د علي بابا ګروپ موسس جک ما

لیکوال: جېک لینشای

د علي بابا ګروپ اجراییوي مشر، جېک ما د ۲۰۱۴ م کال د سپتمبر په ۲۳ تاریخ د سه شنبې ورځ په نیویارک ښار کې، په کلینتن نړیوال انسټیټیوټ کې  د شتمنۍ د ارزښت او د پیسو د فلسفې په اړه خبرې وکړې، جېک ما د علی بابا اجرائیه رئیس دی، او د خپل بریالیتوب په اړه هم وغږید، چې څنګه دی د چین هیواد شتمن سړی وټاکل شو.

دلته پنځه درسونه دي چې موږ یې د جېک ما له خبرو زده کولی شوو.

  • مخکې فکر وکړئ.

زیات ای پي او، لرونکې کمپنۍ او د ۲۵ ملیاردو ډلرو مالک جېک ما ووایل، چې “ما ۱۵ کاله پخوا خیالي نړۍ جوړوله، او ما هره ورځ بریالیتوب لیدلی، دا ځکه زه پوهیدم چې د هرې بلې ورځې هڅه مې د بریا خوا ته نیږدې کوي”.

  • پیسې خوشالي نه بلکې مسؤلیت دی

جېک ما وایي، ” کله چې زه فارغ شوم ما د میاشتې ۲۰ ډالر ګټل او دغه زما لپاره خورا ښه وو. د پوهنتون له فارغیدو وروسته ما په چین کې د انګلیسي تدریس کاو.

عبدالله ریحان

” که تاسو یو ملیون ډالر ولرئ تاسو نېک بخت خلک یاست، کله چې ۱۰ ملیونه ډالر ولرئ بیا له زیاتو ستونزو سره مخ کیږئ، سرګردانه به یاست، که مو له لس ملیاردو زیاتې، یا سل ملیارده ډالر ولرل نو مسؤلیت تر درغاړې شو، ځکه خلک په د باور وي، چې ته به یې له نورو خلکو په ښو ځایونو مصرف کړې”.

  • د ناڅاپه ښه کیدو تمه ولرئ

جېک ما وایي “ژوند له خواږو ډک بکس دی”. دده د خوښې فلم ( د کورنۍ لیوانی) څخه یوه کرښه چې وایي، ” تاسې په هیڅ نه پوهیږئ، چې څه به ترلاسه کړئ”.

  • د بریا لپاره اړیکه اړینه نه ده.

“موږ شتمتن پلارونه او ترونه نه درلودل”

کله مو چې د چین هانګزاو کې د عالی بابا اپارتمان خلاص کړ، موږ یوازې هغه پیرودنکي لرل، چې زموږ ملاتړ یې کاو.

  • د نړۍ د بدلون لپاره باید په ځوانانو پنګونه وشي

“دغه راز د هغو خلکو سره مرسته کوي، چې غواړي بریالي شي”.

د ځوانانو سره مرسته، د ماشومانو ښه رزول، ځکه ماشومان لویږي. ماشومان د تخمونو په شان دي کله چې رالوی شي نو نړۍ بدلوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *