سلام ستا مېړانې ستا غیرت او شهامت ته سلام، تا خو د لږو پیسو په بدل کې د خلکو لپاره څاښتونه لیکل، په دې لږو پیسو دې ګوزاره نه کېدله، خو له هغو ډېرو پیسو دې غوره ګڼلې چې د سړک غاړې ماین چادنو، د خلکو له وژلو او د سړکونو او پلونو له ورانولو په بدل کې یې ستا ډېر ملایان ترلاسه کوي.

د جوزجان شهید ملا! په ژوند کې له ناکام راتللو وروسته دې، د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د شیطان لمن ونه نیوله، ټوپک دې اوږې ته نه کړ، د تورمخو پنجابیانو په لارښوونه دې د بې ګنا افغان ولس د وژلو لپاره شیطانی فتواوو ته مخه نه کړه، د څو پیسو او څو ورځې ژوند لپاره دې د نورو خلکو د وژلو په ځای دا غوره وګڼله چې ځانمرګی نه شې، بلکې ځانوژونکی شې، خپل ځان پخپله ووژنې، خو بې ګنا بل څوک ونه وژنې.

د جوزجان شهید، ته هغه څوک نه شوې چې په ژوند کې تنګ شی، له ژوند د تېښتې لپاره په جنت کې د شیدو او ګبینو د روانو رودونو او د حورو په هوس په ځان پسې بم وتړي، ډېرې خوندې ورارې کړي، مندې بورې کړي، کوچنیان یتیمان کړي. تا دا ونه کړل، یواځې د ځان په وژلو سره دې خپلې کورنۍ بې سرپرسته کړه، خو افسوس د هغو ځانمرګو په حال چې د ځان وژلو لپاره پر خپلې کورنۍ سربېره په لسګونو نورې کورنۍ هم بې سرپرسته کړي.

د جوړجان شهید، ستا له دې ستر پیغام قربان شم، هغه پیغام چې لار ورکو، انسان دښمنه ځانمرګو او انسان وژونکو ته دی او ورته نارې وهې، که له ژوند تنګ یې، نور مه وژنئ، یواځې ځان ووژنئ. که له خپل ژوند تنګ یاست، ور سره ډغره وهلو کې پاتې راغلي یاست، ځان ترې وباسئ، خو نور بې پوښتنې او ناخبره له ځان سره مه وژنئ، لوڼه او خوندې یې پاتې کیږي، که بې سرپرسته شي، بې تربیې به شي او بدو لارو ته به مخه کړي.

د جوزجان شهید ملا، تا ځان ونه واژه، ته شهید شوې، د منصور په څېر چې حقیقت به دې وروسته روښانه شی، په زړونو کې به تلپاتی شې او دا پیغام به هر څوک در څخه زدکړي چې که ملا او طالب له ژوند تنګ راځي، د څو پیسو د پیدا کولو لپاره دې د بې ګنا خلکو د وژنې لپاره فتواوو ور کولو یا له شیطاني لښکر سره د ملګري کېدلو په ځای ځان ووژني، خو نور دې نه وژني.

د جوزجان شهیده، له تا ستوری جوړ شو، لمر جوړ شو، له دې وروسته به د هر چا په خوله یې ټول به دې یادوي چې د ځان ژوندي ساتلو لپاره دې د نورو ژوند وانه خیست، بلکې نورو ته دې دا سبق پرېښود چې د ځان په وژلو سره د نورو ژوند ژغورلی او تل پاتې ژوند ترلاسه کولئ شئ.

په جوزجان کې یوه تعویذ لیکونکي ملا ځان وواژه

0 thoughts on “د جوزجان شهیده/ غزا نور غزا”
  1. آغلی غزا نور غزا!سلامونه او ښی چاری! په اسلامی عقیده او اصولو کی نهیلی او ځان وژنه ګناه او قتل دۍ اوقتل بیا له کبیره ګناهونو څخه دۍ، ستا لیکنه په عاطفی بنسټونو ولاړه ده او احساس د د ستایلو وړ دۍمګر د شهادت د کلمی استعمالول پداسی حالت کی ناروا دۍ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *