د نړیوال سیاست د تاریخ له پاڼو
په پخوا زمانو کي خلګو داسي فکر کاوه چي دجګړو څخه خلاصون نسته همدغه وجه ده چي دبشریت تاریخ له هغو خونړیو جګړو څخه ډک دي چي انسانان په خپلو منځو کې کړې دي.
د شلیمې پیړې په لومړیو وختونو کي دهغې زمانې د اروپايي ځواکونو ترمنځ جګړه رامنځ ته سوه چي څلور کاله یي دوام وکړ او په میلونونو خلګ په کښې ووژل سول، د شلو کالو شاوخوا وروسته بیا بله جګړه د اروپا څخه پیل سوه چی په دي جګړي کي هم په میلونونو خلګ ووژل سول .
د شلو کالو په شاوخوا کي د دوو نړیوالو جګړو پیښیدل د دي لامل سول چي سوله غوښتونکي کسان د جګړې د مخنوې په هکله د حل لارې په فکر سی.
د لومړۍ نړیوالې جګړي په پاي کي دملتونو د ټولنې (جامعه ملل) په نامه یو سازمان د جګړو د مخنوی په خاطر جوړ سو خو دغه سازمان هم ونه کړاي سول چي دجګړو دمخنوي په لاره کي کوم بریالیتوب ترلاسه کړي. له یوي خوا دغه دردونکي پیښې له بل پلوه د زیاتو ورانونکو نظامي وسلو جوړول لکه اتمې وسلې او داسي نوري وسلې جوړي کړي.
خلګو او دهغه دولتونه د سولې ساتنې اړتیا له پخوا څخه د سولي احساس نورهم د دوی په زړونو کي پیداسو. په پاي کي دزیاتو هڅو وروستو په ۱۳۲۴ لمریزکال کي د(۵۱) غړو له خوا دملګرو ملتونو دمنشور په امضا کولو سره د ملګرې ملتونه په رسمی دول پرانیستل سو نور هیوادونه کرار، کرار دملګرو ملتونو غړي سول اوسمهال ۱۹۱ هیوادونه په ملګرو ملتونو کي غړیتوب لري. زموږ هیواد افغانستان په ۱۳۲۵ لمریز کال کی دملګرو ملتونو غړیتوب ترلاسه کړ دملګرو ملتونو ماڼۍ دامریکا دمتحدو ایالتونو دنیویارک په ښار کي ده په ملګرو ملتونو کي شپږ ژبي رسمیت لري چي له : انګلیسې ، فرانسوي ، اسپانوي، چینايي ، روسي ، او عربي ژبو څخه عبارت دي.