د بدلون اوونیزې دوهمه ګټه –
یاده لیکنه د روان ږیزدیز کال د اګسټ دېرش سوېډن کي د حاجي محمد نوزادي او درې تنو نورو نومیالیو افغانانو په ویاړغونډي ته لیکل سوې وه، دادی اوس يې د بدلون اونیزي له مینه والو سره هم شریکوو. دوست
ډیر کله لیکوالان ، ادیبان ، سبک پېژندونکي ، او ناقدین د شاعر پر شعر او په شعر کي یې پر لفظي او بدیعي، منظوم انځورونو باندي څه لیکي، خو دې لنډي لیکني او یادوني کي د هیواد د یو پیاوړي شاعر پر ځانګړي ریالسټیک (رښتني) کرکټر باندي، هغه چي د شاعر د شخصیت، د شعر د خلاقیت او پنځون سره مستقیم تړاو لري، چیري چي رښتینې شاعري زیږي؛ هغه مقام چي پکښي د فطرت، تخیل، فکر، ذهن، ځان او روان یو ګډ ریالسټیک میکانیزم شتون لري.
شاعرۍ کي ریالسټیک کرکټرونه د پام وړ ځای لري، همدا ځای دی چي په شعر کي عاطفه، تخیل، احساسات حقیقي تمثیل او ریالسټیک کرکټرونه په ټولنیز لحاظ د شاعر د باوري شخصیت تضمین کوي، په کوم شعر کي چي پورتني توکي نه وي هغه حقیقي شعر نه بلکی د رنګینو الفاظو ټولګه بلل کیږي .
په منطقي لحاظ ټول هغه فکري عناصر چي د یوه موجود په توګه تائیدیږي کرکټربلل کیږي، د بېلګي په توګه د یوڅیز یا موجود اساسي ځانګړنه.
په رواني لحاظ په شعر کي کرکټر د هغو عاداتو، احساساتو او کړنلارو ټولګه ده چي یو فرد له بل څخه بېلوي لکه پښتني کرکټر، خو په اخلاقي لحاظ کرکټر هغه دی چي پر ځان ویسا، راسخ عزم، د فکر او عمل توافق شته وي.
په دې اړه استاد الفت وايي : ” یوازي شعري صفتونه او ښکلي الفاظ شعر نه بلل کیږي، تر څو هغه کي رښتینی او ریالسټیک کیف شتون ونه لري.”
استاد روهي وايي : ” په شعر کي ریالیزم د ژوند د واقعیتونو ښکاره کولو ته وايي “
دا تعریف که څه هم تر ډېره سم او پر ځای دی، خو په خپله ژوند او د ژوند واقعیتونه ډېر کړکېچن او پېچلی دي.
واقعیت له هغه څه څخه چي شته او په سترګو لیدل کیږي ډېر پېچلی، ژور او مغلق وي.
یو ریالیسټ شاعر هم د ژوند پیښي په مجرد ډول نه انځوروي، بلکي هغه ټولي پیښي چي د ژوند له حقیقت سره تړاو لري د هغو پر څومره والي او څنګه والي باندي، چي انسان اغېزمن کوي، تر ژوري څېړني لاندي نیسي او عکاسي کوي د حقیقي شاعرۍ دا البم بېرته د ټولني مخي ته ږدي.
موږ وینو چي په ادب کي ریالیزم د رومانټیزم خلاف خپل نظریات او احساسات له وقایعو سره نه ګډوي، همداسي زموږ ملي او نومیالي شاعر پوهنمل حاجي محمدنوزادي هم دا تناسب په پوره غور په پام کي نیولی دی.
دا هم د یادولو وړ ده چي په ریالیزم کي ستاینه د ستایني لپاره نه ده او په همدې ټکي کي يې له نېچرالیزم سره جوت توپیر ډاګیز دی.
د شاعر مینه – نفرت، د سمون په موخه انتقادي ژبه ټول ریالسټیک کریکټرونه دي.
هغه چي په ټولنیز ژوندانه کي پر نفاق باندي له اتفاق څخه کرکه او نفرت لري د خپل هیواد او خلکو سره مینه و لري او د سمون لپاره يې انتقادي ذهن او ژبه ولري.
په ریالیزم کي که مینه هر څومره وستایل سي بیا هم په تکراري ستاینه ارزي او له حقیقته نه وزي .
کرکه د میني ضد ده، که کرکه نه وای د میني نوم به نه وای، د الله [ج] په تکویني نظام کي، د کایناتو او بشریت په پیدایښت کي تضادونه شته، شاعر هم د خپل پنځوني تومنه له همدې کایناتو اخلي، د تخلیقي نظام او قانون سره سم يې ترسیموي، که چیري له اړوند قانون څخه پښه واړول او له حقیقته لیري یې یوازي پر خیال پردازیو تکیه و کړل، دې ته بیا شاعرانه ریالسټیک انځور او کرکټر نه سو ویلای.
د ریالسټیکو سوژو د رابرسېره کولو لپاره د شاعر او عادي کس تر منځ توپیر په دې کي دی چي که يې بېلګه سترګي راوړو، نو سترګي موږ ته له ټولوغړو رانژدې دي، خو عادي کس ځان پرې پوره نه ویني ، خو شاعر دا ځانګړنه لري چي، هم ځان وویني هم جهان او د جهان حقیقي انځور واخلي.
موږ وینو چي د بشریت د معرفت تاریخچه له شعره را پیل کیږي، پر فلسفه مرور کوي او په علم و عمل پای ته رسیږي.
په ریالسټیک کرکټرونو کي د ظاهري نړۍ د حقایقو درک او عکاسي صورت نیسي، شاعر يې د باطني نړۍ د درک لپاره هم څلورګوني شاعرانه حسونه کاروي لکه : خیال، حافظه، تذکر او تفکر.
ریالسټ شاعر تل پر بنسټیزو موضوعاتو، چي د ټولني په کړو وړو کي لومړنی او ژور اغېز لري، خبري کوي او پر غیر عادي او تصادفي پیښو تکیه نه کوي.
زموږ ریالسټ شاعر که څه هم دهیواد څخه پردېس او لیري دی، خو قلباً او روحاً په هیواد کي دی او د بیدو پښتنو د را ویښولو او له ډوبېدو د ژغورلو لپاره له زرګونه میله لیري څخه نارې وهي :
په شپېلۍ مي لر او بر کي
مړ پښتون راویښولای
و هغوی ته مي په زغرده
د حاکم په شان ویلای
چي په ګده يې کښتۍ خپل
ډبېدو څخه ژغو رلای
(زینې ، ۲۰۱۴،۲،۸)
په پورته شپږو بیتونو کي د پښتني ټبر د ژغورلو او ویښولو یو ریالسټیک درد نغښتی دی، چي شاعر یې د خپل کرکټر او ممتاز صفت له مخي، د ویښتیا چیغي وهي، تر څو ویده پښتون ویښ او خپله طوفاني کښتۍ تر ساحله ورسوي او وژغوري.
شاعر بل ځای د خپلو خاپوړو د سیمي د حقیقي ژوند معصوم او ماشوم ژوند تصویر را ښيي، د اروپا ښکلاګاني او رڼاګاني کاذبي او مصنوعي ګڼي خو د خپل هیواد رښتینې دوړه یزه څېره يې خوښیږي او یادیږي.
بېلګه :
ما هغه کلي ته بوزئ
چي کوڅې له خاورو ډکي
چي د خټو وه کورونه
زما هغه ګودر یادیږي
مازدیګر چي به کټ کټ وو
چي منګي وه کتارونه
ترپایه…
(قبرونه ،۲۰۱۳،۸،۱۴)
بل ځای وینو چي شاعر په خپل شعر کي د خپل وطن او هیواد د جګړې د څلوېښتۍ (څلویښت کالو) کیسه او فلسفه نغښتې، د جنګ او وژنو حقیقي انځور یې اخیستی، هغه جنګ چي ملي بنیادونه يې ولړزول، افغانستان يې په قبرستان و نوماوه، په تول پوره ملت يې ټوټه-ټوټه او د نړۍ د کډوالۍ او پردېسۍ شومه کړ، صالح واکمنان ووژل سول، د ناپوهۍ فرمانونه جاري سول، قلمونه مات سول ټوپکونه حاکم سول، سیاسي رنځ او ناروغي راګډه سوه، فقر منګولي ټینګي کړې، د احتیاج ورونه پرانیستل سول، دا ټول هغه ترخه حقیقتونه دي چي شاعر بیان کړي دي او پر ځای دي، له حقیقته باید خجالت ونه ایستل سي، شاعر په ډېر صداقت پورتني ناورینونه په ریالسټیکه توګه، په ډېر ماهرانه او شاعرانه انداز انځور کړي دي .
په پای کي که غواړو چي د ښاغلي پوهنمل حاجي محمد نوزادي ریالسټیک کرکټر ځان ته معلوم کړو نو د ده د شاعرۍ له ادرسه يې ډېر ښه پېژندلای سو، د ادب په کاروان کي ښاغلی نوزادی یوپیاوړی شاعر او پر هیواد مین زړسواند انسان دی، عمر يې اوږد، بریا يې نصیب .
حاجي محمد نو زادي!
حاجي محمد نو زادي بر علاوه جه يو شه شاعر هغه ر علاوه ددي جه خبل مسلكي دكتورا به لاس او دده كاركردكي دمعدن او صنائع وبه وزارت كي د ده دباكي او خدمت كذاري نخشئ بري ايشي دي.
دابه نورو علومو اوفلسفه كي ز يأتِ عميق ملومات لري
دنن ورخي دكار او اجراتو به غوندي ولار انسان دوطن دنا خوالو به هكله شبه او ورخ به هجرت او بي كاري كي تيروي.
داجه هر جيري أوسيزي زوندي او خوشحاله دي أوسي.
حاجې محمد نوزادی دلعل محمد نوزادې ورور او دهلمند ولایت اوسیدونکې دی.نوموړې دهغه ګوند غړېدی (خونخوار خلق او پرچم ) چې دګران افغانستان دبربا دیدلو او دوینو دویالو دبهیدلو…………. لومړۍ درجه مسولیت پر غاړه لرې. کورودانه یې شوروۍ ده چې دغې شوروۍ ما ینې څخه اولا دونه هم لرې. دنورو خلقیاونو پر ډول پر ځای ددغه چې خپل اصلې بادار روسیې کې یې ژوند مختاره کړیوای. په مرکزې اروپا کې دنورو کمونیستانو پر ډول ښه دشرابو وکباب او دعیا شۍ ژوند کوې. او لعل محمد نوزادې چې دده ورور دی تحصیل یې په المان کې کړیدی.