يوه انډيوال مي کيسه راته کوله چي په يوه مجلس کي سياسي بحث روان و. يو چا ويل چي لږ او ډېري رايي مهمي نه دي،  ډاکټر عبدالله مجاهد دی، هر څه چي کېږي بايد د افغانستان ولسمشر سي. ما ورته وويل چي کله د تخصص، لياقت، کاري سابقې او تقوا خبره ياده سي، نو تاسي د جهاد خولۍ ته اشاره کوئ او ځان تر نورو مستحق ګڼئ. که تاسي په رښتيا عقيده لرئ چي جهاد يو عبادت و او دا عبادت بايد اول د الله (ج) د رضا لپاره وي او بل بايد چي د خپلو شرطونو له مخي ادا سي، نو بيا خو هيڅ اندېښنه مه کوئ. په اخيرت کي به هر څه معلوم سي، که جهاد مو په رښتيا د خدی لپاره و او خدای (ج) قبول کړی و، نو خامخا به يې الله (ج) اجر درکړي، خو که پوهېږئ چي د جهاد نيت مو  د خدای لپاره نه و او شرطونه مو يې هم نه وه پر ځای کړی  او يوازي واياست چي روسان مو مات کړل، موږ يې عوض او اجرونه د اخيرت پر ځای په دې دنيا کي غواړو، نو راسئ چي حساب سره وکړو او هر مجاهد ته د هغه د جهاد په اندازه عوض او حق الزحمه وټاکو.

د فرد جهاد، د ډلګۍ مشر جهاد، د لوی قوماندان او امير جهاد او باالاخره د جهادي رهبر جهاد. دغه ډول به هر ډول جهاد ته هم خپله بيه وټاکو، د سر جهاد، د مال جهاد، د ژبي جهاد، د قلم جهاد او نور ډولونه يې. د جهاد له پيله بيا تر پايه به د هر مجاهد هلي ځلي، کارنامې او برياوي حساب کړو او بيا به هرې بريا ته مالي بيه وټاکو، وروسته به دا قيمتونه سره جمع او عمومي بوديجه به ځني جوړه کړو. بيا به د جهاديانو جايدادونو، په بانکونو کي د هغوی ډالرونو، د جهاد په تخصص لوړو دولتي پوسټونو، په خپل منځي جنګونو کي بې ګناه وژل سويو خلکو، چورسوي بيت المال او د جهاد په نوم نورو امتيازونو ته هم بيي وټاکو، دا به هم سره جمع او د جهاد له عمومي بوديجې څخه به يې منفي کړو. که تر جهاد مو ډېر امتياز تر لاسه کړ، د مور شيدې مو سه ملت حساب نه درسره کوي، خو د خدای پر پار نور د جهاد په نوم تجارت پرېږدئ او يو بل کاروبار شروع کړئ، نور دا بېچاره ملت پرېږدئ چي خپل سرنوشت په خپله وټاکي.

 که فرض کړه د مجاهدينو حق بيا هم ادا نه سو او جهادي حق الزحمه يې ډېره کېدله، نو څه خپله ملي بوديجه، څه نړيوالي مرستي، څه ملي سوداګر، خو لنډه دا چي په هر ډول وي مجاهدينو ته به خپل حق ورکړو، په دې ډول به (جهاد خاندان) ته خپل حق ورسېږي او بيا به نه وايي چي دا ځمکه ځکه غصب کوم چي جهاد مي کړی دی، ماليه ځکه نه ورکوم چي مجاهد يم، قانون ته ځکه غاړه نه ږدم چي جهاد مي کړی دی، په دې ډول به نوي نسل ته لاره اواره سي، نوی نسل به د تخصص او استعداد پر بنسټ راوړاندي سي او نوی نظام به جوړ کړي.

 مجاهدين صاحبان به تر مرګه پوري په خپل جهادي تقاعدي معاش باندي ارام ژوند وکړي، کله چي مرګ راغی بيا خو به نو کار نور هم سم سي، بيا به نو د شېرپور ماڼۍ او څلور ښځي زړې سوي وي او ځای به يې د جنت ماڼۍ او حوري ونيسي، په دې ډول به هم مجاهدين مبارکان په دواړو جهانو کي ارام ژوند ولري او هم به د ملت د خوشالۍ او نېکمرغۍ له لاري څخه يو ستر خنډ ليری سوی وي.

0 thoughts on “د جهاد په نوم امتياز غوښتل تر څه وخته؟- عبدالنافع همت”
  1. همت صاحب ؟
    خداي وكري جه داخلك ستاد مفهوم خخه مثبته نتيجه وأخلي اوبه دي بوه شي جه وطن ورانونكو ته نه بلكه جور و نكو ته ضرورت لري،دا وطن جوراو جباونكو ته نه بلكه جوراوجباول شوو خاليكاوو دكونكوته ضرورت لري

  2. سلامونه او نیکی هیلی درنو لوستونکو ته
    که خبره د جهاد وی نو مجاهدین خو همدا اوس هم په غرونو کی دی نو بیا ښه خبره ده چی حکومت اسلامی حزب او طالبانو ته وسپارل شی. د تعجب خبره خو دا ده چی تر پرونه پوری همدی د وطن پلورونکو چی په خپل ملک یی د لوی لوی بمونو د وریدا غوشتنه کوله ښاغلی اشرف غنی احمدزی د نکتایی دار طالب په نامه یاداوه ولی نن ورځ ځآن مجاهد بولی او ښاغلی احمدزی ته د بی دینه او غیر مجاهد خطاب کوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *