تاند- څېړونکي وايي چې د حافظې د ښه کولو او د هېرې د ناروغۍ د مخنیوي لپاره تر درملو خوړو ته زیالت پام وکړئ.
د دوی په وینا درمل له حافظې سره چندان مرستته نه کوي نو که ښه کوئ داسي خوراکونه وکړئ چې حافظه مو پیاوړي کوي.
د څېړونکو ډاکترانو په وینا هڅه وکړئ چې خوراکي شیان زیات سره نه کړئ ځکه چې سره کول د خوړو ویتامینونه له منځه وړي.
دا خوراکونه د حافظې له پیاوړتیا سره زیاته مرسته کوي؛
کب؛
په تېره بیه هغه کبان چې غوړ یې زیات وي لکه سالمون

۱

حبوبات
لوبیا، نخود، دال، عدس، ماش….

۱

کېله
کېله زیات مګنېزیم او ویټامین بي ۶ لري او د عصبي حجرو ترمنځ ارتباط ښه کوي.

۱

ککاو لرونکي چاکلېټونه

۱

شین چای
شین چای د ترخو یا تورو «ککاو لرونکو» چاکلېټو په شان خاصیت لري خو پکار ده چې خوږ یې ونه څښو.

۱

اوو کادو
دا مېوه زیات ویټامین اي لري. دا مېوه د امریکا د لویې وچې په تودو سیمو، برازیل او د هند په لوېدیځ کې کېږي.

۱
وچه مېوه
د اووکادو خلاف وچه مېوه په افغانستان کې زیاته لرو. بادام، چارمغز، میندتي، مومپلي…

۱

د شنو اوربشو جوس

۱

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *