د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د خوشال بابا د فکري بهیر په غونډه کې روانه اونۍ داسې وینا وکړه چې ښایي د ډيرو افغانانو په زړه برابره وي، خو په ورته وخت کې ښاغلي کرزي ځیني اعترافونه وکړل.
ده وویل چې د شوروي د یرغل خبره یې په هند کې هغه وخت واوریده چې دی محصل و او په لاره کې دوو نجونو سره خبرې کولې. ښاغلی کرزی وایي چې دا خبره مې واوریده ومې منله. یو څوک چې سیاست لولي او شل کاله عمر لري باید پر شفاهي خبرې باور ونه کړي خو پخواني ولسمشر د زړه خبره کوله ده په خپله وینا کې ورته نورې کیسې هم وکړې.
ده وویل چې اته کاله چې د جهاد تیر شول بیا په حقیقت پوه شوم چې پاکستان څه هدف لري. په دې وخت کې ښاغلي کرزي په سیاست کې ماسټري هم اخیستې وه.
ښاغلي کرزي دا کیسه هم وکړه چې « د حکومت وروستي وختونه یې وو دوه کاله پاتې و که درې کاله پاتې و بالا نه و پاتې یوې ازبکې په سرپل کې امر راباندې وکړ چې زما دوه زامن ستا د حکومت په لاره کې شهیدان شوي دي دریم زوی می په هلمند کې دی هغه کورته راولیږه» ښاغلی کرزی وایي چې دې خبرې خوند راکړ. بیا هم ده شفاهي خبرې سند اخیستې دی.
د بیانې په یوې بلې برخې کې د بدخشان د مینجور کیسه کوي چې پخوا یې هم کړې وه او وایي چې هغه ته مې وویل: « دوکان دې خدای د افغانستان په اندازه لوی کړه خو ده راته وویل ټول افغانستان دې اباد شي چې زما دوکان هم پکې ودان شي».
ملي مشر په خپله بیانیه کې یوه بله کیسه هم وکړه چې پکتیاوال راته وویل که بامیان او بدخشان رایي درکړي زه یې هم درکوم. دا خبره هم د خلکو په زړونو کښیني چې خلک ملي وحدت غواړي خو که ورته ځیر شو د دې پکتیاوال غوښتنه دقیقه نه ده ځکه چې په انتخاباتو کې څه معلومیږي چې څوک چاته رایي ورکوي یوه اندازه رایي خو طبیعي دي چې له هرځایه یې د ښاغلي کرزي په څیر سیاسي مطرح څیرې اخیستلی شي.
د افغانستان پخواني ولسمشر په ورته وخت کې په خپله وینا کې د پخواني شوروي اتحاد دفاع وکړه او ویې ویل چې د وخت له حکومت سره په نره ولاړ و. ده وویل چې هغه وخت د افغانستان الوتکې د پاکستان پر سر ګرځیدې خو اوس چې امریکا له افغانستان سره مرسته کوي پاکستاني الوتکې د افغانستان پر فضا الوتنې کوي.
د دې مقایسې سربیره ښاغلي کرزي امریکا او پخوانی شوروي اتحاد مقایسه کړ او دا تور یې پوري کړ چې امریکا له پاکستان سره په ګډه د ډاکټر نجیب د حکومت د ځواکونو د خلع سلاح کولو پریکړه کړې وه.
حامد کرزي په ورته وخت کې طالبان پاک خلک وبلل او ویې ویل چې ورانی وروسته پیښ شو. ده د جهاد په کلونو کې د طالبانو جبهې پاکې وبللې. او په دې برخه کې یې بیا پر یوې شفاهي کیسې اتکا کړې ده. ده وویل چې ماته ملا رباني وویل چې افغانستان پاکستان اشغال کړی نو دستي په حقیقت پوه شوم.
ښاغلي کرزي د دې سربیره چې پر امریکا انتقاد وکړ په ورته وخت کې یې امریکا وستایله چې د پاکستان له اشغاله یې خلاص کړو. ده وویل چې امریکا وروسته غلطي راسره وکړه او د بې ځایه بمباریو خبره یې یاده کړه.
خو په ورته وخت کې ده وویل چې د امریکا حضور منو په دې شرط چې د افغانستان په زیان نه وي. ښاغلي کرزي وویل، که امریکا وغواړي سوله راځي ده بیا په ورته وخت کې امریکا ته اخطار ورکړ چې بازۍ دې نه کوي کنه بلوا ته تیار یوو.
ملي مشر د جان کري وروستۍ خبرې یادې کړې چې په کابل کې یې وکړې او ویې ویل چې د افغانستان له ملي واکمنۍ څخه تخلف دي. ده وویل « امریکا او نور خارجیان دې واوري چې زموږ خاموشي زموږ ضعف نه دی دا زموږ متانت دی. داسې معاش نه غواړو چې په هغه زموږ عسکر شهدیږي».
په دې وینا کې په قومي لحاظ له بیلابیلو قومونو سره خواخوږي څرګنده شوې وه، لکه یو څوک چې د انتخاباتو لپاره کمپاین کوي په هغه حساب یې د بیلابیلو ولایتونو خلک یاد کړل او ویې ستایل. دا د ښاغلي کرزی حق دی چې خلک ځانته راجذب کړي. خو په دې وینا کې یو ټکی د افغانستان ملي ګټې تر پښو لاندې کوي. هغه له امریکا سره ټکر دی، که څه هم له دې سره دی په ولس کې ښایي یو شمیر احساساتي کسان راخپل کړي خو د امریکا او پخواني شوروي اتحاد مقایسه د نړیوالو اصولو له مخې مناسبه پرتله نه ده، امریکایي پوځیان د نړۍ د لسګونو نورو هیوادو له پوځیانو سره د ملګرو ملتو په خوښه افغانستان ته راغلي دي. په دې کې شک نه شته چې د امریکایي او د ناټو او ایساف ځواکونو د عملیاتو پر مهال ځیني ولسي خلک په افغانستان کې وژل شوي دي خو کله هم داسې نه دي شوي چې په تیرو ۱۵ کلونو کې مو زندانونه په سیاسي بندیانو ډک شوي وي او د سیاسي نظرې مخالف په ټوپک ویشتل شوی وي.
په دې برخه کې ښایي د افغانانو نظر بدل وي خو زموږ ملي ګټې ایجابوي چې له غرب سره په تیره بیا له امریکا سره ډیر نژدې روابط ولرو تر څو زموږ هیواد په پښو ودریږي. په اسلامي هیوادو کې عربي متحد امارات، قطر، بحرین، عمان، سعودي عربستان او اردن هغه هیوادونه دي چې د امریکا له متحد ایالتونو سره ډير نژدې روابط لري او په همدغو هیوادو کې د نورو اسلامي هیوادو په پرتله د ژوند سطحه لوړه ده، خلک یې هوسا دي او ارامه ژوند کوي.
یارانو تاسو باید کرزی صاحب وپیژنۍ هغه د امریکا سیاست لوستی او هرڅه ورمعلوم دی ، افغانستان اوس په داسې حالت کې دی چې باید ځان له استعماره وژغوري ، استعمار خپل کارکوي ، موږ لاهم ویده ساتي ، زما لپاره هغه څوک اتل دی چې اوسني جنګ پای ته ورسوي ، هغه چي پای ته نه رسیږي ، څومره افغانان دهرې ورخې په ترڅ: کې مري ، که د نړۍ په هرهیواد کې دومره انسانان په یوه ورخ کې ومري دهغه ځان خلک به ځانو نو ته اورواچوي ، خو موږ یي ځان ته نه نیسو او دهرې ورځي په ترڅ کې لا ورسره عادت کیږو هم ، یوه ورځ به داسې راشي چې ټول به یوبل په خپل لاس سره ووژنو او یو څوک به له یوه ځایه راته راولي چې دغه مو حاکم تاسو خپله د واکمنۍ ظرفیت نه لرئ . دا ټولې درامې دي ، چې یولوبغاړی اشرف غنی دی ، بل یې عبدالله دی او دریم یي کرزي دی ، دایوه ډله ده ، یوازې غواړي ددغه اوسني اجیر وسله وال پوځ په پیرودو سره خلک وټکوي ، په خلکو کې د آزادۍ او اسلامیت روحیه مړه کړي دا پروګرام دي او دغه پردغه ملک باندې روان دي داچې موږ ورباندې پوهیږو او که نه ؟ دازموږ په هوښیارۍ او پرملت باندې له باور سره تړاو لري زه له کرزي څخه هیله کوم چی له دغو درامو لاس واخلي او په ټینګه یاله ملت سره ودریږي او یاهم له اوسني حکومت سره ، هغه چې امریکا یوازې د افغانانودتوهین او ځورولو لپاره په پښو درولی دی . له امریکا سره ښه اړیکی په څه مانادی ؟ اوس یوازې دومره پاتې ده چې بس یوامریکایی په کورکې هم راسره واوسیږی ، نو ر تر دي څه باید وکړي ، د هغو موخه افغان وژنه او افغان ختمونه ده ، زړه مو چي منۍ او که ردوي یي ؟؟؟
زرین ګل له اندیا .
دا جنګ به هغه څوک پای ته رسوي کوم چا چې شروع کړۍ دۍ.