تاند- په جنوبي کوریا کې له جي ۴ (G4) وروسته اوس جي ۵ (G5)راوتونکی دی. د جي ۵ له راوتلو سره به یو اوږد فلم په یوه ثانیه کې ښکته (ډاونلوډ) کېدای شي.

جنوبي کوریا پر جي ۵ ټکنالوجۍ نژدې یو نیم سل ملیون ډالره پانګونه کوي.

د کارپوهانو په وینا جي ۵ به تر جي ۴ زر ځلي چټک وي او د فلم د ډاونلوډوونکو د ساعتونو انتظار به په ثانیو بدل شي.

د دوی په وینا د (G5) په مرسته په اسانه ۸۰۰ میګا بایټه فلم او ویډیو تر یوې ثانیې په لږ وخت کې ښکته کېدای شي.

(G5) به په ۲۰۱۷ میلادي کال په ازمېښتي ډول راووځي او تر ۲۰۲۰ پوري به په تجارتي کچه عامو خلکو ته وړاندې شي.

اروپايي هیوادونه، امریکا، چین او جنوبي کوریا د (G5) پر ټکنالوجۍ کار کوي او د ټولو ترمنځ سیالي روانه ده چې تر بل یې ژر ترلاسه کړي.

One thought on “د جي ۵ په مرسته به اوږد فلم په یوه ثانیه کې ښکته کېږي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *