غرغښت –

د هلمند د سنګين، کجکي، موسی کلا، نوزاد، د کندهار د پنجوايي، ميوند د ننګرهار د حصارک او ځينو نورو سيمو له ترینګلي حالتډېر کم خبرونه میډیا ته لاره کوي، نور هرڅه پټ په سيمه کې پاتې کېږي، داجګړه ورځ تر بلې سختيږي، د قربانيو ګراف يې لوړيږي، خو پای نه مومي.

په کونړ او نورستان له دریو کلونو پرله پسې د پاکستاني پوځ له لوري بې شمېره توغنديو ويشتل او د افغانستان د جګړې ملاتړ هغه لوی ننګونې دي، چې ولس يې په اور اړولی او افغانستان ته يې له ناتار پرته نور څه نه دي ورکړي.

په روان لمريز کال کې په افغانستان کې جګړې ډېر زور اخستی او دا جګړه د سيمو او ولسواليو د نيولو په هدف تر سره کېږي. د جګړه مارو په ليکو کې هم بدلون راغلی او تر ډېره يې مشري او قومانده د پاکستاني جنګياليو سره ده، چې په اصل کې پوځيان دي. د وروستيو را پورونو له مخې، چې ترې په ډاګه شوي، د هلمند، کندهار او د ننګرهار د جګړو مشري له پاکستاني پوځيانو سره وه. دا خبره ځکه کره ده، چې د جګړې له ميدان نه ويډيوګانې را ووتې چې جنګيالي په اردو ژبه کورډينات ورکوي او جګړه رهبري کوي. همدا ډول د حصارک د جګړې راپورونه دا وو، چې پاکستاني پوځيان پکې ښکېل وو او هغوی د جګړې د مشورتي او ان د مخامخ جګړې برخه وو.

شايد دا به لومړي او وروستي هغه نه وي، ځکه چې موږ تر دې وړاندې هم د همداسې څه شاهدان يو او تر دې مو په بيا بيا ليدلي، چې پاکستان د افغان جګړې د تمويل او پرمخ بېولو يوه برخه دی.

پاکستان دا کار د نړيوالو په ځانګړې توګه د امريکا په اشاره تر سره کوي، ځکه هر وخت چې د افغان حکومت او امريکا ترمنځ درځ پيدا شوی، نو امريکا د فشار راوړلو لپاره خپله آله پاکستان د افغانستان په مقابل کې کارولې ده. له بل لوري پاکستان ته هم ښه فرصت په لاس ورغلی، چې د بل په افزارو افغانستان وځپي او خپلې رخې سړې کړي.

اوس چې د پاکستان له لوري په ليکه شوي، چې ګويا پاکستان په افغانستان د هوايي او ځمکنيو بريدونو د تابيا په حال کې دی او لامل يې هم دا بولي، چې ګويا که يې افغانستان غوښتنو او ګټو ته پام ونه کړي، نو دوی به دې کار ته عملي بڼه ورکړي.

په دې وروستيو کې چې افغان حکومت په خپلمنځي سياسي کشمکشونو کې ښکېل دی، نو ګاونډيانو په ګډون يې نړيواله ټولنه له دې فرصت نه د ځان په ګټه کار اخلي او هغه چې وايي، اوبه خړې کړه کبان ونيسه دا کار تر سره کوي.

یوه ملګري اباسين په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي: ((د هلمند حوزه اته کاله د بریتانوي پوځیانو په ولکه کې وه، د یو تعامل او بیا د امنیتي واک د لېږد په ترڅ کې بریتانویان له یادو سیمو ووتل، خو هماغه مهال چې هیليکوپترو پوځیان ایستل سیمرغ موټرونو له نورو لارو طالبان ځای پرځای کول. له شپږ میاشتو خوبولي حالت وروسته سنګین د جنګ خونړی میدان شو.

د هلمند وروستۍ جګړه د بریتانویانو لپاره د تبلیغاتو کامیابه څپه وه، اوس ددغه هېواد ددفاع وزیر وايي، قوي امکان دی، چې دوی خپل زاړه ماموریت ته بېرته راوګرځي.))

په ننګرهار، نورستان او کاپیسا کې د طالبانو د جبهیي حضور پراختیا، چریکي جګړې او د افغان ځواک مقاومت ننګول له بلې خوا، خو پردې ټولو سربیره د افغانستان د جنګ او دفاع په عنوان د بهرنۍ میډیا تبلیغاتي څپې چې د افغان ولس روح او روان یې تر ګذارونو لاندې نیولی هغه بېلګې دي، چې ګمان کېږي، امریکا او متحدین یې په افغانستان کې خپل پوځی حضور له سره تازه کوي، یعنې کورته لېږلي سربازان بیا راستنوي.

اوس پکار ده، چې په هرقمت کېږي د افغان ځواکونو ليکو ته پام وشي، د جګنګياليو د ځپلو او د سيمو د کنټرول په هدف بايد داسې کارونه تر سره شي، چې پاکستان ته مات ګوټ او يا هم د افغانستان هغه سيمې ورته په قبر بدلې کړي، چې دوی ورته جنګيالي را استوي او تر څنګ يې پکار ده، چې افغان حکومت په خپله جنګي او سياسي ستراتيژۍ کې بدلون راولي، تر هغه چې وکولی شي، پاکستان د افغانستان په تړاو له خپلو ناوړه اهدافو تېر کړي او تر څنګ يې نړيوالو ته هم په ډاګه کړي، چې په افغانستان کې يې پاتې کېدل په داسې معنی بايد وي، چې ددې خاور او او ځمکې هېڅ وګړي او تماميت ته زيان ونه رسيږي.

کله چې پاکستان په افغانستان د بريد خبره کوي، دا کومه نوې هغه نه ده، ځکه پاکستان له لسيزو را پدېخوا په افغانستان په ښکاره او پټ بريد کړی او ددې هېواد هر څه يې تر خپل اغېز لاندې راوستي دي.

خو په ننيو شرايطو کې افغان حکومت ته پکار ده، چې د خپلو ګټو په خاطر د پاکستان دښمن خپل دوست وګرځوي او له مختلفو لارو پرې فشارونه زيات کړي، تر څو پاکستان وويريږي او د افغانستان ګټو ته ژمن پاتې شي.

له بل لوري له نړيوالو سره د داسې تعاملونو له مخې پر وړاندې لاړ شي، چې افغانستان د پاکستان د ګټو قرباني نشي، نړيوال بايد د پاکستان په خاطر د افغان حکومت په مرۍ پښه کېنږدي.

د جګړې غځېدل او همدا ډول د نړيوالو څرګندونې هغه څه دي، چې فکر کېږي، دوی په افغانستان کې په خپل ماموريت له سره فکر کوي او ګويا چې دا څه تازه کوي او ددوی د دویم پوځي ماموریت د پیل د امکان په صورت کې بايد سرې کرښې ورسره معلومې شي او نور بايد د قربانيو د پای او د ريښتينې دوه طرفه همکارۍ او د ګټو د خوندي کولو مسئلې ته جدي پام وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *