ترتیب او تلخیص: محمد (خالد ملکزی)

د اسلام ژوند بخښونکی دین د پوهې او د قلم دین دی؛ له همدې کبله په قرآن عظیم الشان کې  هم د پوهې او د قلم ځانګړې یادونه شوې ده. که چيري مونږ د قلم د ارزښت په اړه یوازې همدومره ووایو چې: لوی څښتن تعالی په قلم باندې د قسم یادونه کړېده؛ نو بسنه به وکړي؛ لکه چې ارشاد فرمايی: ﴿ن  ــ وَ الْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ (سورت قلم ــ 1 آیت). 

ژباړه: نون _ په قلم باندې قسم او په هغه څه باندې چې (همدا قلم یې لیکي).  دکتور فایز یوسف محمد په خپل کتاب (قاموسُ الطلاب في الحِکمِ و الأمثالِ) کې په دې اړه وايي چې: (2): (القَلَمُ سَفِیرُ العقل).

 ژباړه: قلم د عقل غوره نماینده او سفیر دی. په عربي ژبه کې دا مشهوره مقوله د همدې معنا لري چې: د لیکوال عقل، فکر؛ او د هغه قلبي تمایل او لېوالتیا د هغه د قلم څخه ښه څرګندېدلی شي.  یو لیکوال د قلم په ژبه یوازې هغه څه لیکي؛ له کوم سره چې زیاته مینه ولري؛ او د کوم په اړه یې چې مخکې له مخکې له ځان سره فکر کړی وي. ځینې نور خو د قلم ځواک بیا د تورې څخه هم زیات ګڼي.  زما تکرارې خبرې نه خوښېږي؛ کنه نو دلته به مې د قلم د ارزښت په اړه یو څو نور مطالب هم له تاسو درنو لوستونکو سره شریک کړای وای؛ خو اوس رابه شو خپلې اصلي موضوع ته.

د بدر په تاریخي غزوه کې دبندیانو لپاره یوه علمي سیالي:

اوس به څو لحظې په خپل مخ کې  د اسلامي تاریخ زرېنې پاڼې راپرانېزو؛ او په اسلام کې به د بدر د لومړنۍ غزوې په اړه له ځان سره لږ فکر وکړو. له لږ فکر او ځنډ کولو وروسته به مونږ ته جوته  شي چې: مسلمانانو د بدر په تاریخي او مهمه غزوه کې د شپېتو (60) زندانیانو په شاوخوا كې بندیان نیولي ؤو. هغه څه چې دلته زمونږ لپاره مهم دي؛ دا نه دي چې: دا مشرکین او بندیان څوک ول؛ او نومونه یې څه ؤو؟ بلکې زمونږ لپاره مهم دا دي  چې: ولی نبي کریم ـــ د بدر د اسیرانو د خلاصون لپاره په زړه پورې میکانیزم را منځ ته کړ؟ 

دا ټول د دې لپاره تر څو د جهالت توری تیارې نور له دې ټولنې څخه کډه وکړي. شاید تاسو ته هم معلومه وي چې: د بدر په لومړنۍ غزوه کې ددغو زندانیانو د زندان څخه د خلاصون لپاره زمونږ ټولمنلي لارښود (رسول اکرم ـــ  ) خورا  آسانه شرط رامنځ ته کړی ؤ؛ او هغه دا چې: هر هغه زنداني به چې د مسلمانانو لسو (10) تنو ته د  خط لیکل ورزده کړل؛ نو هغه به د زندان څخه  خلاصېده. رسول اکرم ـــ  دا علمي سیالي د ټولو هغو کسانو لپاره اعلان کړې وه چې څوک په زندان محکوم شوي ؤو؛ او هر هغه چا به چې په دې پوهنیزه سیالۍ کې ګډون وکړ؛ او  عملاً به یې لوستل او لیکل صحابه کرامو ته ورزده کړل؛ نو هغه به د زندان څخه خلاصېده. 

