سید جیلاني جلان

څوک چې خبره د ولس او د وطن کوي

اول دې ځان ته غم د قبر او کفن کوي

غرونو ښارونو بوی نیولی د انسان د غوښو

په هدیرو د جګړې جشن اهریمن کوي

د وحشت اوج کې جنوني اور بهويي له سترګو

جـنت ګټي جهنمي رقـص په بدن کوي

له  دوښمن څه ګیله ده یا د ګران وطن ناموسه!

ستا بي ابـي پخپله ستا لوڼه زامن کوي

زمونږ په ژوند قمار همدا خلک وهي جلانه!

څوک چې ددین په نوم پنـځه ګزه لمن کوي

سیدجیلاني جلان

کابل

غمي غمي شګې په ځان را اړوم لګیا یم

ستا د اوبه اوبه وجود چینه چیکم لګیا یم

سترګو کې مسکه اوسه مخ مه اړوه ګلابې

د روح غذا مې له خوږو پوره کوم لګیا یم

زړه مې دربیږي  ساه مې بنده بنده کیږي راغلم

د خوب کوټې شاه ته دیوال درټکوم لګیا یم

ته د خواهش په لمبو ځان سینګاره وه تر هغې

زه د توبو تندي درګرده ماتوم لګیا یم

بې درده خلکو ته د درد سندرې وایم جلان

په شاړو ځمکو د نرګس تخم کرم لګیا یم

سیدجیلاني جلان

کابل

۲۱ غبرګولى ۱۳۹۸

++

عظمت نسکور د پښتانه مونږ ورته ګورو ژاړو

دیوال مو لویږي د کاله مونږ ورته ګورو ژاړو

لا هم  پالو د تورو پړک لاندې د زغم فلسفه

په سر وارونه خورو درانه مونږ ورته ګورو ژاړو

ابلیس راټیټ کړی قیامت په فرښتو ملالو

دنګ قامتونه خوري چاړه  مونږ ورته ګورو ژاړو

مونږ په نسبت دددوی بیخي زیات یو خو مات ولې یو؟

دوښمن یا درې وي یا پنځه  مونږ ورته ګورو ژاړو

دمنظوري اذان کړنګا ده  وجدانونه ویښ کړئ

لمونځ دی شروع د ویښتابه مونږ ورته ګورو ژاړو

سیدجیلاني جلان

+++

پریږده ملا پریږده دا مې زړه غواړي

مینه مسلمان او هندو نه غواړي

سترګې دې ژور  ژور راګوري نن

ته وا دوې سوالګرې پیغلې وړه غواړي

پرې مې وت نظر ستا په چکن ټتر

لمر د پرتو غرونو ترمنځ تله غواړي

واوښته د ژوند تقاضا واوښته

تیږې ګوګړګلو نه رانجه غواړي

نور که لورینه کوې ښاده شې

خو جلان په ناز کې پټه خوله غواړي

++

خدایه !  ته ګورې ستا رنګینه پیرزوینه ژويي

وږي حالات مو د ښکلا روح  له وطنه ژويي

ګز ګز ماران  مې د وجود په لوڅولو اخته

څوک مې ګریوان څوک مې لستوڼي څوک لمنه ژويي

وطن پرست له مرګ وروسته  هم په امن نه دي

غوڅ غوڅ وجود قبر کې ننه ترې چاودنه ژويي

شاید تیریږي یې په زړه کوم هیجان د مینې

لیونۍ بیا بار بار په شونډو کې غوښتنه ژويي

بې باوري  له حده واوښته جلانه یاره!

پاخه پاخه دوستان قسم ماتوي ژمنه ژويي

سیدجیلاني جلان

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *