نوید احمد څرک ||  

له دې سترګې نه شي پټیدلی چې د ولسمشر محمد اشرف غني تر څنګ د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر هم د سولې لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کوي او هرې خوا چې د سولې پروسې کیلي ورته ښکاره شي، پسې ورځي.

له پاکستان، چین، روسيې او مرکزي اسیا هېوادونو سره سیاستونه د ولسمشر په لارښوونه محمد حنیف اتمر کړي او په دې برخه کې ښکاره لاس ته راوړنې لري، که یې ټول دلته ذکر کړم یو کتاب خبرې پرې کیدای شي.

له پاکستان سره سیاست

د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر چې کله له پآکستان سره د عمل پلان باندې پيل وکړ، شاوخوا ۳۵ مادې په دې پلان کې شاملې وې چې باید پاکستان پرې له افغان حکومت سره هوکړه وکړي، خو د پاکستان او افغانستان د مشرانو ناستو بلاخره پاکستان په دې قانع کړ چې په ټولو مادو کې به اووه مادې مني.

ښاغلي اتمر له پاکستان سره د عمل پلان کې پنځه دیرش مادې په اوه مادو کې ځای کړې او بلاخره پاکستان ومنلې، خو دا اوه مادې چې تجزیه کړې، بیرته ترې شاوخوا پنځه دیرش مادې جوړیږي، نو دا هغه سیاستونه دي چې هر څوک یې نه شي کولای او نه یې هر څوک زغملی شي.

د ملي امنیت شورا سلاکار او ولسمشر له پاکستان سره یو قدم مخکې نه اخیست، تر هغې چې پاکستان یې مجبور کړ چې عملي اقدام به اخلي او له هغې وروسته به دوه اړخیزې اړیکې پالي او مشترکې پروژې به په مخ وړي.

اوس چې پاکستان د عمل پلان ځینو برخو عملي اقدام ته چمتووالی نیسي او د دې لپاره د ملي امنیت شورا سلاکار اسلام اباد ته تللی و، یوه استخباراتي ډله چې د جګړې سوداګري کوي، په ښاغلي اتمر پسې یې تبلیغات پیل کړل چې ګنې له پاکستان سره یې په ډیورنډ معامله کړې.

که ووایم چې د افغانستان په چارواکو کې تر بل هر چا ښاغلی اتمر د ډیورنډ کرښې په تړاو جدي دی چې هیڅکله به یې له پاکستان سره و نه مني، نو دا به مبالغه نه وي.

د ملي امنیت شورا سلاکار اتمر په کراتو کراتو شخصي مجالسو کې ویلي چې کله هم له پاکستان سره سیاستونه بریالي کیږي نو ځینې کړۍ د دې سیاستونو د مخنیوي لپاره هڅه کوي چې د ډیورنډ موضوع رامخ ته کړي او په دې سره خلک د حکومت پرضد راپورته کړي.

له طالبانو سره اوربند او د سولې خبرو تمه چې تر بل هر وخت یې د سولې مزل رالنډ کړی، د حکومت دې پریکړو او تګلارو ولسونه په حکومت راټول کړي او له خپل حکومت مننه کوي چې د سولې په تړاو ورته ښه زیري لري، خو د جګړې سوداګرو ته دا هر څه د منلو نه دی او نه هم غواړي چې ملت دې په خپل حکومت داسې باور وکړي.

د سولې مخالفین چې په جګړه کې یې ګټې خوندي دي او له دې درکه زیاتې پيسې لاس ته راوړي او ښه ژوند یې برابر دی، هيڅکله نه غواړي چې سوله کې پرمختګ وشي او یا حکومت دومره په پراخه کچه پلویان پيدا کړي.

د ډیورنډ کرښه د حکومتونو کار نه دی چې له یو بل سره یې لاسلیک کړي او پر یو بل یې ومني، د ډیورند د کرښې په تړاو ټولې پریکړې ولسونه کولای شي، خو د سیمې استخبارات او په کور دننه ځینې کړۍ هڅه کوي چې په دې کار سره د سولې پروسه سبوتاژ کړي او هغه باور چې د سولې په تړاو حکومت لاس ته راوړی، بیرته له منځه یوسي.

افغان حکومت به مخ پروړاندې ځي او د سولې په تړاو به د کورنۍ اجماع ترڅنګ سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځ ته کوي چې افغانستان پکې دایمي سولې او ثبات ته ورسیږي.

تاسو ولیدل چې د اختر په ورځو کې د طالبانو، افغان ځواکونو او عامو خلکو ګډ جشن څومره خوښي رامنځ ته کړه چې کلونه یې چا فکر نه و کړی، نو دا ډول ګډجشنونه هیڅکله د جګړې د سوداګرو او د سیمې د استخباراتو په افغانانو باندې نه لوریږي او تل به هڅه وکړي چې د سولې پروسې د سبوتاژ کولو لپاره یو نه یو ډول تبلیغات وکړي.

افغانان باید په دې برخه کې له پوره بیدارۍ کار واخلي او اجازه ور نه کړي چې په بې ځایه او بې بنسټه تبلیغاتو باندې په حکومت بد ووايي او یا د سولې له لارې راوګرځي، سوله به انشاءالله حتما راځي او په دې برخه کې د ولسمشر غني او حنیف اتمر هڅې بې ځایه نه دي او افغانان به ارمان ته رسوي.

تاسو په حکومت باور وکړئ، حکومت حتما ستاسو لپاره هوسا ژوند برابروي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *