د افغانستان تاریخ ته په کتو سره هر واکمن که څومره هم په واک کی پاتې شوی خو بیا یې هم د قدرت تنده نده ماته شوې او په قدرت کې د پاتې کیدو دپاره یې یا سر خوړلې او یا یې هم ملک له خطر سره مخ کړی دی. د دغو تیرو واکدارانو نه په تقلید له دیارلس کلونو حکومت کولو سره سره بیا هم د پخوانی ولسمشر حامد کرزي دحکومت او واکدارۍ تنده ماته نشوه، او د خپل حکومت په وروستیو کلونو کی یې ډیر کوشش وکړ چی په یو نه یو ډول سره په واک کی پاتی شي او خپله د واکداري موده وغځوي.
حامدکرزي ته د جمهور رييس په توګه په واک کی د پاتې کیدو نور چانس نه وو نو یې د پوتین په شان داسی پالیسي غوره کړه چی یو داسی کس د حکومت په رآس کی راولي چی جمهور رييس هغه کس وی او نور صلاحیتونه او واک له ده سره وي، نو یې د خپلې دی موخې دترلاسه کولو دپاره په تیرو ټاکنو کی دخپل وخت دبهرنیوچارو وزیر او ځان ته نژدی او تابع کس زلمۍ رسول رامخې ته کړ او دهغه نه یې په ټاکنو کی په پټه او ښکاره سره پوره ملاتړ وکړ او د زیاتو دولتي امکاناتو نه یې برخمن کړ تر څو يې په ټاکنو کی یې بریالې کړي (ده د زلمي رسول د بریالي کیدو نه دوه موخې وی اول دا چی دئ به تر ډیره په واک کی پاتی شي او دوهم دا چی د خپل په فساد کی ډوب حکومت فساد او غلاوی به پټې کړي او ځان به په تاریخ کی د یو اتل په توګه ثبت کړي) خو کمزوري زلمي رسول ونشو کولای چی کامیاب شي مګر د کرزي په ملاتړ سره یې یو څه رايې خپلې کړی.
کرزي د زلمي رسول نه په ملاتړ سره یو زیات شمیر رأیې تقسیم کړلې او پدی سره یو نوماند هم وه نه توانیده چی په لومړي دور ټاکنو کی بریالی شی. ټاکنې دوهم پړاؤ ته لاړلې او په دی سره دزلمي رسول نه د کرزي هیله وختله، نو په نویو دسیسو یې لاس پورې کړ او د دوهم دور د ټاکنو دجنجالي کولو هڅې یې پیل کړې ترڅو د دوو مخکښو نوماندانو تر منځ جنجال پیدا کړي او په همدی ترتیب ټاکنې لغوه کړي او دلویې جرګی دلارې خپله د واک موده اوږده کړي. خو داسې ونشول تر ډیرو لانجو وروسته اشرف غني او عبدالله عبدالله سره جوړ شول او نوی حکومت رامنځ ته شو، اشرف غني د جمهور رييس په حیث او عبدالله عبدالله د حکومت د اجرائیه رئس په حیث وټاکل شول.
کله چی د محمد اشرف غني په مشرئ نوی حکومت رامنځ ته شو نو کرزي د مختلفو لارو پر اشرف غني فشارونه زیات کړل تر څو ده ته په حکومت کی خاصه ونډه ورکړي او د غلا او فساد هغه دوسيې په کوم کی چی د کرزي د وروڼو او دده د بانډ دکسانو لاس وو لکه د کابلبانک او غوري سمنټو دفابریکې موضوع رابرسیره نکړي خو اشرف غني مقاومتي دریځ خپل کړ او دده دا غوښتنې یې وه نه منلې. د کابلبانک موضوع یې رابرسیره کړه او دغلو نه یې پیسې حصول کړې، ددفاع وزارت دقراردادونو موضوع، د کلیو پراختیا وزارت، د پوهنې وزارت غلا او نورې….. دفساد دوسیې یې وڅیړلې.
همدا ده چی د کرزي او د ده ډله تشویشونه او ویره زیاته شوه او د نظام د تخریب هڅې یې پیل کړې او د خپلو کرایه شوو افرادو پر مټ یې په مطبوعاتو کی د سیاسي کارپوهانو په نوم د نظام پر ضد تبلیغات پیل کړل او کوشش کوي چی د حکومت هری روغې کړنې ته منفي دلایل پیدا کړ، د مثال په طور د پاکستان سره د امنیتي تړون نه یئ لویه ډنډوره جوړه کړه حال دا چی تر اوسه امضاء شوی هم نه ده.
دوی پدی سره د عامو خلکو ذهنونه مغشوش کوي او کوشش کوي چی حکومت ضعیفه وښیې او عام خلک د حکومت پر ضد راوپاروي تر څو ګډوډي جوړه کړي او دوی خپلو شومو اهدافو ته ورسیږي. خو دوی دا هیره کړی چی اوس ولس هغه ولس نه ده کوم چی د امان الله خان او داؤد خان په وخت کی وو اوس ولس سیاسي پوهه لري او بیا به پرینږدي دا هیواد د زوال خوا ته ولاړ شي. زه باور لرم چی ولس د دوی څیرې پیژندلې او د دوی په خبرو به وه نه غولیږي او نور به یې د بیګانه وو داهدافو پوره کولو ته پرینږدي.
د یو سرلوړي افغانستان په هیله!
———————–
د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.