د جوزجان والي

تاند: د جوزجان والي د هغو ټولو مخابراتي شبکو د بندولو امر کړی دی چې شبرغان ښار کې د ده په وینا په غیر مسوولانه ډول خپل فعالیت قطع کوي.

لطف الله عزیزي امنیتي ادارو ته امر کړی چې په شبرغان ښار کې د ټولو مخابراتي شبکو دفترونه مهر و لاک کړي.

د جوزجان د ولایتي ادارې له خوا تاند ته په را استولې خبرپاڼه کې راغلي چې والي وايي، د جوزجان امنیتي وضعیت د شدیدې اندېښنې  وړ نه دی خو مخابراتي شبکې خپل فعالیت په غیر مسوولانه ډول د شپې لخوا بندوي او خلکو ته په دې کار دروند اقتصادي زیان اړوي.

 لطف الله عزیزي زیاته کړه، ټولې هغه مخابراتي شبکې په جوزجان کې تړي چې په خپلو ژمنو یې عمل نه دی کړی: «دا شبکې او نماینده ګۍ به یې تر هغې تړلې پاتې وی چې د خلکو ستونزو ته رسیدګي وکړي.»

که څه هم په ډېرو سیمو کې مخابراتي شبکې د طالبانو د ګواښ له کبله په ځانګړي ډول د شپې په مخه فعالیت دروي خو ویل کېږي په جوزجان کې به مخابراتي شبکو په قصدي ډول د شپې لخوا خپل فعالیت ځنډاوه.

اوس د جوزجان والي سلام شبکې ته امر کړی چې زیات شمېر سیمکارټونه بازار ته وړاندې کړي. سلام دولتي شبکه ده او د طالبانو د ګواښونو پروا نه کوي.

One thought on “د جوزجان والي په خبل ولایت کې د ټولو مخابراتي شبکو د تړلو امر کړی”
  1. والي خوارکی د مځکني واقعیتونو څخه نا خبره دئ، او بل دا چي ملت ته دي ستونزي نه جوړوي.
    پنځلس ورځي مخکي د بادغیس والي پر طالبانو (ولسواليو) خوارکي مواد بند کړل، طالبانو ورته ویل چي دا کار مه کوه چي بیا دي په عذابوو…
    والي من من کېدی،
    طالبانو د ده د مامورينو په ذريعه هم يې پر ټول ولایت مخابرات فلج کړ، بلکې تر څنګ يې د ترکمنستان برېښنا هم د برېښنا شرکت د مآمورينو په ذريعه سویچونه باندي را کښته کړل.
    او د دې ترڅنګ يې هرات- بادغیس عمومي لاره هم د څه وخت لپاره ورباندي بنده کړه.
    همدا وو چي والي بیا زارۍ کولې چي کار نه درلرو، برېښنا او مخابرات را باندي فعاله کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *