لیکوال نورمحمد لاهو

دکرزی نننی حکومت د بشری حقونودناقضینواو  جنایت کوونکوپه لاس کی دی دغو جنګی جنایت کارانودوحشت اوپیسواوجبرپه زور دافغانستان پارلمان ته لاره پیداکړی اودپارلمان په سلوکی اتیا همدوی دی اودځانونو دخلاصون اونوروته دڅانونودبی ګناه ښودلوپه مقصد هلی څلی کوی نن ورځ دملت سرنوشت دقاتلانواوغلوپه واک کی دی

آیا دیوداسی پارلمان په لرلوسره ددی امکان شته چی په ملک کی توازن رامنځته شی ؟

خلک چاته شکایت وکړی اوچاته دزړه حال ووایی ؟

 اصلا خلکوته حق نه ورکول کیږی چی خپل غږ اوچت کړی دکرزی په حکومت کی دموکراسی هسی یوشعاردی اوتشه خبره ده چی هره ورڅ په مطبوعاتوکی تکراریږی

دغه جنګی ډلی چی دحکومت کاری اوکلیدی پوستونوکی په خپل زوراودکرزی به ملاتړمقررشوی دی فقط اوفقط خپلوشخصی منافعوته کارکوی ددوی یوښه مثال اسمعیل خان دی اسمعیل خان چی باید محاکمه شوی وای خوبرعکس دکرزی په حکومت کی داوبواوبرښنا وزیرمقرر شو   تراوسه پوری دمیلونودالروپه ارزښت دخلکوامڅکی غضب کړی دی .

له اداري فساد سره د مبارزې د ادارې ريیس عزیزالله لودین   داپریل په پنڅه وشیتمه وویل، د اسماعیل خان له خوا د غضب شویو مځکو ارزښت نژدې سل ملیون ډالرو ته رسېږي.

د افغانستان د ښارجوړونې پخواني وزیر یوسف پښتون ویلي و چې په افغانستان کې تر درې ملیون جریبه زیاته دولتي مځکه د زورواکانو او پخوانیو جګړه مارو له لوري غضب شوې ده. پخواني جګړه مار او اوسنی زورواکان د محمد اسماعیل خان په شان د دولت په درو ګونو قوو کې پر لویو چوکیو خېټې اچولي دي.

ښاغلي لودین وویل د اسماعیل خان له لوري د مځکو د غضب په اړه د تحقیقاتو دوسیه لویې څارنوالۍ ته سپارل شوې ده.

کتونکي باور نه لري چې لویه څارنوالي به د اسماعیل خان په شان کسانو دوسیه راپورته کړای شي که دا موضوع وهم شاربي ممکن د ولسمشر کرزي له لوري ورته امر وشي چې قضیه پټه کړي ځکه چې پخوا کرزي په ځلونو داسي کړي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې رييس وویل، ولسمشر مخکې فرمان صادر کړی و چې په هرات کې دې د دولتي مځکو د غضب په باره کې تحقیقات وشي. هماغه وخت یو پلاوی هرات ته لاړ چې په څېړنو کې یې مالومه شوه چې اسماعیل خان د سل ملیون ډالرو په ارزښت مځکې غضب کړي دي.

ښاغلي لودین وویل، د عبدالمجید خان زابلي کور، چې پخوا دولت مصادره کړی و، او ډېره لوړه بیه لري، اسماعیل خان په خپل نوم کړی او یوه برخه یې د خپلې مېرمنې په نوم کړې ده.

اسماعیل خان عموماً له رسنیو سره خبرو ته نه حاضرېږي او نه هم پر ځان لګېدلیو تورونو ته ځواب وايي.

اوس نوتاسوخپله فکروکړی چی یوه جهادی قوماندان چی په خپل وخت کی دغلا اولوټ ترڅنګه بی شمیره خلک وژلی دی دومره امڅکی غضب کړی دی همداسی دانور درواخلی

نن سبا دافغانستان ټول وګړی په دی پوه دی چی کرزی به مستقمه توګه له دغوغلوسره لاس لری اوپه ګټوکی ورسره شریک دی نوکله چی دیوه ملک ولسمشرغل وی اودقاتلانوملګرتیا ورسره وي نوپه هغه ملک کی به دخلکودپآره دخوشالی څه امید وي ؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *