تاند- د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا له ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغوښتل چې د بلخ د پخواني متمرد والي خلاف قانون پلی کړي.
د جهادي او ملي ګوندونو د عالي شورا ريیس سید حامد ګیلاني نن /دوشنبه/ وویل«دا د حکومت او حکومتي چارواکو مسوولیت دی چې قانون بې توپیره په ټولو، که هر څوک وي، یو شان تطبیق کړي.»
ښاغلي ګیلاني، چې په یوه یوه خبري غونډه کې ږغېده، په عین حال کې له دواړو خواوو، حکومت او جمعیت ګوند، څخه وغوښتل چې د خبرو له لارې مسله حل کړي.
«موږ د ملي یووالي له حکومته هیله لرو چې له سیاسي تحریکونو سره مثبت تماسونه ونیسي او د هغوی نظرونو ته درناوی وکړي. موږ له سیاسي خواوو هم هیله لرو چې خبرو ته حاضر شي او له هر هغه اقدامه ډډه وکړي چې د بې ثباتۍ سبب کېږي.»
تر دې وړاندې د افغانستان د مشرانو جرګې ريیس فضل هادي مسلمیار وايي، د بلخ پخوانی والي، عطا محمد نور دې د بدماشۍ پر ځای د هیواد اساسي قانون ته درناوی وکړي.
ښاغلي مسلمیار غوښتنه وکړه چې د بلخ د پخواني والي له لوري راپورته کړای شوې لانجه دې د قانون له لارې حل شي.
د بلخ والي، چې د ولسمشر له لوري یې استعفا منل شوې او رسماً یې پر ځای انجنیر محمد داوود د مرکزي حکومت له لوري ټاکل شوی دی، وايي چې استعفا نه مني او هیڅ قدرت نه شي کولی چې دی د بلخ له ولایته لېري کړي؛ مګر دا چې له ده سرجوړجاړی وشي.
بسم الله الرحمان الرحیم
فان تنازعتم فی شیء فردوه الی الله والرسول ان کنتم تؤمنون بالله والیوم الاخر
د مجاهد دریځ باید همدا وی چی قرآن کریم یی وایی نه دا چی د آفتابی ۱۶ کلن فساد ،غصب او جنایاتو د پاسه بیا هم شرایط او امتیاز!!! د مفسدینو د امتیازطلبی دوره آخر ته رسیدلی نور خادم المفسدین نشته.
زموږ ګنګ ارګ نشین علما دی هم باید وضاحت ورکړی چی حکومت یا عطا څه وکړی ؟ که نه وارثان د انبیاء علیهم السلام نه یاست ؟ یا تاسی هم لکه ځینی وکیلان ډالر ډالر او بیا هم ډالر غواړی؟ زما عقیده خو دا ده چی الله رب العزت تر هرچا ښه اجر ورکوونکی دی ،تر هرچا ښه حامی او عزیز ذوانتقام ذات دی نو اول او قاطع غږ باید د مجاهدو علماوو وی
پداسی حال کی چی یو جاهل ،غل ،ملی خائن او باغی ته هم چونګ نشی کولی نو باید تجدید ایمان وکړی د رسول الله مبارک صلی الله علیه وسلم مبارک قول من رءا منکم منکراا …. او نور قرآنی او نبوی هدایات مو هیر شول؟