جیلاني جلان

نازدانه انکار یې داسې د خوږو خبرو منځ کې

لکه تت اور چې بلیږي د سرو سپینو زرو منځ کې

بیا به څومره معصوم زړونه دسلګیو له تیغ تیرشي

یوه ارزو په کمین ناسته د نظر د زغرو منځ کې

زه هغه اوس د ژوند داسې مرحله کې سره اوسو

لکه مات چې اعتماد وي د سنګر ملګرو منځ کې

په بې فکره کورنۍ کې یو شاعر یم ژوند مې داسې

لکه سور ګلاب ولاړ وي د کږو ډبرو منځ کې

د زګروي اواز یې اورې؟ستا جلان دی راشه راشه

لکه ژوبل مرغه ناست دی د زخمي وزرو منځ کې

 ————————————————

ور دې د زړه کړلو دربند د ننه کیناستلې

اوس تیره وه  یوازې ژوند د ننه کیناستلې

ته دې د خپل ښایست په دنګو غرو مغروره ګرځه

زه به له درده اخلم خوند دننه کیناستلې

زما او ستا د یو کیدو امکان بس داسې ګڼه

لکه د اور اوبو پیوند دننه کیناستلې

اوس مې وجود د ژرندې پل د غم په لواړو دانو

دا دی درګرده وهي شخوند دننه کیناستلې

د اور کړیو کې جلان بند په بند داسې بند شو

لکه بنګړیو کې مړوند دننه کیناستلې

سیدجیلاني جلان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *