تاند- ساینسپوهانو د جولا له خورا نازکو تارونو څخه په الهام ډېر حساس مایکروفون جوړ کړ.

دا مایکروفونونه به په موبایل ټېلفون او نورو پرمختللیو وسیلو د اورېدو قوت زښت زیات کړي ځکه چې دا مایکروفونونه ډېرې ټیټې فریکوینسۍ تشخص کولی شي او په عین حال کې اضافي غږهاری ښه فلټر کوي.

د جولا ځالو یا تارونو تر دې وړاندې هم د ساینسپوهانو پام د ډېرو چارو خوا ته اړولی او په الیکترونیک، جین درملنې، فضايي تحقیقاتو، طب او نورو برخو کې یې ورڅخه کار اخیستی دی.

ساینسپوهان وايي، ممکن یو وخت د جولا له تار څخه د هغه د کلکوالي او په عین وخت کې زیات انعطاف له کبله د موټرو په سیټونو کې کار واخیستل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *