۳ ـ سلیولوز (Cellulose):
دا د کاربوهایدریتونو غیر قابل هضم برخه ده کم غذايي ارزښت لري په یو کاهل (بالغ) سړي کې ۵۰۰ ګرامه کاربوهایدریت د کلایکو جن په ډول زېرمه شوي وي چې د ولږې په وخت کې په بېړه مصرفېږي ( خواړه او روغتیا: ۱۸مخ).
کاربوهایدریتونه که د بدن د انرژي له پاره مصرف نه شي، نو په بدن کې زېرمه کېږي. که د کاربوهایدریتونه غذايي مواد ونه خوړل شي، نو د انسان بدن نه دا چې وده او نمو نه کوي، بلکې په خپلو پښو حرکت هم نه شي کولای بې دمه به وي.
د کاربوهایدریت کمښت:
د کاربوهایدریت په کمښت سره د کېتوزیس مرض پیدا کېږي د انسان د بدن وزن کمېږي او شخص ډنګریږي همدا ډول انرژي له کمښت سره مخ کېږي، عضلات سست وي په اهسته ډول وده صورت مومي( لیکچرنوټ مکتب نرسنګ (استاد سعیده دانش): ۱۲ مخ ).
د کاربوهایدریت په فایدو مو خبرې وکړې اوس به په لاندې ډول یو جدول وړاندې کړو تر څو په ځینو خوراکي موادو کې د موجودیت اندازه معلومه شي او کېدای شي چې د ورځې په اوږدو کې د خپلو کرنیزو شیانو څخه استفاده وکړو.
د غذايي مواد نوم – د کاربوهایدرایت اندازه
۱ـ بوره ـ ۹۵،۵٪
۲- وریجې – ۷۱،۱٪
۳ـ مکروني ـ ۷۱،۱٪
۴- د غنمو دلده ـ ۶۵٪
۵ـ لوبیا، نخود، مۍ ـ ۵۰٪
۶ـ ډوډۍ – ٪۴۶ـ۴۳
۷ـ کچالو ـ٪ ۱۵-۱۴
۸ـ هنډوانه – ۱۲،۸٪
۹ـ کلچه ګنډه پیاز ـ ۸٪
۱۰ـ ګازرې ـ ۶٪
۱۱ـ ګلپي او کرم ـ ۴،۱٪
۱۲ـ تازه مېوې ـ ۲۰،۶٪
۱۳ـ خربوزه ـ ۲۰،۱۰٪
(کرنپوهنه : ۱۸۰ مخ)
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۲ـ پروتین (Proteins):
پروتین یوه یوناني کلیمه ده چې د لومړنۍ اړتیا له کلیمې څخه اخیستل شوې او هغه عضوي مرکبات دي چې په خپل جوړښت کې کاربن، هایدروجن، اکسیجن، نایتروجن او سلفر لري. دغه یاد هر عنصر د وجود اړتیا له پاره مهم دی په ځینو پروتینونو کې فاسفورس، اوسپنه او نور عناصر هم موجود دي (خواړه او روغتیا، ۵-۶ مخ).
پروتینونه د کوچنیو واحدونو څه چې امینو اسیدونه نومېږي جوړ شوي او د انسان بدن ۲۴ امینو اسیدونو ته اړتیا لري(خواړه او روغتیا :۶مخ).
په دې ډول پروتین هم تعریف شوی: (( هغه عذايي مواد دي چې د بدن مایع حجرات جوړه وي او په بدن کې انتې باډي تولیدوي دبدن معافیتي سیستم سره مرسته کوي د بدن په انرژي کې هم برخه اخلي)) (لیکچر نوټ مکتب نرسنګ «استاد سعیده دانش» ۱۵مخ).
د غذايي نقطې له پلوه حیواني پروتین نسبت نباتي پروتین ته لوړ ارزښت لري یعنې پروتین د حیوانانو او نباتاتو له لارې رامنځته کېږي او ټول پروتینونه امینو اسیدونه لري چې امینو اسیدونه د بدن په وده او نمو کې برخه اخلي او نورې فایدې هم لری، نو هغه پروتینونه چې حیوانې منبع لري لکه: غوښه، هګۍ ، شېدې او داسې نور په دې پروټینونو کې ټول امینو اسیدونه شته دي اما په نباتي پروتینونو کې ځینې امینو اسیدونه نشته نو ځکه دې ډول ته ناقص پروتیني مواد هم ویل کېږي. ( کرنپوهنه: ۱۷۰ مخ). پروتینونه د بدن د غړو، حجراتو او انساجو په دنده او جوړښت، دمعافیتي سیستم له پاره مهم دی او هر پورتین ځانګړې دنده لري، خو په عمومي ډول پروتینونه د هډوکو، پوستکي او عضلاتو مهمه برخه جوړه وي او داسې نورې ګټې هم لري.
مونږ کولای شو چې د خپلو کرنیزو پیداوارو او حیواني محصولاتو څخه پروتین تر لاسه کړو په نباتي برخه کې اړ یاستو چې سبزیجات، لوبیا، نخود، غلې او دانې، مګر په حیواني محصولاتو کې په مستو، شېدو، کرت، کوچ، پیروی، غوښې او داسې نورشیان شته چې پروتین لري.
د پروتین کمښت:
د پروتین کمښت که ډېر وي. نو له هغې څخه مراسموس او کاوشیکور مرض رامنځته کېږي. د مراسموس مرض علایم دا دي چې بدن وزن له لاسه ورکوي، د وده او رشد په ستستووالی سره تر سره کېږي، بدن ډنګریږي، د بدن د شحمیاتو ضایع کېدل په ځانګړي ډول د سترګو د لاندې برخې او عضلات یې مړاوي وي. په دې مرض ډېر هغه ماشومان اخته کېږي چې عمر یې له ۶ میاشتو نه تر یو کلنۍ پورې وي او ۶۰٪ وزن له لاسه ورکوي(تعلیمات صحي: ۴۲مخ).
د کواشیکور ناروغۍ نښې دا دي چې بدن د پړسوب سره مخ کېږي، د پوستکي رنګ تغیر کوي، پوستکی چاودلی معلومېږي، د جیګر غټوالی او د وږیتوب احساس نه کوي، مریض ځانته والی غوره کوي( لیکچر نوټ مکتب نرسنګ«استاد دیده جلال»۲۰ مخ). په دې هغه ماشومان اخته کېږي چې عمر یې له یو کلنۍ څخه تر ۵ کلنۍ پورې وي (تعلیمات صحي: ۴۳مخ)، چې د انسان بدن د مرضونو پر وړاندې خپل معافیت له لاسه ورکوي او بدن یې نه شي کولای چې د یو مرض پر وړاندې مبارزه وکړي.
بله نښه یې دا ده چې یو کس شاید اوږی وي، خو د خپل اوږي توب احساس نه شي کولای همداډول که له حده ډېر شي هم ستونزې رامنځته کوي.
دا چې په ورځني ژوند کې بدن څومره پروتین ته اړتیا لري په لاندې ډول به یې اندازه وړاندې کړم.
شمېره |
د انسان عمر او د هغه د ژوند مختلف شرایط |
د بدن د ضرورت پروتین له ګرامر سره |
۱ |
واړه ماشومان چې عمر یې له ۱-۳ وي او هغه کسان چې وینه یې ضایع کړې وي |
۳،۵ ګرامه |
۲ |
ماشومان د ۳-۵ کلنۍ پورې |
۳ ګرامه |
۳ |
ماشومان ۵- ۱۵ کلنۍ پورې |
۲،۵ ګرامه |
۴ |
بالغان ۱۵- ۱۷ کلنۍ پورې |
۲ ګرامه |
۵ |
ځوانان چې عمر یې ۱۷-۲۱ کلونو پورې وي |
۱،۵ ګرامه |
۶ |
درې میاشتنۍ حامله ښخې او ۲۱ـ کلنۍ څخه پورته ځوانان |
۱ ګرام |
۷ |
ښځې چې د ۴- ۹ میاشتو پورې اولاد په ګېده کې ولري |
۱،۵ ګرامه |
۸ |
ښځې چې اولاد ته شېدې ورکوي |
۲ ګرامه |
|
(کرنپوهنه: ۱۷۲ مخ)
ولا معلومات مو دير به خه توكه راجنع كري او دير مفيد ده مجبور يو جي كوروالا سره يي بيا شير كرو……الله دي اجر دركري ددي ليكني