دکتور راغب السِرجاني د مطالعې او پوهې د ارزښت په اړه یو په زړه پورې کتاب لیکلی دی؛ او د هغه کتاب (القرآءةُ منهجُ حیاةٍ) تر عنوان لاندی دی (3).  نوموړی په خپل همدې کتاب کې د بدر د تاریخي غزوې په اړه لیکي چې: لوستل، ليكل او نور د پوهې په ارزښتمنه ګاڼه باندې ګاڼلې کول(سمبالول)؛ د هر امت د مترقي ژوند لپاره دوه بنسټيز شرطونه دي.  واقعیت هم همداسې دی چې: د ښوونې او روزنې دنده، د ټولنې د پوهانو او مخکښانو یوه لویه او خورا درنده دنده ده چې مسؤلیت یې همدوی ته زیات متوجه کېږي. استاد راغب سرجاني  صاحب د بدر د تاریخي غزوې په اړه بیا لیکي چې: مسلمانانو په دغو ورځو کې مال ته زیاته اړتیا درلودله؛ او د دې لپاره ځینو خو دا غوره ګڼله تر څو د بدر زندانیان ژوندي وساتل شي؛ او له دې لارې هلته په مکه کې پر مشرکینو باندې سیاسي فشار را منځ ته  کړي. په دې اړه بیا د ځینو نورو وړاندیز دا ؤو: کاش کې چې همدا بندیان ژوندي وساتل شي؛ او په راتلونکي کې که چېرې کوم مسلمان د مشرکانو په لاس کې بندي پرېوزي؛ تر څو یې په مقابل کې تبادله شي؛ خو نبي کریم ـــ  د دې ټولو توقعاتو په خلاف؛ په ډېر مهم څه باندې فکر کاوه؛ او هغه دا چې: مسلمانان باید ژر تر ژره لوستل او لیکل زده کړي. د رسول اکرم ـــ   په فکر کې تر ټولو مهمه نقطه دا وه؛ تر څو له دې زرین فرصت څخه په استفادې سره په راتلونکي کې یو لوی اسلامي امت رامنځ ته کړي؛ په دوی کې د پوهې او وړتیا معیارونه وځلول شي؛ یو داسې امت چې د ناپوهۍ پر ځای، د علم په سلاح باندې سمبال وي؛ فکر یې روښانه او یو متکامل امت رامنځ ته شي. د اسلامي لوی امت د سالم قیادت او زعامت لپاره په دغسې حساسو شېبو کې همداسې پرېکړه کول؛ واقعاً چې ډېره په زړه پورې او پر ځای پرېکړه وه چې رسول اکرم ــــ تر سره کړله. حتی تر دې پورې چې رسول اکرم ـــ  به هر هغه صحابي ته زیات ارزښت ورکاوه؛ د چا به چې لوستل زده ؤ. تاسې د حضرت زید بن ثابت ـ رضي الله عنه ــ په اړه لږ فکر وکړئ؛ د ډېرو نورو صحابه کرامو په پرتله به، د دې مبارک او جلیل القدره صحابي او پوهنیز شخصیت زیات توقیر او درناوې کېده. د نبي کریم د هغو خوږو دوستانو څخه ؤ چې: زیات وخت به یې د رسول اللهـــ سره یو ځای تېراوه؛  ځکه چې یو ستر کمال یې درلوده؛ او هغه دا چې: د لیکلو او لوستلو دواړه مهم مهارتونه د ده زده ؤ؛ نو ځکه خو د وحیې د کاتبانو په ډله کې وشمېرل شو؛ او د رسول الله ـ  د ترجمان په توګه غوره کړای شو. له همدې کبله حتی د رسول اکرم ـــ  هغه مهم پیغامونه چې دنړۍ بادشاهانو ته به یې لېږل، همدې صحابې به ورته لیکل او د سریاني او عبري ژبې خطونه به یې رسول الله ـــ  ته ترجمه کول؛ دا دومره لوی او ډېرې لاس ته راوړنې په ډېر کم عمر کې دې مبارک صحابي ترسره کړی وی، دا په داسې حال کې چې عمر یې یوازې او یوازې دیارلس کاله (13) ؤ. 

په اصل کې دا پورتنۍ خبرې دهمدې معنا لري چې: لیکل او لوستل د زندانیانو د آزادۍ لپاره دوه بنسټيز جوړه شرطونه او  زومان ورمعرفي شوي ؤو. په بشري تاریخ کې د جهالت او ناپوهۍ څخه د خلاصون لپاره داسې سیاسي میکانیزم په لاره اچول؛ په حقیقت کې هغه ستره کارنامه وه چې: د همدې په توسه رسول اکرم ــــ  د یو لوري څخه دغه ټولنه د بې سوادۍ څخه وژغورله؛ او  له بل لوري څخه يې په ډېره کمه موده کې د عربو د پوهنیز، اجتماعي؛ او سیاسي شعور په وده ورکولو او د هغه په غوړاوي کې یې دروند خدمت تر سره کړ.  د رسول کریم ــــ  دا سیاسی تګلاره پخپله د دې معنا لري چې: اسلام غواړي آهسته آهسته په خپلو زرینو وړانګو سره د هرې اسلامي ټولنې څخه د جهالت تورې تیارې له منځه یوسي؛ او د ناپوهۍ او بې سوادۍ پر ځای ټول مسلمانان د علم او پوهې، لیکلو او لوستلو په ګاڼه سمبال او دوی ته د بدمرغیو څخه د نجات زیری ورکړي؛ او تر څو یو متوازن انکشاف او هر اړخیز پرمختګ رامنځ ته کړي . د جهالت د نابودۍ لپاره دا پخپله تر ټولو یو لوی او قوي دلیل دی؛ او مونږ ته د دې ښودنه کوي چې:  اسلام په حقیقت کې د علم، تمدن او د ښېرازتیا او نېکمرغۍ دین دی.

 په پای کې به دا مقاله په همدې جملې سره پای ته ورسوو: په هر هغه بشري ټولنه کې چې څومره د علم په خپرولو کې خولی توئیږي؛ نو  په هغومره اندازه به په جګړو کې د وینې د تویولو مخه ونیول شي.   

_______________________

(1): ): الشیخ محمد عبد العظیم (الزرقاني) / کتاب: مَناهِلُ العِرفان في علومِ القُرآن __ 295 صفحه / ناشر: دار الکتاب العربی ـ بیروت ـ/ لومړی چاپ ــ /د چاپ کال: (1415  هـ ق او د ـــ 1995ميلادي کال).

 (2): د دکتور فایز یوسف (محمد) لیکنه/ د (قاموسُ الطلاب في الحِکمِ و الأمثالِ) کِتاب/ __ ناشر: دار الکتاب العربي/ بیروت، لبنان. (لومړی چاپ: د 1994 ميلادي کال). صفحه: (406  مخ).

(3): د دکتور راغب السرجاني لیکنه/ د ( القرآءة منهجُ حیاةٍ) کِتاب/ __ ناشر: (Islamstory.com). (د چاپ کال نلري). صفحه: (5  مخ).                                                                                                                                        

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *