تاند- په جلال اباد ښار کې نن /چهارشنبه/ د ولسي جرګې د غړي حاجي ظاهرقدیر پر کور په انتحاري برید کې لږترلږه ۲ تنه ساتونکي وژل شوي دي.
راپورونه وايي چې انتحارګر لومړی پر ساتونکو ډزې کړي او بیا یې ځان الوزولی دی.
وېره ده چې د تلفاتو شمېر تر دې زیات وي.
تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې د حملې په مهال حاجي ظاهر قدیر چیري و.
نوموړی د داعش سخت مخالفت کوي او له دې ډلې سره د سخت مخالفت له کبله حکومت غندي چې د داعش پر ضد مبارزه ولي زیاته نه پراخوي.
تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت منلی نه دی.
داعش عموماً د خپلو حملو مسوولیت په ځنډ مني.