تاند- په امریکا کې یو شمېر ساینسپوهان د مغزو له ایمپلینټونو څخه په استفادې د حافظې د بېرته راګرځېدو لور ته غټ ګامونه اخیستي دي.
د دارپا په نوم د امریکا د پرمختللیو دفاعي تحقیقاتو د ادارې ساینسپوهان، چې د پینتاګون تر مستقیمې څارنې لاندې کار کوي، د مغزي ایمپلنټونو پر جوړولو لګیا دي چې ښايي په دې وسیله په نړۍ کې ملیونونه انسانان، چې حافظې یې له لاسه ورکړي دي، بېرته د حافظو خاوندان کړي.
د دارپا د ادارې مشر ډاکتر جاستن وايي، دوی د مغزي ناروغیو د دې ستونزې د حل کولو لور ته په مخ روان دي، هڅه کوي چې په لومړنیو ګامونو لکه د یو شمېر کلمو او د ساده خاطرو په یادولو له ناروغانو سره مرسته وکړي چې له دې طریقه له لاسه ورکړې حافظه بېرته ترلاسه کړي.