د طالبانو د مخکیني مشر اخترمنصور له وژل کېدو او د نوي مشر هبت‌الله له ټاکل کېدو څخه وروسته؛ دغې ډلې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او ډېر تمرکز یې په درېیو ولایتونو (هلمند، فاریاب او کندز) دی. وسله‌وال طالبان په‌دې هڅه کې دي چې د جګړې د زیات‌والي او شدت له لارې خپله برلاسي ثابته کړي؛ اما دېته په کتو چې په وروستیو کې دغه ډله له کمزوریو سره مخ ده، ناشونې ایسي چې ودې توانېږي؛ خپلو لویو اهدافو ته ورسېږي. لنډمهال کې کوچني اهداف چې تر ډېره بریده د خلکو ترمنځ د وېرې او ترهې خپرول دي متصور دي؛ خو دغه چاره له طالبانو د کرکې زیات‌والي پرته بله پایله نه‌شي درلودای.

دا چې ولې طالبانو خپلو بریدونو ته زور ورکړی، لاندې څو عوامل یې په ګوته شوي دي.

د مشرۍ تضمین

له ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې د لوړو او منځنیو کچو رهبران، قوماندانان او مشران له‌دې امله په نښه کېږي او له‌منځه وړل کېږي چې د یوې ډلې مدیریت کمزوری، مالي سرچینې وچې/کمې او تصمیم نیولو کې ستونزې رامنځته کړی شي. له همدې امله ده چې دولتونه د دا شان ډلو منځني او لوړپوړي مشران په نښه کوي. د طالبان مشر اخترمنصور هم په همدې هدف په و وژل شو؛ خو د توقع برخلاف جګړه تشدید شوه.

باور دا دی چې د د جګړې شدت په مستقیمه توګه د مشرۍ تضمین په هدف ده. د ملاعمر د مړینې خبر له اعلان وروسته، کله چې اخترمنصور د طالبانو د مشر په توګه وټاکل شو، دا تمه نه وه چې دی به وشي کړی د مشرۍ چارې په سمه توګه پر مخ یوسي؛ خو نوموړي خپل ټول مالي، ځاني او ملاتړي امکانات په کار واچول، څو له یوې خوا خپله مشري یقیني کړي او له بلې خوا د طالبانو له تشتت څخه مخنیوی وکړي. د نوموړي له وژنې وروسته هم ورته پېښه تکرارېدونکې ده.

د وسله‌والو طالبانو او د پاکستان څارګرې ادارې ترمنځ قوي اړیکو او له‌دغې ډلې د ای‌اس‌ای پوره ملاتړ په اړه شک نه‌شته. دا چې هبت‌الله یوازې یو دیني عالم بلل شوی؛ د مشرۍ ټينګښت، اوامرو او نواهیو اجرا کولو او د طالبانو داخلي تشتت او تیت‌والي څخه د مخنیوي په هدف دا اړتیا په‌خپل ځای ده چې نوموړی باید خپله مشري ثابته کړي. خو د نوموړي شخصیتي کمزوریو ته په کتو، ستونزمنه ده چې په یوازې سره دې جګړې رهبري کړي. باور دا دی چې د نوموړي مرستیال (سراج‌الدین حقاني) له ای‌اس‌ای سره په نږدې تفاهم د او یادې استخباراتي شبکې په سپارښتنې او لارښوونې جګړو ته زور ورکړی، څو له یوې خوا د هبت‌الله مشري تضمین کړي او له بلې خوا د جګړې په ډګر کې د طالبانو برلاسی ثابت شي. خو ځمکنیو حقایقو ته په کتو، د جګړې شدت به د لنډې مودې لپاره وي.

رغنیزې چارې او دهشت

د ترهګرو ډلو او ګوریلايي جګړو یو اساسي هدف د خلکو او دولت ترمنځ د واټن رامنځته کول دي. په‌ دا ډول فعالیتونو کې ټوله هڅه دا وي چې د دولت او خلکو ترمنځ د واټن په رامنځته کولو، له هره اړخه پر حکومت او دولت فشارونه زیات کړي. د واټن او فشار له لارې دوه اساسي اهداف څارل کېږي: لومړی دا چې د حکومت لوری بلې خوا ته واړوي او پر ځان فشارونه کم کړي او دویم هم دا چې د واټن په رامنځته کولو سره حکمتونه ناکامه وښودل شي، څو دغه ډلې د یوه بدیل په توګه ځان مطرح کړي.

دېته په کتو چې په وروستیو کې د حکومت اقدامات چټک شوي (د طالبانو پر ضد ځمکني او هوايي عملیات پراخ شوي، شپږ تنه طالب بندیان په دار ځړول شوي، د تېر یوه نیم کال واټن ورو ورو مخ په کمېدو دی، درې سترې اقتصادي پروژې عملا پیل شوي او د نورو لپاره کار روان دی) وسله‌وال طالبان غواړي د حکومت له‌دغو فعالیتونو څخه د خلکو پام بل لوري ته واړوي او له‌دې لارې خپلو اهدافو ته ورسېږي.

د امتیاز ترلاسه کول

وسله‌وال طالبان د جګړې له لارې بری نه‌شي ترلاسه کولای؛ خو دوی کولای شي چې خلک و وژني، وېره او ترهه خپره کړي، خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي او بالاخره ځینې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي. د هلمند یو شمېر سیمو په څېر؛ د طالبانو د کنټرول پراخ‌والی تر ډېره بریده د مخدره توکو قاچاق کې ريښه لري، څومره چې وشي کړی زیاتې سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي؛ په هماغه اندازه له کور دننه عواید ترلاسه کولای شي. دغه عواید که د استخباراتي شبکو له مرستو سره جمع کړی شي، نو طالبان دا وړتیا پیدا کوي چې د اوږدې مودې لپاره جنګ ته دوام ورکړي؛ خو له اوږدې مودې وروسته به هم ونه‌توانېږي د جګړې له لارې واکمن شي.

د پورتني ټکي په پام کې نیولو سره، باور دا دی چې د وسله‌والو طالبانو د جګړې شدت سربېره پر دې چې د مشرۍ تضمین او له رغنیزو چارو د خلکو پام پر بله اړولو لپاره دی؛ طالبان او ملاتړي یې غواړي د فعالیتونو زیات‌والي له لارې زیات امتیازات ترلاسه کړي. البته دغه امتیازات د اوس نه‌؛ بلکې د راتلونکې لپاره دي. هغه مهال چې د سولې مخامخ خبرې ممکنې شي.

له‌دې ټولو ورهاخوا د منصور وژل کېدل د دې لامل شوي چې طالبانو او پاکستان ته د جګړې د دوام او شدت ورکولو ښه پلمه په لاس ورشي. طالبانو ته نږدې پاکستاني مذهبي مشران او ای‌اس‌ای پورې تړلي تحلیلګران او حتی پاکستاني چارواکي له هماغه لومړیو څخه دا نظریه وړاندې کوله چې جګړه به شدت ومومي. یوازې د یوې اونۍ په تېرېدو د دوی دغه نظریه رښتینې شوه. معنی دا چې هر څه مخکې له مخکې طراحي شوي و او یوازې د عامه ذهنیت کنټرول او لوري ورکولو په هدف د پورتنیو کسانو له‌خوا داشان څرګندونې کېدې.

څه باید وشي؟

د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو زیات‌والی او تشدید حتمي ایسي. له‌دې پرته د طالبانو د جګړو زیات‌والی او پراخ‌والی حتمي دی. ولس باید پوه وي چې د وسله‌والو طالبانو یو اساسي هدف پر حکومت د خلکو بې‌باوري کول، د ولس او دولت ترمنځ د واټن رامنځته کول او د یوه بدیل په توګه د ځان مطرح کول دي. مهمه ده چې په‌دغسې حالاتو کې ملت د دولت او امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *