د حبیب استالف اصلي نوم خالد او په حبیب استالف مشهوره و. هغه په افغانستان کې د انسان تښتونې د تر ټولو ستر بانډ مرستیال و، چې مشري یې رییس خدایداد خوستي کوله. نوموړی تیره اونۍ په ګڼو جرمونو او قتلونو د اتهام له کبله پانسۍ شو.
استالف هغه مهال د کابل پولیسو له لوري د هوايي ډګر په سړک ونیول شو، چې له سویس هیواد څخه کابل ته راتله. کله چې له هوایي ډګره راووت، د هوايي ډګر له څلورلارې څخه په تیریدو، د کابل د امنیه قومندانۍ د چټک غبرګون ځواکونو له لوري چې د عملیاتو پرمهال خپله جنرال ظاهر هم حضور درلود، تر تعقیب لاندې و او ونیول شو.
په زندان کې له نوموړي سره یو بندي د هغه له خولې د خپل ځان د نیولو په اړه داسې وايي: (( کله کوپ یک سلاح مرد است که متاسفانه در زمان دستګیري من با خود نداشتم!))
د زندان دغه ملګری یې وايي، هغه به نورو زندانیانو ته د خپلو اختطافونو، وژنو او له بانکونو څخه د پیسو پټولو عجیبې کیسې کولې، له بندیانو سره یې چلن ارام او بې ازاره و، د بند پرمهال یې ۳سیپارې قرانکریم هم حفظ کړی و. خپله یې سګریټ نه څکول خو په درجنو سګریټ به یې ترڅنګه ایښي او په سګریټ روږدو کسانو ته به یې ورکول. هغه په زندان کې په زندانیانو مسواکونه او جای نمازونه( مصلی) هم ویشل. په زندانیانو یې کار نه درلود، خو له امنیتي ځواکونو سره به یې ډیره بې احترامه او سپکه رویه کوله، هغوی ته به یې کنځلې هم کولې.
د زندان ملګری یې وایي، حبیب به نورو زندانیانو ته هر وخت ویل: (( زه به ډیر ژر د رییس(خدایداد( په مرسته له زندانه ازاد او دلته به ډير پاتې نه شم!)) دا خبرې نوموړي له دې امله هم ښايي کولې چې څو کاله پخوا یو ځل د څرخي پله له زندانه تښتیدلی و.
هغه په زندان کې خپل زیاد وزن هم بایللی و، له څيرې او چلن څخه ارام انسان معلومیده، خو کله به چې ده خپلې له خطرونو ډکې کیسې کولې، د انسان غوني به ورته زیږه شول.
رییس خدایداد چې استالفي یې د انسان تښتونې د خطرناک بانډ مرستیال و، هغه فرد دی چې د نیولو پرمهال، ملي امنیت نوموړی د (( خطرناکترین مجرم تاریخ کشور )) یاد کړ. هغه د کابل د ۵ مې حوزې په مربوطاتو کې داسې مهال ونیول شو، چې غوښتل یې د استالیف د تښتولو او ازادولو لپاره خطرناک عملیات ترسره کړي، چي د انګلیسي ځواکونو په مرسته د ملي امنیت له خوا له څو ساعته جګړې وروسته ونیول شو.
د استالف د زندان ملګری د هغه له قوله وايي چې نوموړي د خوست په شمول د ګڼو ولایتونو جعلي تذکرې ځانته جوړې کړې وې او ګڼ شمیر پاسپورټونه یې هم درلودل، هغه د سویډن هیواد تابعیت هم ترلاسه کړی و. په نوموړی باندې د امنیتي ځواکونو له لوري د ۲۱ مواردو خطرناکو جرمونو او وژنو اتهام پورې شوی وو.
د زندان ملګری یې یادونه کوي: (( استالف به په ډیر افتخار کیسه کوله چې څنګه یې په عربي متحده اماراتو کې څو ؟ میلیونه ډالره له بانکه وتروړل؟))
د حبیب د زندان د یوې خونې ملګری د هغه له خولې د پخواني دفاع وزیر له کور څخه د زیوراتو د غلا کیسه داسې کوي: (( درې څلور میاشتې مې په دې پروژه کار وکړ، چې عین د دفاع وزیر د موټرو په څیر موټر اماده کړم، هماغه شان ورته جعلي پلیټونه جوړ کړم، امنیتي کسان هماغه شان جوړ او استخدام کړم، په خورا چټکۍ سره د وزیر په کور ورغلو او غږ مو وکړ چې وزیر صاحب راغی دروازې پرانیزئ!، دوازې پرانیستل شوې، هیڅوک پوی نه شول، د کورنۍ د غړو زیورات او هر څه مو وتروړل او پروژه موفقه ترسره شوه! ))
د کابل زړه په شش درک سیمه کې په رڼه ورځ د برحاله دفاع وزیر کور چور شو! د یو هیواد تر ټولو ستر امنیتی کس کور په ډیر مهارت تروړل کیږي، دا په رښتیا هم د استالف خورا مجرمانه مهارت ښيي!
د خدایداد او استالف افرادو د ډیرو پیسو په مقابل کې د محاکمې په جریان کې خورا هڅې وکړې، چې نوموړی په هره بیه په یوه محکمه کې له اعدامه وژغوري، خو هڅو یې پایله ورنکړه. که نوموړی د یوې محکمې له لوري هم له اعدامه بچ شوی وای، د قانون له مخې، به دغه دوسیه دومره ژر نه بشپړیده او ښایي دې پروسې تر دوه کلونو زیات وخت نیولی وای، چې دومره وخت ترلاسه کولو کې ددې شونتیا وه چې استالف دې له زندان څخه فرار وکړي!
اوس رییس خدایداد هم د خپل ورته سرنوشت لپاره په زندان کې انتظار دی، ښایي هغه هم د خپل مرستیال په سرنوشت واوړي!
!وایی چی بد ګرځي نو بد به پرځیی