ماتې چې پردې کړي اور  راو چوي

ځان ته مې نږدې کړي اور  را وچوي

ښکل يې کړم له شرمه ښکته وګوري

ټیټې چې جنډې کړې اور  راوچوي

دښته د وجود مې ګڼه ګوڼه کړي

څڼې چې رمې کړي اور  را وچوي

ډک له جنتي کیف انګوري ګانګي

ځوړند په سینې کړې اور  راوچوي

خدایه جلان مړ په توره تبه کړې

سترګې را خوږې کړي اور  را وچوي

سیدجیلاني جلان

کابل

۱۳۹۸/۴/۱۹

پوښته مې مه چې ولې نه غږیږم لکه موم

که جوړ شم یوې خوا بل خوا ورانیږم لکه موم 

پخپل ځان کې تمام عمر غږم تپه تیاره

د بل لپاره هر وختې بلیږم لکه موم 

هغه مې چې په ټول عمر لیدلې نه ده خدایه ! 

هغې پسې درګرده ویلې کیږم لکه موم 

چې روغ ومه رڼا ته مې راتاو واړه زاړه وي

چې مړشم ژرله ټولو نه هیریږم لکه موم 

جلانه ! اور حالاتو دومره قید کړمه په ځان کې

د خپلو اوښکو کندې ته غورځیږم لکه موم 

سیدجیلاني جلان

کابل

۱۳۹۸/۴/۱۹

By Azhar

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *