تاند، دوشنبه، د عقرب ۲۰مه: د کانونو وزارت په جوزجان کې له طبیعي ګازو څخه د برېښنا د تولید د لومړنۍ دستګاه د کار پیلولو خبر ورکړی دی.
د کانونو وزارت لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغل، دا په افغانستان کې له طبیعي ګازو څخه د ۴۰ میګاواټه بریښنا د تولید لومړنۍ دستګاه ده چې په ازمایشي فعالیت یې پیل وکړ.
وزارت وايي، د بریښنا له دغې دستګاه څخه به جوزجان، سرپل او فاریاب ته بریښنا توزیع کړي.