تاند- په جوزجان ولایت کې د ګازو د یوه څاه پر ساتونکو د وسله والو طالبانو په حمله کې شپږ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د راپورونو له مخې برید تېره شپه ناوخته د ګازو د ساحې پر یوه امنیتي پوسته وشو.
د جوزجان ولایت امنیه قومندان فقیر محمد جوزجاني وویل، په حمله کې د ګازو د پروژې یو ملکي مامور ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.
جوزجاني وویل چې په برید کې امنیتي ځواکونو ته هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو یو حمله کوونکی طالب وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.
د جوزجان په مرکز شبرغان کې د روغتون ډاکترانو هم تایید کړه چې د دوو ملکیانو مړي وررسول شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه پوري د دې برید په اړه څه نه دي ویلي.
افغان چارواکي وسله وال طالبان پر عام المنفعه پروژو او ملي تاسیساتو پر حملو تورنوي، وايي چې د دولت وسله وال مخالفان د هیواد په مختلفو سیمو کې د ګاونډیو هیوادونو د ګټو لپاره په افغانستان کې د بندونو او نورو پرمختیايي پروژو د جوړېدو مخه نیسي.