادي تنظیم پورې تړلی و، نو دلته دغه شخصیتونه نه یوازې د قومونو استازي بلل کېدل؛ بلکې ځانونه یې د افغانستان د جهاد میراث خواره بلل او واک او قدرت یې خپل مسلم حق بللو، په همدغه منطق دوی بېلابېل ولایتونه، وزارتونه او ادارې په خپل واک کې واخیستې او د واک په سرچینو یې داسې منګولې ښخې کړي چې د وخت په تېریدو سره له هر یوه څخه میلیونران جوړ شول او د پریمانه شتمنیو ترڅنګ یې په خپل قوم او ټبر کې یو خاص اجتماعي منزلت او موقعیت هم پیدا کړ.

دغه جهادي او قومي مشران چې یو وخت به یې موږ ته ویل چې له خوندونو، جاه طلبۍ، مقام او منزلت او دنیايي چارو سره له مینې محبته ځان لرې ساتئ خپله د همدغو کارونو سرلاري شول. دوی د خپلو ویناوو برعکس د خپلو عملونو له لارې خلکو ته داسې طرز فکر ورکړ چې دلته کامیاب سړی هغه دی چې ښه غلا وکړي او بیا لکه د دوی په څير خوراک، جامې، کور او موټر ولري، نو د دوی د طبقي او قشر د توجه وړ ګرځي او خپل ځای ځایګی ټولنه کې تثبیتولی شي.

جهادي او قومي ټیکه دارانو ته چې کله واک ورسید، نو خپلو زړونو کې د ساتلې عقدې د سړولو لپاره یې اشرافي ژوند ته مخه کړه، ځکه دوی بل کوم کمال او مسلک نه درلود چې په هغه میدان کې خپل ځانونه وځلوي، نو په دې توګه یې تجملي او په عین زمان کې لنډغرۍ ژوند ته مخه کړه، څو له نورو ته ځان مهم او ځانګړی قشر معرفي کړي، جالبه دا چې دوی خپل دغه کړنو ته د دیني مفاهیمو له لارې توجیهات ولټول، لکه استاد سیاف چې د مجاهدینو په یوه غونډه کې پر هغو کسانو چې د مجاهدینو شتمنۍ نشي زغملی غږ وکړ ( به خدا داده ګان ستیزه مکن خدا داده ګان را خدا داده است.)

د قومي او جهادي اشرافیت د زوال نښې:

اول، تېرو ټاکنو کې هم قومي او جهادي عنصر جوت و، رایې په همدې اساس ورکول شوې، ځکه د رایو اکثره بانکونه همدغه زورمندانو سره ول، خو له هغې وروسته چې کوم حکومت رامنځته او کابینه جوړه شوه، نو که موږ د نوي حکومت په جوړښت کې د افرادو او شخصیتونو ټولنیز او سیاسي پس منظر ته وګورو، لیدل کېږي چې اکثریت مطلق یې د منځنۍ طبقې خلک دي، ټول پخواني لوبغاړي نظر انداز کړای شول او بیخي نوې او ځوانه کابینه رامنځته شوه، دا منځنۍ طبقه خپلې ستونزې او ګټې دواړه لري، ګټه یې دا ده چې که دغه نوي حکومتي مدیران او رهبران په خپلو کارونو کې پاتې راشي ولسمشر کولای شي په ډېره اسانۍ يې له صحنې لري کړي، که له دندو لري شي، دا چې دوی ټولنیز ملاتړ نه لري، د لري کېدو په صورت کې دوی دا توان نه لري چې د خپلې چوکۍ د ساتلو لپاره خلک د حکومت په ضد لارو کوڅو ته را وباسي او پر حکومت فشار راوړي. د کرزي په حکومت کې به چې کوم چارواکی ته چا لاس ور وړ نو سم له لاسه به ورته قومي او جهادي رنګ ورکول کېده او خلک به یې لارو کوڅو ته راوویستل او کرزی به مجبور شو چې هغه کس په خپل ځای پریږدي.

دویم، دغه نوي رهبران او مدیران که څه هم ځیني یې د ملي یووالي حکومت د تفاهم له امله د ډاکټر عبدالله د انتخاباتي کمپاین له کمپ نه معرفي شوي؛ خو دا چې ولسمشر په هغو کې هم هغه کسان ټاکلي چې ورته ټولنیز بګروانډ او پس منظر لري، حتا د عبدالله له خوا معرفي شوي وزیران هم په دې پوهیږي که چیرته دنده سمه تر سره نه کړي، نو ولسمشر به یې له دندې لري کړي، چې د لري کېدو په صورت کې یې د بیا وزیر کېدو چانس نشته؛ ځکه د ده په ځای به ډاکټر عبدالله یو بل کس له خپل کمپ نه معرفي کوي، نو ښه دا ده چې همدا چوکۍ وساتي او د ولسمشر اصلاحي پروګرامونه په ښه توګه ترسره او د ولسمشر اعتماد له ځان سره ولري.

درېیم، ولسمشر غني په ډېره ډیموکراټیکه توګه، داسې فضا رامنځته کړه چې قومي او جهادي ټیکه داران څنډې ته کړي او د هغوی فرهنګ او اشرافیت ته کلکه صدمه ورکړي، مثلا ولسمشر د شاروالۍ جامې واغوستې او په تشریفاتي توګه یې جارو لاس کې ونیوله او په دې توګه یې وښوده چې ولسمشر کوم فوق العاده شخصیت نه دی؛ بلکې د نورو په څير یو عام انسان دی چې د خلکو له منځه د خدمت لپاره ګمارل شوی دی. په قومي او جهادي اشرافیت کې بازار ته پياده تګ، بي موټره او باډه ګارډه ګرځيدل او بیا جارو لاس کې نیول یو شرم او عار ښکاری؛ خو کله چې د ولسمشر دا ډول کارونه د خلکو له هرکلي سره مخ شول، قومی ټیکه داران هم پوه شول، چې اوس په خلکو د نفوذ د ترلاسه کولو قاعده او لارې چارې بدلې شوي، د افغانستان په ډېرو ښارونو کې خپله همدغه جهادي قوماندانانو د خلکو د پام را اړولو لپاره د شاروالۍ جامې واغوستې او د سړکونو جارو کولو ته را ووتل، چې دا خپله پر دغه اشرافي فرهنګ یو دروند ګزار او لوی بدلون ګڼل کېدای شي.

څلورم، د ثور اتمه د مجاهدینو د بریالي کېدو ورځ چې له تېرو څوارلسو کالو په ډېره شانداره توګه نمانځل کېده او د حکومت ډېرې پیسې ورباندې لګېدې، ولسمشر دغې ورځې ته هیڅ ارزښت ورنه کړ، کله چې د مجاهدینو فشارونه پرې زیات شول، دا ورځ یې د ثور په دولسمه هغه هم د ارګ په دننه کې په داسې توګه ونمانځله چې د هیڅ متنازعه جهادي قهرمان عکس هلته نه و لګېدلی او ورسره یې دا بحث راپورته کړ، چې د افغانستان ټولو قومونو د کمونیستي نظام په ضد فداکارۍ کړي او دا لاسته راوړنې د یوې ډلې ټپلې ملکیت نه دی؛ بلکې دا د ټولو افغانانو ګډ افتخار او ارزښت دی، چې اوس د یو څو تمامیت غوښتونکو تنظیمي مشرانو له خوا انحصار کړای شوی دی. ولسمشر له دې لارې خلکو ته دا پیغام ورکړ چې جهاد او جهادي ارزښتونه د ټولو ملت شریکه پانګه ده او هیڅوک حق نه لري، چې دا هر څه  یوازې تر ځان او خپلې ډلې محدود کړي، دا خپله په جهادي او قومي فرهنګ یو دروند ګزار و. ولسمشر غني د احمد شاه مسعود او استاد رباني په څير د شهیدانو په مراسمو کې هم برخه وانخیسته، یوازې د همدردۍ او خواشینۍ د یو پیغام له لارې د زورورو جهادیانو نه ځان خلاص کړ.

پنځم، پخوا د قدرت د ویش قاعده داسې وه چې په قومي کانالونو به ویش کېده، د دې لپاره چې خلک قدرت ته ورسیږي او له واکه برخمن شي، نو د قدرت د ترلاسه کولو لپاره یې د قومي شوراګانو جوړولو ته مخه وکړه، بیا به د دغې قومي شورا له خوا حکومت ته کسان معرفي کېدل چې په دندو وګومارل شي؛ خو ولسمشر غني د ولسمشر کېدو سره سم خپل قومي تخلص لري کړ، چې دې کار ټولو ته دا پیغام ورکړ چې نور د قوم او قبیلې په نوم قدرت کې شریکېدل ګران کار دی، نو دغه شوراګانو خپل ارزښت له لاسه ورکړ، فعالیتونه یې کمرنګه او حتا ډيرو د ولسمشر په پل ګام کېښود او له قومي تخصلونو تیر شول، بله خوا قومي سیاسي شخصیتونو به چې پخوا پر حکومت نیوکه وکړه، نو حکومت به د هغوی د غلي کولو لپاره امتیازات ورکول، چوکۍ او منصبونه به ورکول کېدل، خو دا ځل چې دوی په هر نامه لارو کوڅو ته راووتل یا یې هم هر څومره له خپلو قومي رسنیو پر حکومت فشار راوړ، تر اخره ولسمشر په دغه مورد کې دوی سره ونه کتل او همداسې یې نظر انداز او اګنور کړل.

شپږم، پخوا به په اخترونو او نورو ملي ورځو کې ارګ ته یوازې قومی او جهادي اشراف بلل کېدل، اول صف کې به ناست ول، غونډه به همدوی پيلوله او د لمانځه وخت کې به هم اول صف کې همدوی ولاړ ول؛ خو دا ځل داسې ونشول، د دغه اشرافو په ځای د ټولنې بېلابېل اقشار ارګ ته وغوښتل شول، لکه ښځې، امنیتي منسوبین، یتیم ماشومان، د شاروالۍ کارکوونکي، ښوونکي او د ناحیو او ګذر وکیلان ارګ کې حاضر ول، ولسمشر له دې لارې خلکو ته وښوده چې ارګ یوازې د قومي او جهادي ټیکه دارانو ملکیت نه دی او نه یوازې د هغوی د ګټو ساتندویه دی؛ بلکې ارګ هر افغان ته، که هغه د هر قشر وي ځواب ګویه دی.

اووم، غلا، چور چپاول، رشوت که څه هم ورک شوي نه دي؛ خو د لویو غلاوو د مخنیوي لپاره ولسمشر د تداراکاتو چارې خپله څیړي، اکثره قراردادیان چې همدغه جهادي او قومی اشراف ول، قراردادونه ورنه واخیستل شول، یا هم د پخوانه په کمه بیه ورکول شول، چې کله په دغو اشرافو د قرادادونو له لارې پریمانه پیسې بندې شوې، نو دوی خپل اشرافیت ته دوام نشي ورکولای، مجبور دي ځانونه د عامو خلکو په څير کړي او خپل فرهنګ ته تغییر ورکړي.

اتم، نمانځنې، مډالونه، معنوي القاب چې پخوا د جهاديانو په نوم ول، دغه امتیازات هم له خاص قشر نه راووتل او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو خلکو ته ورکول شول، موږ ولیدل چې د لومړي ځل لپاره د هېواد د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت هنرمندانو، لیکوالو او پوهانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکول شول، په داسې ورځو کې به دا امتیازات او فوق العاده رتبي یوازې د جهادي او قومی اشرافو ملکیت ګڼل کېده او هیچا حق نه درلود تر دوی مخکې دا شیان ترلاسه کړي.

پایله:

د حکومت یادو کړنو په ټولنیزه برخه کې په ولس کې د منفي کارونو پر وړاندې یو حساسیت رامنځته کړی دی، په نسبي توګه خلک اوس په دې شرمیږي چې د قومي ټیکه دارانو ترشا ودریږي او د هغو له غلاوو دفاع وکړي، پخوا دا غلا د دوی یو مسلم حق ګڼل کېده؛ خو اوس په اکثره قومونو کې غلو ته د هماغه قوم د روشنفکرانو له خوا په بده سترګه کتل کېږي، دغو ټولو کارونو په ټولنه کې یو ملي شرم رامنځته کړی، اوس هم بې عدالتی او فساد ښه پریمانه دي، له دې انکار نشي کېدای؛ خو فرق یې دا دی چې اوس لږ تر لږه څوک په افتخار رشوت نشي اخیستی، په افتخار یو څوک توهینولی او رټلی نشي، ځکه ټولنیز وجدان هم رابیداره شوی دی، د داسې پېښو په مقابل کې سخت عکس العمل ښکاره کوي، خواله رسنیو کې يې پر وړاندې د خلکو کرکه راپاریږي، له همدې ویرې اوس دوی ډير احتیاط کوي او هڅه کوي د سیاسي لوبې او فرهنګ له نوې قاعدې سره ځان برابر کړي؛ خو لا هم ستونزې شته، دا حکومت د پخواني په پرتله اکثریت د منځنۍ کچې له خلکو جوړ دی، دا خلک له یوې خوا نوي دي او له بله پلوه هغومره شخصي قدرت او زور نه لري، لکه جهادي او قومي ټیکه دارانو چې درلود، ښايي منصب او یا هم د شخصي امنیت له ویرې د زورواکو په ضد جدي اقدامات ونشي کړای؛ خو حکومت ته په کار دي چې له همدغه قشر سره کلک ودریږي او د قانوني اقداماتو د کولو په وخت کې د خپلو دغو نویو حکومتي رهبرانو او مدیرانو ملاتړ وکړي. چې دغه زوال لا پسې ګړندی او بیخي له منځه لاړ شي.

2 thoughts on “د جهادي او قومي اشرافیت تدریجي زوال/ خوشال خلیل”
  1. Dear Khoshal !!!
    See Your New President with cabinets, See your Young Governor in Qundos What he did for people of Qundos in near one year, Our (Qaomi) governor keep in past 15 years all Provinces under controls But see today the Talib & Daish came from hole of Mountains to City of Qundos & all province.
    Our Nation is (Qabilawy ) with out (Qumi Mashir the Gov.. Not keep the Gov… for long time.
    The Example Just see the (7-Soor-1357) Gov of Taraki who Made cabinet from Just Camonists & sent the all ( Malik,Qumi Misher & Mola to Jill) for who long he was presdent? I thing your Idia like him???

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *