وسپنه(Iron):
وسپنه د انسان د بدن له پاره مهم عنصر دی او د وینې سره کرویات جوړوي. د انسان په بدن کې په اوسط ډول ۳ـ ۵ فیصده پورې وجود لري او دبدن په پښتورګو، عضلوو ځیګر او مغزو کې شته ده. اوسپنه د پروتین سره یو ځای کېږي او د مهمې مادې هیموګلوبین په جوړولو کې پوره ونډه اخلی او هېموګلوبین بیا د بدن ټولو حجرو تو ته اکسیجن رسوي.
اوسپنه د عذايي موادو له لارې وجود ته داخلیږي او په بدن کې ذخیره کېږي. کومو انساناو په وجو د کې چې د نوموړي عنصر کمښت وي د کم خوني سره مخ کېږي. د انسان د بدن هره ورځ ۱۵ ګرامه اوسپنې ته ضرورت لري.
اوسپنه هم په حیواني او نباتي عذايي موادو او مېوو کې پیدا کېږي. اوسپنه په پنیر، هګۍ، ماهي، غوزانو بادام، مشنګ، کچالو، کرم، ګلپی،ګازره لوبیا، انځیر، کوچ، دنیا، زیتون، پالک، مڼه، کیله، لیمو، نارنج وربشې، سره ممیز انګور او داسې نورو شیانو کې موندل کېږي.(کرنپوهنه : ۲۱۶ مخ).په تېره د کم خوني او حاملګي پر وخت دغه سبزیجات او میوې باید ډېر وخوړل شي.
د هېموګلوبین په هر ګرام کې د ۳،۳۴ په شاو خوا کې اوسپنه لري، چې یو کاهل شخص د ورځې په اوږدو کې یو ملي ګرام مصرف لري او د ښځینه د میاشتنې ناروغۍ پر وخت دوه ګرامه له لاسه ورکوي(اساسات تغذیه: ۴۳ مخ).
اوسپنه په نسجونو او سرو حجراتو په چټکه وده او نمو کې ور ته اړتیا شته ده چې ورځنۍ اړتیایې په لاندې جدول کې ذکر شوې ده.
عمریا سن | ورځنۍ اړتیاوې |
نوي ماشومان(۵-۱۲ میاشتني) | ۰،۷ ملي ګرام |
ماشومان(۱-۱۲ کلن) | ۱ |
بالغ(۳-۱۶کلن) | سړی۱،۸ او ښځې ۲،۴ |
نارینه کاهل | ۰،۹ |
ښځې د میاشتنۍ ناروغۍ پروخت | ۲،۸ |
حامله میرمنې(په اول نیمايي کې) | ۰،۸ |
حامله میرمنې(په دویم نمایی د حاملګي کې) | ۳،۵ |
میرمنې د شېدو ورکولو پر مهال | ۲،۴ |
میرمنې د مینوفوس پر مهال | ۰،۷ |
(اساسات تغذبه: ۴۶ مخ).
د اوسپنې د ډېروالي او کمښت او دندو په اړه يې لاندې جدول وګورئ.
نوم
|
دنده | سرچېنې | د کمښت نښې | د زیاتوالي نښې |
اوسپنه | د وینې سره کرویات او هېموګلوبین جوړوي، انرژي تولیدوي، د مغز وظیفې تنظیموي، د بدن د حرارت ساتنه کوي، د عضلاتو فعالیت تنظیموي، په مېتابولېزم کې مرسته کوي | په سره غوښه کې، د ماهي غوښه، د مرغانو په غوښه کې، په هګیو او وچو مېو کې او هغه سبزیجات چې شنې پاڼې لري. | کله چې به بدن کې کم شي کم خوني یعنې د وینې کموالي سبب کېږي، ضعیفې رامنخته کوي، سردردي، بدن د مرضونو په وړاندې خپل معافیت له لاسه ورکوي، د یخې هوا په مقابل کې مقاومت کمېږي. | ضعیفي رامنځته کوي، د جیګر د زخمې کېدو سبب ګرځېږي، د کلمو د سرطان خطر ډېریږي، ماشومان سمه وده او نمو نه کوي، په غایطه موادو کې وینه لېدل کېږي او شاک پیدا کوي. |
( د تغذیه اساسات: ۵۳ مخ).
ایودین(Iodine) :
ایودین په بدن کې د میتابولیزم د عمل تعادل ساتي، د تیروئیدو غدو په ترشحات کې هم ارزښتناکه ده او دغه غدې لاندې څو دندې پر مخ بیايي چې راوړل یې دلته ضروري دي:
۱ – د بدن د میتابولیزم عمل په متوازن ډول سره ساتي.
۲ ـ د بدن حرارت برابروي او د بدن د اعصابو فعالیت نور مال ساتي.
۳ ـ د زړه ټکان برابر ساتي، او د تناسلي سیستم فعالیت تنظیمول دي.
۴ ـ که چېرې کم شي په پایله کې جاغور او نورې ناروغۍ هم پیدا کوي.
ایودین بدن د ودې او په ځانګړي ډول د بدن په ځنې داخلي غړو کې خاص رول لري چې ځنې غدې پیاوړې کوي او همدا غدي د انسان بدن ته تودوخه پیدا کوي، ویښتان لویوي او تور رنګ د ایودین به ذریه رامنځته کېږي، په مغزو کې فعاله ونډه لری که کم شي د خرابوالي او د سوچو او فکرونو د هېرېدو سبب کېږې د انسان حوصله او صبر د ایودین د عنصر سره تړلی که په وجود کې کم شي، نو د یوې پېښې په اړه چټک غبرګون ښکاره کوي، عصبي فشارونه به ګالي ژوند به یې تریخ وي ایودین د بدن جسمي او دماغي پیاوړتیا سبب ګرځېږي.
ایو ډین په خاوره کې پیدا کېږي په همدې اساس په حیواني او نباتي خوړو کې موجود دی، خو د افغانستان په خاوره کې کم لېدل کېږي (کرنپوهنه: ۲۱۸مخ)او اوسمهال ځنې مالګې په بازارونو کې پلور کېږي چې هم د خوړه خوند او دغه روغتیا عنصر په خپل ترکیب کې لري او د ورځې په اوږدو کې چې کومه اړتیا لېدل کېږي هم د خوړو او هم د ایوډین لرونکې مالګې څخه تر لاسه کېږي.
ایوډین په حیواني محصولاتو لکه پیروی، په سبزیجاتو او یو شمېر میو کې وجود لري، د ماهي په غوښه کې ایوډین ډېر شته دی، په خرما، کرمو، اوږه، او د اوزو په شېدو او نورو مېوه جاتو کې شته دی، خو بهترینه منبع یې بحري غذاګانې او څه په اوبو کې هم شته دی. د ورځني اړتیا له مخې د نورمال انسان له پاره ۰،۰۱۰ ـ ۰،۰۱۵ ګرامه پورې تعین شوې ده.
د ایوډین کمښت:
ایوډین په کموالي سره جاغور پیدا کېږي، د ځنې مرضونو پر وړاندې د بدن د مقاومت کموالي سبب کېږي، د تناسلي سیستم ضعیفي، بې هوشي، د حافظي ضعیفي او په ماشومانو کې د ودې او نمو مخه نیسي(کرنپوهنه: ۲۱۹ مخ).
جست(Zinc ):
جست د بدن په ټولو نسجونو کې شته دی او د ورځې په اوږدو کې یو کاهل له پاره ۱۵،۵ ملي ګرامه اټکل شوې او هغه ماشومان چې د ودې او نمو په حال کې دي د حامله او شېدې ورکونکو مېر منو له پاره اخیستل ډېر مهم دي (تغذیه اساسات: ۴۹ مخ).
د جست ډېره اندازه د حیواناتو په ویښتانو، نوکانو، هډوکو، او د سترګو وریځو کې موجود دی د جست د کموالي په اړه تر اوسه لا څېړنې روانې دي چې کوم علایم په بدن کې ښکاره کېږي. (کرنپوهنه: ۲۱۹ مخ).
مخکې مو وویل چې د حامله میرمنو له پاره مهم عنصر دی د جست د فعالیت ، نشتوالي او زیاتوالي نښو په اړه لاندې جدول وړاندې شوی.
نوم | دنده | سرچېنې | د کمښت نښې | د زیاتوالي نښې |
جست | د جنیتک موادو او پروتین په جوړولو کې، د بدن د معافیت په لوړولې کې، د ویټامین A ، په انتقال کې، د زخمونو په جوړولو کې، د ذایقې حس په کنترول کې، د سپرم په جوړول، جنین ته نورماله وده ورکوي. | هغه غذای وي چې پروتین ولري، د ماهي غوښه، د مرغانو غوښه کې وجود لري. | له کمښت نه په ماشومانو کې سمه وده صورت نه نیسي، جنین په سمه توګه وده نه کوي، د ذایقې حس له لاسه ورکول او د بدن زخم زر نه جوړیږي. | تبه، د زړه بدوالی، اسهال، استفراق، د سر دروندوالی او کم خوني او پښتورګې په سمه توګه کار نه شي کولای. |
(د تغذیه اساسات: ۵۳ مخ).