تاند- وسله والو طالبانو نن /جمعه/ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي وغوښتل چې له طالبانو د دې غوښتنه ونه کړي چې وسله پر مځکه کښېږدي او د دې پر ځای د امریکا متحدو ایالتونو ته قناعت ورکړي چې له قوې څخه کار اخیستل بس کړي.

زلمي خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ په قطر کې له طالبانو سره د سولې شپږم پړاو خبرې پیل کړې.

ښاغلي خلیلزاد په یوه ټویټري پیغام کې لیکلي«په پرانیستونکې غونډه کې، ما طالبانو ته وریاده کړه چې افغانان، چې د دوی وروڼه او خویندي دي، غواړي چې دا جګړه پای ته ورسېږي. هغه وخت راغلی چې وسله پر مځکه کېښودل شي، جنګ او تشدد بس شي او سوله وشي.»

د طالبانو جنګي ویندوی ذبیح الله مجاهد د خلیلزاد د ټویټ په ځواب کې څو توند ټویټونه وکړل.

ده خلیلزاد ته په خطاب کې لیکلي چې د وسلې د اېښودلو نظر له ذهنه وباسي.

«د دې خیالونو پر ځای دې د جګړې د پای ته رسولو او له قوې څخه د کار اخیستلو لپاره خپل هیواد (امریکا) ته پام واړوي…»

خلیلزاد تېره اوونۍ ویلي و چې د دې ځل خبرو کې به پر اوربند او سولې تمرکز وکړي.

3 thoughts on “د جګړې د بس کولو په اړه د خلیلزاد غوښتنې ته طالبانو منفي ځواب ووایه”
  1. ای د پاکستان غلامه ته په چا حکومت کول غواړی په هغه چا تا یی زوی وژلی او وژنی یی تا یی پلاروژلی او وژنی یی تا یی ورور وژلی او وژنی یی تا یی په ناموس صرفه ونه کړه که ته افغان وی باید د سولی خبری به دی منلی وی ته څه فکر کوی که امریکا ووځی په لفغانستان به حکومت وکړی د پاکستان ټول فوځ درسره وه والله که شمالی دی نیولی وه د پاکستان اجندا پرمخ وړی غلام یی

  2. طالبان د پاکستان روزل شوي سپیان دي. دا ذبيح کوس موری خو بيخي مطلق پاکستانی ده. په ده کی نه د افغان نه د انسان او نه د مسلمان وینه شته. که خدایمون دیر زر به مردار شي

  3. ښه به دا وه چی د جنګ،ورور وژنی،تباهی او وحشت پر ځای نورو انسانی لوړو ظرفیتونو ته لکه بحث او مذاکره، علمی او اخلاقی امتیازاتو ښودنه، ترحم او خدمات ،یتیم پالنه، دمغرضو کورنی او بهرنی کړیو پرته سچه مؤمنانه حرکات منحیث مسلمان مهذب، په آدمیت او سړیتوب کی مسابقه یا د قرآنکریم په ژبه ،فاستبقواالخیرات ، باندی عمل دا ټول هغه څه دی چی انسانی ظرفیت په عبادت ،خددمت او جهاد کی ښیی.
    هرجنګ جهاد ندی او هر غرض و مرض د اسلام تر نامه لانددی ځایول همم دینداری نده او په جنګ تینګار هغه هم داسی حالت کی چی کور،ډوډی ،کالی او حتی نسووار نلری نو دا جنګ اکمالول دکومی خزانی او بیت المال نه ترسره کیږی دا حساب په دومره ثقل سره بی له بادارانو او د هغوی د غلامی نه بغیر کوم څوک یی د خدای لپاره کوی هغه هم د ورور وژنی او تباهی لپاره؟
    نو خلاصه دا چی په جنګ ټینګارپه وحشت او درندګی ټینګار دی کوم انسانی او منطقی اعتبار نلری بلکی اثبات دی د بی واکی او خروج له انسانی حدودو
    که موږ افغانان ۳۵ مییلیونه وګڼو نو کیدای شی یومیلیون یی طالبان وی او په ههمدی اساس دوی سره حساب پکار دی ورنه راځی انتخاباتو ته دا ګز او دا میدان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *