د ادبیاتو په اړه دا خبره ډېره مشهوره ده، چې ادبیات یو ژبنی هنر دی، له ژبې سره سرو کار لري، له کلیمو او د کلیمو له اوډون (ترتیب) سره يې کار دی. ژبه د ادبي نزاکتونو، فصاحت او بلاغت په وړاندې کولو کې مهمه وسیله ده.

ژبه د مفکورې او تخییل د لېږد وسیله ده. که د ادب په برخه کې بحث کوو، نو د ادب ژبه او هغه ژبه چې غېر ادبي وي، پر مخاطب د اغېزې له پلوه ډېر توپیر لري.

په غېر ادبي ژبه کې د مفهوم افاده مهمه وي او د لیکوال هڅه دا وي چې یوازې او یوازې خپلو مخاطبینو ته مفهوم ولېږدوي، مګر په ادبي ژبه کې بیا خبره داسې نه ده، هلته لیکوال یا شاعر د خيال، احساس، مجاز، استعارې، کېنايي او نورو بدیعي ښکلاوو په مټ خپله خبره کوي.

نو لیکوال او شاعر ته بویه چې د مفکورې د انتقال لپاره تصویري ژبه وکاروي او پخپله خبره کې د تخييل مالګه ورګډه کړي.

مناسب، منظم او تخييل پارونکي الفاظ د انسان په روان اغېزه کوي او انسان ترې خاص خوند اخلي، کله چې د روان او د انسان پر روان د ادب د اغېزې خبره مطرح کېږي، دلته د ادب او ارواپوهنې ترمنځ اړیکه پیدا کېږي.

اروايي نظام له چاپېریال سره تړلی دی، په ارواپېژندنه کې هم له چاپېریال سره  تړلي عوامل مطالعه کېږي.

ارواپوهنه د بشر ذهن او چال چلن ته وايي.

د ادب ځینې بحثونه له ارواپوهنې سره اړیکه نیسي. په بدیعي ادب کې ځینې مهم توکي دي چې د لیکوال لیک د نورو پوهنو له لیکه رابېلوي او د ادب په کتار کې يې دروي، دغه راز د ادب ځینې توکي له ارواپوهنې سره مستقیمه اړیکه لري، لکه جذبه، احساس، ادراک، عاطفه، ذکاوت، رنګونه، ذوق، تخییل، فکر او…

د انسان د رواني اړخ همدغه توکي دي چې د بېلا بېلو حالاتو او غبرګونو سره تر ټکر وروسته انسان په شعوري ډول غبرګون ته هڅوي.

په کومو ټولنو کې چې د انسان د روان پر خلاف کړنې ترسره کېږي، انسان يې مستقیم اغېزمن کړی وي.
جنګ، جګړې، ناانډوله ژوند، محرومیت او په ټوله کې د ټولنیز عدالت نشتوالی هغه څه دي ځینې ټولنې ورسره مخ دي.

زموږ ټولنه چې کلونه کلونه کېږي له دغه ډول ناانډولیو او ناخوالو سره مخ ده، زموږ تېر او اوسنی نسل ترې ډېر اغېزمن شوی دی.

په ټولنو کې د حاکمو ناخوالو او ناانډولیو د مخنیوي په برخه کې فرد او ټولنه دواړه مسوول دي چې ناخوالې وغندي او رښتيني قضاوتونه وکړي.

زما د مقالې اصلي موضوع پر دې ده چې د جنګ او جګړو او نورو نارواوو سره د مبارزې لپاره د یوې ژبې ادبیات څه کولای شي، یعنې د جنګ او جګړو پر وړاندې د لیکوال د قلم ژبه باید څومره غښتلې وي چې جنګ وغندي او د سولې پېغام ولېږدوي.

مخکې مو پر دې بحث وکړ چې ژبه د فکر رسولو وسیله ده، خو که دا ژبه په بدیعي ښکلاوو سینګار شي، نو اغېزه به يې څو چنده زیاته وي، مګر د ژبي تصویري کول او سینګار د عامو خلکو کار نه دی، بلکې دا تشه خاص خلک ډکوي چې ستره ونډه پکې د هنرمندانو او پنځګرو ده.

د یوې ښه تابلو نقاشي، د نقاش کار دی نه د یوه سیاستوال، دغه راز د یوې لنډې منظمومې لیکنې یا شعر لیکل د شاعر کار دی، نه د کوم بل داسې چا چې په ادب او ادبي نزاکتونو نه پوهېږي.

د شاعر او هغه چا په خبره کې چې شعر لیکل يې کار نه وي، نو طبیعي ده چې فرق وي.

موږ په عامه ژبه کې وايو باد چلېږي، مګر هنرمند نه وايي چې باد چلېږي، همدغه جمله ده او یو مفهوم لري، خو هغه يې داسې وايي: «سيلۍ د وږي لېوه په څېر انګولا کوي»

زه وایم خزان شو، له ونو پاڼې  توئ شوې، مګر هنرمند وايي « خزان راغی، ونې لغړې شوې»

د جملې مفهوم بدل نه شو، مفهوم هماغه یو مفهوم دی، خو د وینا ډول او الفاظ يې بدل شول او د لومړۍ جملې په پرتله دویمه جمله ډېره احساس پارونکې ده.

زموږ په هېواد کې د رسنیو د بحثونو، غونډو، سیمینارونو، کنفرانسونو او بېلابېلو شعارونو له لارې جنګ او جګړه غندل کېږي، خو دغه فعالیتونه یو ډول کلیشې شوې او هېڅ جذابیت نه لري، مګر همدغه ناسم حالات رحمت شاه سایل  صاحب په شعر کې ډېر ښه انځوروي او له حالاتو کرکه کوي او د خپلې بې وسۍ چغې وهي:  

پخپل وطن کې جنګ را په سر دی

هلته هم زه مرم دلته هم زه مرم

پردی غوبل دی پردی اشر دی

دلته هم زه مرم هلته هم زه مرم

سایل

د پښتو په معاصر ادب کې د ثور له انقلاب را وروسته د ګڼو شاعرانو  داسې بېلګې ګورو چې له جنګه کرکه کوي او انسانیت ته د درناوي درس ورکوي.

د فلسفي شاعر او د عدم تشدد د فلسفې د سرلاري پاچا خان زوی غني خان په مذهبو پرسترو په ډېر لوړ هنري انداز انتقاد کوي او مذهب پرستو ته د انسانیت فلسفه په لنډو الفاظو کې تعریفوي:

د مذهب دنیا پرستو د انسان خونریزي بس کړئ

لوی مذهب انسانیت دی، محبت لویه ســجده ده

عني خان

دغه راز د انسانیت او انسان سره د لېونۍ مينې په پار اروښاد سیف الرحمن سلیم وايي:

مینه د وطن مې که د ټولو مینو میره ده

مینه د انسان مې هم په زړه کې عالمګیره ده

 

پښتانه متل کوي: «ځمکه هغه سوځي، چې اور پرې بل وي» د انسان د فطرت یوه خاصه دا ده چې ډېر وخت ورته هغه شیان چې ده تجربه کړې نه وي، ډېر ساده او اسان ښکاري، مګر خبره داسې نه ده، انسان ته بویه چې د احتمالاتو په اړه فکر وکړي او لازم تدابیر ورته ونیسي، نه داسې چې هر څه دومره اسان وګڼي، چې په پېښېدو سره يې سر او څادر دواړه بایلي.

پاچا خان په دې باور و، چې تشدد ـ تشدد زېږوي، نو لازمه نه ده چې په هغه څه چې موږ يې په تاوان ښه پوهېدو او تر پوهېدو سره سره بیا هم ورته لمن ووهو او شر جوړ کړو.

ارواښاد صاحب شاه صابر په خپله یوه عالي غزله کې پر هغوی د هنر په ژبه نیوکه کوي چې د جنګ له زوره نه دي خبراو د جنګ لمبو ته د لا قوت پوکي ورکوي:

د سرو لمبو د غر غرو له شوره نه دي خبر

دا څوک چې جنګ غواړي د جنګ له زوره نه دي خبر

زما د کور د ورانولو په ارمان لېوني

د خپل ارمان د ورانېدونکي کوره نه دي خبر

د خاموشۍ په تقدس ایمان لرونکي خلک

له لړزېدلي، لړزونکي اوره نه دي خبر

زما بچي لا د ګودر اور ورکي یادوي

دوی په ګودر له لګېدلي اوره نه دي خبر

دومره خبر یم چې له تورو نه يې وینه څاڅي

دومره پوهېږم چې یاران په توره نه دي خبر

چې د چا زړه ورانوي څنګه به ماڼۍ جوړوي

چې د بل بد کوي د بل د پوره نه دي خبر

دا خلک دومره د نفرت په ګنا مه ګرموه

دوی ته ګنا نشته صابره وروره نه دي خبر

صاحب شاه صابر

پر افغانستان د شوروي ځواکونو تر یرغل وروسته چې دوی غوښتل په افغانستان کې د سوسیالیزم مفکورې د عامولو هڅې پیل کړې، ګڼو افغان لیکوالو او روشنفکرانو د هغوی  ددې هڅو په غبرګون کې خپل قلمونه را وخېستل او د خپلې ټولنې مجبورۍ، ناخوالۍ او د خپلو خلکو اخ و فریاد يې د هنر په ژبه دنیا والو ته ورسوه.

د پښتو ادب د اوښتون پړاو پیاوړی شاعر اسحاق ننګیال په خپل یو ازاد نظم کې د (دا کلی مه ورانوئ) نارې وهي:

دا کلی مه ورانوئ!

دا کلی مه ورانوئ!

ګورئ چې هلته د شنو ولو د شنوسيورو لاندې

ګورئ د شنې ويالې تر څنګه د جلګو دپاسه

يو کوچنی پروت دی

يو کوچنی ويده دی

او ، تر  وړې لوپټې لاندې

په خوب وړو سترګو

 د ناز په غېږه کې کوچني شينکي خوبونه و يني.

دا کلی مه وارنوئ!

دا کلی مه ورانوئ !

ګورئ چې هلته لکه زرکې زموږ د کلي نجونې

ګورئ چې هلته د بامو پر سر نورسې نجونې

کتار، کتار د لمر تر وړانګو خپل پيکي جوړوي

او په مينو ژبو

د پېغلتوب غوږ کې د ځوان هوس سندرې بولي

دا کلی مه وارنوئ!

دا کلي مه ورانوئ!

ګورئ چې هلته د هغو سپېرو کوډلو ځينې

ګورئ چې هلته ددې تورې ترږمۍ له غېږې

ساړه زګېروي جګيږې

سوزمن آواز راځي

او اميدوارې ميندې

د انتظار د بڼ د سرو ګلونو لارې څاري

دا کلی مه ورانوئ!

دا کلي مه ورانوئ!

اسحاق ننګیال

 

شاعر او ژورنالیست اسرار اتل بیا وايي:

د یارانو، د شېرینو، دیار چا داسې بد رنګ کړ

دا ښار دومره بد رنګ نه و، دا ښار چا داسې بد رنګ کړ

د دې خاورې خوشبويي وه، د دې دور پاچاهي وه

اتل چا داسې میین کړ، اسرار چا داسې بد رنګ کړ

اسرار اتل

پر ټولنه او افرادو انتقاد د دې لپاره ښه دی چې په راتلونکې کې افراد د ټولنیز عدالت بریدونه مات نه کړي. موږ پخپله ټولنه کې ډېر ورانکاري او داسې کسان پېژنو چې د ځان د اشباع لپاره د نورو مال متاع خوري او سیاسي او د چارو نور شناندي يې دا چاره غندي، مګر که د غندلو او منعه کولو ژبه ادبي او د هنر په جامه کې وي، تر د سیاسي شناندو له تحلیله زر چنده اغېزه به ولري. ارواښاد سیف الرحمن سلیم پر هغو چې د خودغرضۍ لپاره د نورو د کوټو رڼا وژني داسې وايي:

څومره جونګړو ته دې اور ورته کړ

چې خپل محل ته دې رڼا راوسته

منم رهبر په خپله مخ کې لاړو

خو قافله خو يې په شا راوسته

 

ادبيات د انسان له عواطفو، روان، فکر او احساساتو سره ژور او عاطفي تړاو لري. د سولې او سوکاله ژوند په رامنځته کولو او مينې ته د خلکو په رابللو کې يې نقش ډېر مهم او د اهميت وړ دى.

هغه کسان چې جګړه کوي، يا که ووايو چې په ټولنه کې د تاوتريخوالي لمن نيسي او د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره د عدم تشدد پر مفکوره باور نه لري، نو له شک پرته چې فکر او روان يې نه دي روزل شوي او بشري عاطفه يې ډېره کمزورې ده.

په پښتو اوسنيو او لرغونو ادبياتو کې د سولې ارزښت او د جګړې بدۍ تر يو څه حده د اخلاقي ارزښتونو او ښېګڼو په توګه بيان شوي، انسان ته زيان رسول په کې غندل شوي، خو ګڼ داسې شعرونه شته چې د جګړې او تاوتريخوالي له صفتونو او ستاينو ډک دي، لوستونکي ته د دښمن د شتون او مبارزې احساس ورکوي.

د دروېش دراني په شاعرۍ کې له جګړې او تاوتريخوالي بغاوت ، د تورې او جګړې غندنه ځکه موږ ته خوند راکوي او د سوله ييز ژوند په اړه ويلي شعرونه يې په بيا بيا په ستيجونو او غونډو کې وايو چې همدا ددې خاورې د اوسېدونکو نننۍ عمومي غوښتنه او اړتيا ده.

دروېش وايي:

چې بیا نه توره پورته شي، نه سر په وینو رنګ شي

باداره دغه جنګ دې د وطن اخري جنګ شي

بل ځای وايي:

قاتل به نه يې؛ خو زه دومره ګواهي ورکوم

توره دې تکه سپینه وړې وه او سره دې راوړه

همدا خبرې شايد هره ورځ له نورو خلکو واورو، خو د شاعر او اديب له خولې ځکه زيات اغېز لري چې هغه خپله غوښتنه د ادبي او شاعرانه ظرافتونو په ملتيا وړاندې کړې او موږ د خپل حال په اړه فکر کولو ته اړ باسي.

كه زړونه سره يو كړو او لاسونه سره وركړو

دا كاڼي به لالونه شي دا بوټي به لونګ شي

ترڅو به دوى په کلي كلي ګرځي دابه وايي

چې دا مېنه دې ورانه شي او هغه كور دې ړنګ شي

زموږ زلمي چې جنګ ته هڅوي نو ورته وايي

چې هسې كه مو كېښودې خو تورې به مو زنګ شي

+++

ښاغلی دروېش بل ځای وايي:

رنګ به وي تر څو پورې په وینه توره ماته کړه

زړه د انسان وګټه په مینه توره ماته کړه

نه د ماشوم مخ ګوري او نه د شاليلا سينه

پورته شه دروېشـه دا بې دينه توره ماته كړه

+++

د درويش صيب او ځينو نورو معاصرو شاعرانو په شعرونو کې د جګړې ضد او سوکاله ژوند پيغام لرونکي شعرونه خورا زيات دي او پر خلکو يې له ژور اغېز ښندلی دی.

شاعران او لیکوال مخامخ يوه موضوع نه بيانوي، مګر له یوې موضوع سره بله موضوع پیوندوي او د شعر او تخييل په مټ دومره خواږه ورکوي چې د لوستونکي او اورېدونکي احساسات په بشپړه توګه خپلوي او تر اغېزې لاندې يې راولي.

دوى جګړه داسې انځوروي چې ددې انځورونو پر ليدلو له جګړې د خلکو زړونه تورېږي، بد يې ورنه راځي او يا که مينه او سوله د ښکلا په الفاظو کې رانغاړي، نو زموږ مينه ورسره دومره زياتېږي چې خپله په جګړه لعنت وايو.

د ليکوال يا اديب تر ټولو ستره شتمني د هغه مخاطبين او لوستونکي دي، هر وخت چې دى ځان د هغوى په منځ کې حس کړي او د خپل اثر اغېز او پايله وګوري، نو همدا دده لپاره تر ټولو ستره جايزه او انعام دى.

نو دا وخت چې افغان انسان تر بل هر څه سولې او ارامه ژوند ته د نړۍ تر نورو انسانانو ډېره اړتیا لري، د دې ټولنې لیکوال باید خپل مخاطبین درک کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *