تاند- فساد او د مقرراتو کمزوتیا سبب شوې چې په تېرو دیارلس کلونو کې په افغانستان کې په لکونو هکتاره یا په ملیونونو جریبه مځکه په ځانګړي ډول د جګړه مارو او زورواکانو له لوري غضب شي.
له فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې د کمېټې له یوه تازه راپور سره سم د افغانستان تر ۳۴ فیصده لږې مځکې سروې او په رسمي ډول ثبت شوي دي.
د حامد کرزي په دیارلس کلنه دوره کې په افغانستان کې دومره دولتي او ملي شتمنۍ غضب شوي چې د افغانستان په ټول تاریخ کې نه دي شوي.
په تېرو دیارلس کلونو کې د نړیوالې ټولنې له زیاتو مرستو او هلوځلو سره سره په حکومت کې، چې غاصبانو او زورواکانو پکې زیاته ونډه لرله، د ارادې د نشتوالي له کبله قانون تقریباً په هیڅ برخه تطبیق نه شو او خلک د مځکو غصب او نورو غیرقانوني کړنو ته تشویق شول.
له فساد سره د مبارزې د څار او ارزونې د ادارې له راپور سره سم د افغانستان پاتې مځکې هم د غصب له خطر سره مخامخ دي.
په افغانستان کې، چې په سلو کې ۸۰ نفوس یې پر کرنه اتکا لري، د مځکې د احصاییې او ثبت ادارو په تېرو ۱۳ کلونو کې د ۲ لکه ۴۰ زره هکتاره مځکې د غصب کېدو شکایتونه ترلاسه کړي دي.
راپور وايي، له دې کبله چې ډېرې مځکې زورواکانو غصب کړي پر شکایتونو غور نه دی شوی همداراز په حکومت کې د فساد د زیاتوالي له کبله نورو غصب شویو مځکو ته د رشوت په بدل کې اسناد جوړ شوي دي.
كه جيري خبله كرزي او دكورني كوم غري ددولت خمكي غصب كري وي او كرزي مخنيوي نه وي كري نو دملت دنورو غاصبونو به خه كيله كوو.به قندهار،كي دائً نو أنا مينه بايد تفتيش شي،به شمال ولاياتو كي دولتي بخواني فابريكي بايد وكتل شي جا او به خه صورت ءي غصب كري.اختر بت ميره نه دي كه دا اشرف غني وي انشأ الله تولي غلاوي به بر بندي كري
Karzai himself and his family members were part of it. Who got the money from Iran? His brother Mahmoud bought the land of Ainomena for pennies.
Actually Karzai instigated the corruption not prevented it. Karzai him self should brought to Justice.