دغه چاري د چهارشنبې په ورځ د کندهاروالي تورن جنرال زلمي ویسا لخوا د پټۍ په پرېکولو سره پیل سوې، چي پر مهال يې د کندهاروالي ترڅنګ د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکریزوال، د کندهار سرپرست ښاروال محمد نسیم رضایي، د سوداګرۍ خوني رئیس حاجي نصرالله زهیر، ملي تجار حاجي محمد صدیق مهمند او یو شمېر د محل مشران هم حاضر وه .
د کندهاروالي یو ځل بیا د ښاریانو او په خاص ډول حبیبي واټ ته څېرمه د هغو ملکیتونو د مالکینو څخه مننه وکړه، چي د ښار د ښکلا او هیوادوالو ته يې د ژوند د هوسایني لپاره لوی قربانۍ ورکړې .
ښاغلي ویسا وویل : یاد سړک چي ۴۰ متره عرض او ۲ کیلومتره وږدوالي لري د ۲۲ دوه ویشت میلیونه افغانیو په لکښت جوړېږي، بودیجه يې د ښاروالۍ رياست لخوا ورکول کېږي چي د لسو مياشتو په موده کي به بشپړ سي او په دغه سړک کي پولچکونه،چرۍ او پیاده روونه هم شامل دي .
د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
که له همدا اوسه د کندهار ښاروالۍ د سرکونو او پلي ګرځېدو لارو ترڅنګ د سرک په دواړو غاړو کې د بایسکل لپاره مخصوصې لارې په نظر کې ونیول شي ، د ډېرو انسانانو ژوند به وژغورل شي.
ډېره د خوښۍ خبره ده چه کوم واټ یا محل د مرحوم حبیبی غوندی درنو علمی شخصیتونو په نوم نومول کیږی دا به علم او پوهی ته د درنښت په مانا وی