په1492 ز کال کي کله چي د امريکا د لوي وچي د کاشفينو ګروپ و یادي سیمي ته ورداخل سو نو جوار دهغه ځای د خلګو دکرنيزو نباتاتو له ډلي څخه وو چي زياتره يې د جنوبي امريکا د سور پوستانو د قبيلې(Mahis ) په واسطه کرل کېدل، نو له همدې کبله کرستف کولمب چي ددې ګروپ مشر وو دا بوټی يي دMaize په نوم ياد کړ او په دې وروستيو کلنو کي کارلوس لینیوس(Carlous Lineaus ) چي د ژوندیو موجوداتو د علمي طبقه بندۍ په برخه کي د پلار لقب ورکړل سوی دی دا نوم د جوارو لپاره د رسمي نوم په توګه غوره کړ.
جوار د خپلو ترکیبي موادو د اهمیت په اساس ځانګړی غذايي ارزښت لري او د افغانستان د مهمو کرنیزو تولیداتو څخه شمېرل کیږي چي د تولید او د کرني د ساحې له مخي د هیواد په کچه دوهم او د نړۍ په کچه دریم مقام لري، د جوارو پیژندنه په دې وروستيو کلنو کي په نړۍ کي ډيره زيات سوېده چي مهم توليدونکي هيوادونه يي له امريکا، ارجنټاين، برازيل، کولمبيا، رومانيا، فرانسه مجارستان، يوګوسلاويا، اندونيزيا، ترکيه، چين، فلپين، هند، تنزانيا، جنوبي افريقا، کينيا، ذمبيا، شوروي اتحاد او ايټاليا څخه عبارت دي.
دا چي جوار د انرژۍ څخه ډک غذايي مواد لري او د حاصل کچه يې هم په في واحد ځمکه کي د نورو غله جاتو په پرتله زیاته ده نو په دې اساس یوه ډیره ښه حیواني غذا ګنل کیږي یاني د جوارو د تولید زیاته برخه (80-85 سلنه) د حیواني غذا په ډول کارول کیږي، ولي سربیره پر حیواني تغذيي، په صنعت او ډیرو نورو برخو کي هم کارول کیږي چي په صنعت کي کارونه او د ترکیبي برخو اندازه (سلنه) يي په دې ډول ده:
په صنعت کي د جوارو کارونه:
oد کاغذ په جوړولو کي کارول کیږي.
oد غوړیو د سرچیني په ډول ترې استفاده کیږي.
oد پلاستيک په جوړولو کي کارول کیږي.
oد سريښو په جوړولو کي استعمالیږي.
oد صابون په جوړولو کي کارول کیږي.
oد نشايستي په تر لاسه کولو کي کار ځیني اخیستل کیږي.
oد داروګانو په جوړولو کي کارول کیږي.
oد روغني کاغذونو په جوړولو کي کارول کیږي.
oد رنګونو په جوړولو کي استعمالیږي.
2.د جوارو د ترکیبي برخو سلنه:
oنشایسته (۷۴-۵۲)
o پروټین (۱۶-۵.۵)
o شحم یا غوړ (۱۲-۲)
o منرالونه (۹-۰.۵)
o سلولوز (۲.۳-۱.۷)
o لنده بل (۱۵-۱۳)
بدلون اوونيزه \لومړی کال\(۵) ګڼه\ چارشنبه\ميزان ۳۰\ ۱۳۹۳
Salam;
De non-alcoholic Biero jorrawlo ki ham pa kar wrril kegy.Manina la m`alomat na.