امريکا په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اغېزمن بديلونه او انتخابونه لري، خو له بده مرغه په تېره يوه لسيزه کې په اګاهانه ډول نه يوازې د سولې او ثبات لپاره له دغو انتخابونو کار وانه خيستل شو، بلکې لا هم د جګړې د دوام اسباب او پلمې لټول کېږي.
د افغانستان په اړه د امريکا پاليسۍ ته په کتو ښايي افغانستان تر نورو څو لسيزو د دوامداره کړکېچ او بې ثباتۍ اصلي محور پاتې شي، دا ځکه چې نړيوالو؛ په تېره بيا امريکا د افغانانو اساسي اړتيا چې سوله او ثبات دى، درک نه کړه او د افغانستان د دغو لومړيتوبونو خلاف د پر دې تر شا خپلو پټو او ښکاره برنامو ته دوام ورکوي.
د افغانستان په اړه د سپينې ماڼۍ پوځي ستراتېژي چې د مخالفينو پر وړاندې د پوځي فشار پر اصل ولاړه ده، په خپله د سولې په اړه د امريکا مرموز او ګونګ دريځ په ډاګه کوي، دوى له پيله پوهېدل چې پوځي حضور د دوى پر وړاندې د جګړې انګېزه او بنسټپالنه پياوړې کوي، د امريکا د حکومت اکثره منتقدين هم په همدې باور دي، خو امريکا بيا هم نه د جګړې پر سوله ييز حل باور لري او نه هم د سولې د تحقق لپاره کوم رښتيني دريځ لري.
له بده مرغه افغانانو په تېره يوه لسيزه کې په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره د امريکا مرموز اهداف درک نه کړل، بلکې دلته د امريکا د پوځي حضور هدف زموږ لپاره يوازې د تروريزم او ګاونډيو له خوا افغانستان ته د ور پېښو ګواښونو د دفع کولو په نوم هسې يوه خوشبيني او غير منطقي قضاوت دى.
واقعيتونه هغه څه دي، چې اوس را برسېره کېږي.
د سولې پروسې د برياليتوب په شرط له امريکا سره د امنيتي او دفاعي تړون لاسليک هغه مسئله ده چې ولسمشر کرزي نور د امريکا پر ملګرتيا او ژمنو بې باوره شوى، مشورتي لويې جرګې ته د وينا پر مهال د ولسمشر دا خبره ډېره مهمه او تاريخي ارزښت لري، چې وايي د ده لس کلن ماموريت دا ثابته کړې چې افغان سوله د امريکا او پاکستان په لاس کې ده.
رښتيا هم سوله چې اوس افغانانو ته په يو خوب او خيال بدله شوې، د امريکا او پاکستان په ګډون د يو شمېر کړيو له خوا يرغمل شوې او په دې لاره کې ټولې رښتينې هڅې د دواړو هېوادونو (امريکا- پاکستان) له لوري له ناکامۍ سره مخ دي.
هغه سوله چې موږ غواړو، له بده مرغه امريکا ته د منلو وړ نه ده، موږ سولې ته د لومړيتوب په سترګه ګورو خو امريکا ته د امنيتي تړون لاسليک ځکه لومړيتوب دى چې د مخالفينو جګړې ته شدت ورکړي او افغانان بيا د يوې لسيزې لپاره د توپ خولې ته وتړي.
په وروستيو کې افغانستان ته د امريکا د ملي امنيت د سلاکارې سوزن رايس په مشرۍ راغلي پلاوي له کرزي سره د امنيتي او دفاعي تړون د لاسليک په اړه په خبرو کې د افغانستان هغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دى ورکړى چې په مشورتي لويه جرګه کې خلکو د سولې د راوستو په شرط له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک غوښتنه وکړه.
هغه افغانان چې په افغانستان کې د امريکا اوږد مهاله پوځي حضور ته د خوشبينۍ په سترګه ګوري، د امريکا په نيت بايد پوه شي چې دغه هېواد هېڅکله هم باوري دوست او ملګرى نه شي کېداى، د تړون په نه لاسليکولو کې ښايي د کرزي يوه بله اندېښنه دا هم وي چې نوموړى د امريکا پر ژمنو باور نه لري او ډارېږي چې امريکا به د تړون د ژمنو په ماتولو سره دى د تاريخ پر وړاندې مختورن او مسئول کړي.
لطفاْ د حل لار ولیکی نور په شکایت کول نکیږی چه چا څه کړی یا کوی